نوومبر 15, 2019

پکتيکاولايت کې روزه نيز سيمينارونه او غونډې وشوې

پکتيکاولايت کې روزه نيز سيمينارونه او غونډې وشوې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمیسیون مسوولینو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې روزه نيز سيمینارونه او ښوونيزې غونډې ترسره کړې.

د پوهنې د مرکزي کميسیون مسوولین له سیمه ييزو مسوولینو سره د یوه ګډ هيئت په ترڅ کې برمل، ګیان او زېړوک ولسوالیو ته تللي او هلته يې له ښوونيزو ادارو ليدنې کړې، د ولایت په بېلابېلو سیمو کې يې ښوونيز او روزه نيز سيمینارونه ترسره کړي او پراخې ښوونيزې غونډې یې ترسره کړي دي.

دې سیمینارونو کې د ولسوالیو مدیرانو ګډون کړی وو، تر څو په اداري برخو کې ژور بصیرت او پوهه حاصله کړي، همدا راز د اسلامي امارت له لوري په ټولو لوائحواو فرامینو تفصیلي وپوهول شي، تر څو په پلي کولو کې یې له خنډنو اوستونزو سره مخ نشي.

د دې تر څنګ يې د ديني مدارسو او ښوونځيو له استاذانو سره هم د ښوونیز بهیر د لاپرمختګ او نظم په هکله ناستې وکړې، په مدارسو کې يې د درسي نصاب پر تعميل ټينګار وکړ او (۲۰) ماده ییز طرزالعمل يې استاذانو ته تشريح کړ.

استاذانو هم د مدارسو د کره نظم او انسجام ټینګې ژمنې وکړې او د ښوونې او روزنې د مسئولينو هڅې يې وستايلې او ژمنه يې وکړه، هرڅومره چې شونې وي هغومره به د ښوونې په برخه کې کوښښ وکړي.

یاده دي وي چې دا غونډې د لړم یا عقرب د میاشتې له ۳ مې نېټې چې د صفرالمظفر د مياشتي له (۲۶) مې نېټې سره سمون خوري، د جمعې له ورځي پيل شوي چې تر اوسه په بېلابېلو ولسواليوکې جريان لري.

۷/۱۱/۲۰۱۹

Related posts