نوومبر 15, 2019

د مظلوم ولس کورونه نړول؛ نوی وحشت!!

د مظلوم ولس کورونه نړول؛ نوی وحشت!!

د ورځي خبره:

د کابل رژیم وحشي لنډه غرو د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ملي خېلو سیمه کې د ملکي هیوادوالو اتیا کورونه نړولي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي!!
یرغلګرو او کابل رژیم دجګړې په میدان کې تر شکست وروسته دبې دفاع ولس وژلو، لوټلو او کور ویجاړولو ته ملا تړلې ده، هره ورځ د هیواد له لر او بر څخه د ګډ دښمن د وحشت او دهشت خبرونه خپرېږي او مظلوم ولس ته ځاني او مالي تاوانونه رسیږي.
دې وروستیو کې دښمن بیخي ډير وحشي شوی، د ولسي خلکو دوکانونه، بازارونه، کلينکونه، ښوونځي، مدرسې او مسجدونه ویجاړوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي په نښه کوي او د یو پلان له مخې یې د عام المنفعه تأسیساتو له منځه وړلو ته زور ورکړی دی.
که څه هم د سیدآباد د ملي خېلو کورونه ګوډاګیو عسکرو نړولې، خو داچې همدې ځواکونو ته روزنه، تجهیزات او معاش یرغلګر ورکوي او د امریکایي ګټو لپاره یې جنګوي؛ نو اشغالګر او ګوډاګی رژیم دواړه د افغان ولس د وژنې او کور نړونې جرمي شریکان دي، دوی له تېرو اتلسو کلنو راهیسې همدا ډول وحشت او ظلم روان ساتلی او له مختلفو لارو هڅې کوي چې د افغان ولس اشغال ضد مبارزه خاموشه کړي او بیا زموږ په پاکه خاوره کې خپل ناروا پلانونه عملي کړي.
اسلامي امارت د افغان ولس د مدافع ځواک په توګه ژمن دی چې د خپلو خلکو له عزت، سر او مال څخه به دفاع کوي، له ګډ ډښمن څخه به د مظلوم ولس انتقام اخلي او تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې دافغان ولس هیلې پوره، هیواد ازاد او اسلامي نظام حاکم شي.
د ولسي خلکو په نښه کول، کورونه ورانول او ملکي شتمنۍ لوټل نه توجیه کیدنکي جرایم دي، یرغلګرو او مزدورې ادارې په دغه ډول وحشت سره وښودله چې هیڅ ډول انساني کرامت، اخلاقي پولو او جګړه ییزو قوانینو ته ژمنتیا نه لري، دوی که ظاهرا د بشر دوستۍ، انساني حقونو او مدني آزادیو نارې وهې؛ مګر په عمل کې برعکس کړنې ترسره کوي.
د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې يې همدا پورته ذکر شوی وحشت یو مثال دی.

Related posts