نوومبر 15, 2019

تېر ۲۴ ساعتونه: په ۱۸ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۵ امریکايي اشغالګرو په ګډون ۱۱۲ عسکر وژل شوي او ټپيان دي

تېر ۲۴ ساعتونه: په ۱۸ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۵ امریکايي اشغالګرو په ګډون ۱۱۲ عسکر وژل شوي او ټپيان دي

د الفتح عملیاتو په ځپونکي بهیر کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هیواد په ۱۸ ولایاتو کې په دښمن باندې ۴۵ لوی او واړه بریدونه وشول.
دغه بریدونه او چاودنې د ارزګان، هلمند، زابل، فاریاب، دایکندي، کندهار، بادغیس، نیمروز، لوګر، غزني، میدان وردګو، بلخ، بدخشان، کاپیسا، پکتیا، کندز او بغلان په ولایتونو کې د دښمن په مراکزو، پوستو او قطارونو باندې ترسره شول.
د عملیاتو په لړ کې د ۲ امریکايي اشغالګرو او ۲ داخلي قومندانو په ګډون د دښمن ۷۴ عسکر او پولیس وژل شوي، د ۳ امریکایانو او یوداخلي قومندان په ګډون ۳۸ تنه نور مرګوني ټپيان شوي دي.
په نښتو او چاودنو کې د دښمن شل عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر هم له منځه وړل شوي، ۲ پوستې فتحه شوې، ۴ موټر سایکل، ۱۲ میله وسله او خورا ډیر مهمات مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.
په بریدونو کې ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۵ تنه ټپيان شوي دي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۹/۳/۱۴۴۱هـ ق
۱۵/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/6م

Related posts