اګست 25, 2019

دحماس دمشر په ګډون درې نیم لکومسلمانانو په مسجداقصی کي دجمعې لمونځ ادا کړ

دحماس دمشر په ګډون درې نیم لکومسلمانانو په مسجداقصی کي دجمعې لمونځ ادا کړ

دروژې دوهمه جمعه، دلويدیځي غاړي او نورو اشغال شویو سیمو درې نیمو لکومسلمانانو نن په مسجداقصی کي دجمعې لمونځ ادا کړ.

نن په مسجد اقصی کي دجمعې په لمانځه کي دحماس داسلامي جهادي تنظیم مهم مشر شیخ حسن یوسف هم ګډون کړی وو، نوموړی تیره ورځ داشغالګرو له زندان څخه راخوشی شو.

په بیت المقدس کي داسلامي اوقافو مشر شیخ عزام الخطیب داناتول خبري اژانس ته ویلي، چي ددوی له شمېرنو سره سم درې نیمو لکو مسلمانانو دجمعې په لمانځه کي ګډون کړی وو.

راپورونه وايي، چي  سهار وختي دفلسطین له بېلابېلو سیمو څخه فلسطینیان دبیت المقدس لوري ته روان وو او هغه کسان چي عمرونه یې له ۴۰ کلونو کم وو او اسرائیلي اشغالګرو مسجداقصی ته دننوتلو اجازه نه ورکوله  دحائل دېوال څخه اوښتل او ځانونه یې مسجداقصی ته رسول.

اسرائیلي اشغالګرو په زرګونو عسکر په بیت المقدس کي ځای په ځای کړي وو او ډیرو کسانو ته یې مسجداقصی ته دتللو اجازه نه ورکوله.

له را رسيدلو راپورونو سره سم، اسرائیلي اشغالګرو دغزې ۵۰۰ تنو ته اجازه نه ده ورکړې، چي مسجداقصی ته دلمانځه دادا کولو لپاره ولاړشي.

دجمعې دلمانځه په مهال دحماس داسلامي تنظیم مهم مشر شیخ حسن یوسف چي تیره ورځ داشغالګرو له زندان څخه راخوشی شو مسلمانانو ته په وینا کي وویل، چي باید له هرځای څخه مسلمانان مسجداقصی ته دلمانځه داداکولو لپاره راشي.

نوموړي مسلمانانوته په خطاب کي ویلي، چي مسجداقصی تنها مه پرېږدئ، اقصی ستاسو ټولو په غاړو کي امانت ده، اقصی يوازي دفلسطیني ملت نه ده، بلکه دا دټول امت دعقيدې یوه برخه ده.

 نوموړي ویلي، چي مسجداقصی باید بندي نه وي، چي مسلمانان دي يې په شرق او غرب کي پراته وي او دلمانځه له شرف څخه دې بې برخي وي.

احمدظريف

Related posts