نوومبر 15, 2019

له خپل صلاحيت پورته خبرې!!

له خپل صلاحيت  پورته خبرې!!

د ورځي خبره:

پښتو کې متل دی:” له خپلې بړستنې سره سمې پښې غځوه! ” يعني له صلاحيت پورته کار او خبرې مه کوئ! له خپل صلاحيت پورته خبرې يوازې دا نه چې ويونکي ته ګټه نه لري؛ بلکې نوموړي ته په زيان، رټل کېدو او شرم هم تماميږي.

د ګوډاګي رژيم د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صديقي له سویې پورته خبرې کړې او د امریکا له حکومت څخه يې غوښتي چې د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د شخصي ګټو لټولو له امله له دندې لرې کړي او پرځای یې نوی استازی وټاکي.

لومړی خو غلام او د بل په زين راغلي ته د دې حق نشته چې خپل بادار ته د يو کار په باره کې مشوره ورکړي او يا يې په کړې پرېکړه نيوکه او ملاحظه ولري ځکه د غلام دنده يوازې د خپل بادار د امر پر ځای کول دي.

څو مياشتې وړاندې د کابل ادارې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم يو ځل همداسې له سويې پورته خبرې کړې وې چې په ډېره درنه بيه ورته تمامې شوې او د جبران او تدارک له ډېرو هڅو وروسته یې لا هم خپل بادار ترې خوښ نه دی.

بل دا چې که رښتيا هم د کابل ادارې چارواکي د خليلزاد د ګوښه کيدو غوښتنه د ملي ارزښتونو او ګټو پر اساس کوي؛ نو بيا یې ولې تراوسه د يو امريکايي جنرال د ګوښه کيدو په هکله تر خولې سپڼ نه دی وتلی؟ سره له دې چې امريکايي جنرالانو څومره جنګي جنايتونه ترسره کړل !!

دا ډول څرګندونې یوازې د کابل رژيم د سولې او ټیکاو ضد کرغيړنه څیره څرګندوي، دوی چې په خړو اوبو کې د کبانو په نيولو روږدي دي؛ هميشه يې په يوه او بله بهانه د اشغال د خاتمې د مذاکراتي پروسې او سولې د خبرو د سبوتاژ هڅې کړي دي، ځکه دا جګړه ده چې دوی يې د ميلیونونو ډالرو، موټرو، دنګو ودانيو او دبدبې خاوندان کړي دي، له خپلواکۍ او سولې وروسته د يو خپلواک او ځواکمن حکومت له راتګ څخه ځکه ویريږي چې بيا خو به یې نه يوازې دا مزې او امکانات له لاسه ووځی بلکې د خپلو شومو کړنو حساب به هم ورکوي.

Related posts