نوومبر 15, 2019

د ۱۱۱۳ بریدونو قربانیان!

د ۱۱۱۳ بریدونو قربانیان!

د ورځي خبره :

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې سپټمبر مياشت کې یې افغانستان کې ۱۱۱۳ بریدونه کړي،کابل رژیم پر افغان خاوره د یرغلګرو د ذکر شويو بريدونو هرکلی کړی او له یرغلګرو یې غوښتې چې راتلونکي کې هم ورته بریدونه جاري وساتي.
که څه هم اشغالګرو یوه میاشت کې پر افغانستان تر زر ډير بریدونه کړي؛ خو لله الحمد دښمن د دومره وحشت سره سره نه کومه سیمه له مجاهدینو نیولې او نه یې هم دخپلو مراکزو ساتنه کړې، برعکس داسلامي امارت اتلو مجاهدینو د هیواد په مختلفو برخو کې ډيرې سیمې فتحه کړې او د مظلوم ولس امنیت او حقونه یې خوندي کړي دي.
پوښتنه داده چې ددې حملو اصلي قربانیان څوک دي؟!
واقعیت دادی چې د دې حملو ۹۵ سلنه قربانیان بې دفاع ملکي هیوادوال دي!! دا تش تور او ادعاء نه ده؛ بلکې د عیني شاهدانو او کره شواهدو په اساس د یرغلګرو او مزدور رژیم د هوایې حملو، چاپو او توپچي بریدونو زیاتره قربانیان ولسي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.
پر ګران هیواد د یرغلګرو حملې هیڅ یو آزاد افغان ته د منلو وړ نه دي، هغه کسان چې پر خپل هیواد د پردیو یرغل او بریدونه تائیدوي او د بیا بیا تکرار غوښتنه یې کوي، که څه هم ظاهرا افغانان بلل کیږي؛ خو ضمیر یې وژل شوی، مغز یې مینځل شوی او افغانیت یې مسخ شوی دی.
تاریخ تکراریږي او د همدې تکرار یوه برخه داده چې نن هم د شاه شجاع او ببرک کارمل لارویانو په ډیر ویاړ او اخلاص سره داستعمار د پایښت لپاره دافغانستان ورانولو او د افغان ولس وژلو ته ملا تړلې ده، دوی که نن د بلواکې چوکۍ په نشه کې بې حاله او مست دي، امریکایي بادارانو ته دافغان ولس د ډله ییزې وژنې او کور نړونې کوردینات ورکوي، خو ډير ژر به دخپلو اسلافو په تور برخلیک اخته شي، مظلوم ولس به غچ ترې اخلي او د ذلت او بې وسۍ په حالت کې به وروستۍ سلګۍ وهي.
اسلامي امارت پر ګران هیواد دیرغلګرو پورته یاد شوي او نور بریدونه په سختو ټکو غندي، دولتي ترهګري یې ګڼې او د یو آزاد هیواد او ولس د مستعمره کولو او تابع کولو یوه ناکامه خو وحشیانه هڅه یې بولي.
د افغانستان مظلوم ولس د نړۍ او سیمې له هیوادونو د وحشي يرغلګرو په مقابل کې د افغان ولس د روان مقاومت د ملاتړ هيله لري ترڅو د اشغال په خاتمه کې له افغان ولس سره همکاري وکړي او له افغانستانه د یرغلګرو ځواکونو د ژر او بې شرطه وتلو اواز پورته او مطرح کړي.

Related posts