نوومبر 15, 2019

د سي آی اې لخوا د افغان اولس تدریجي عاموژنه

د سي آی اې لخوا د افغان اولس تدریجي عاموژنه

د اونۍ تبصره: 

د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي نشر کړي راپور کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې(CIA) تر مشرۍ لاندې وژونکو ډلو په افغانستان کې په مکرر ډول جنګي جنایات ترسره کړي او لا هم عام اولس ته زیانونه اړوي.
د کره معلوماتو له مخې سي آی اې په افغانستان کې د ډار اچولو او وژنو لپاره شپږ جنګي ډلې رامنځته کړي دي چې د ۰۱، ۰۲، ۰۳، ۰۴ په نوم قطعات، دغه راز په کندهار او خوست کې ځانګړي وژونکي ګروپونه دي چې عام خلک یې ضربتیان بولي.
د دغو وژونکو ډلو ماهیت اوهویت لا هم پوره څرګند نه دی، خو دا خبره ښکاره ده چې د جوړښت، روزنې، اکمال او رهبرۍ چارې یې د سي آی اې پر غاړه دي. دغه وژونکي ګروپونه د جګړې نړیوالو قوانینو ته هیڅ تعهد نه لري. دوی هره شپه د افغانانو په کلیو او کورونو بریدونه کوي، د خلکو کورونو ته د داړه مارانو په شان ور اوړي، خلک له کورونو باسي، شتمنۍ یې لوټوي، کورونه به بمونو الوزوي او بې ګناه ځوانان په نیمه شپه په خپلو کورونو کې قتلوي. د بشر د حقوقو څارونکي سازمان په خپل راپور کې ویلي چې شپني عملیات، بمبار، د بې ګناه خلکو وژل یا نیول، نادرکه کول، صحرایي محکمې او په روغتیایي او نورو عامه تاسیساتو بریدونه کول هغه جنایات دي چې دغه ځواکونه یې په مسلسل ډول ترسره کوي.
واقعیت دا دی چې د امریکا د متحده آیالاتو په نوم هغه هیواد چې په نړیواله سطحه ځان د بشر د حقوقو مدافع بولي، په افغانستان کې یې د سي آی اې او خپلو افغان اجیرانو په توسط زموږ د مظلوم اولس خاموش قتل عام پیل کړی دی. امریکایي قاتلان او اجیران یې هره شپه په اوسط ډول تر پنځوس زیات بې ګناه وګړي په خپلو کورونو کې وژني. خو هیڅوک نشته چې د دې تدریجي عاموژنې پر وړاندې غږ پورته کړي او ظالمانو ته د ملامتۍ ګوته ونیسي.
دې وضعیت ته په پام سره نړیوال بشري وجدان له ستر آزمون سره مخامخ دی، چې آیا واقعا د مقتول او مظلوم بشریت د حقوقو د دفاع غږ پورته کوي او که د قاتلو اشغالګرو په وړاندې منافقانه سکوت ته دوام ورکوي. د بشر د حقوقو نړیوال سازمان چې په خپل وروستي راپور کې یې دغه موضوع راپورته کړې، افغان اولس یې قدرداني کوي او دا یې د مسؤلیت پذیرۍ نښه بولي. خو یوازې د روان قتل عام په اړه راپور نشرول کفایت نه کوي، مهمه خبره دا ده چې باید د روانې عاموژنې د توقف لپاره عملي اقدامات وشي.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې د افغان اولس د روانې تدریجي قتل عام د توقف لپاره د نړۍ په هیوادونو او سازمانونو غږ کوي په داخلي سطحه هم له ټولو ګوندونو، ټولنیزو اقشارو، شخصیتونو او ډلو څخه غواړي چې د دې موضوع جدیت ته متوجه شي. د افغان اولس د بې دریغه وژلو، لوټلو او د کورونو او کلیو د تخریب د مخنیوي لپاره باید ټول په یوه اواز راپورته شي. پرته له سیاسي ملاحظاتو یوازې د اسلامي ورورولۍ او بشري خواخوږۍ له مخې د روانو جنګي جنایاتو مخه ونیسي او د بې ګناه وګړو قاتلان اولس او تاریخ ته ورمعرفي او له ظالمانه کړنو را وګرځوي.

Related posts