نوومبر 15, 2019

د بې صلاحیته خلکو بې اهمیته طرحي…!!

د بې صلاحیته خلکو بې اهمیته طرحي…!!

د ورځي خبره:

په داسي حال کې چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګان تازه اعلان کړی چې په تېر سپتمبر میاشت کې یې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول 40 ځله هوایی بریدونه ترسره کړي؛ او دا کار یې د کابل د ګوډاګۍ ادارې جګړه مارانو یو ښه پرمختګ بللی؛ او ویلي یي دي چې دا بریدونه د دوی په خوښه ترسره شوي، خو په عین حال کې د کابل د همدې غبرګ سرې لاسپوڅي ادارې د ارګ د برخي مشر بیا وايی چې د سولې لپاره یې نوې۷ماده ایزه طرحه وړاندي کړې.

په دغه طرح کې یې ویلي چې طالبان دې اوربند وکړي، دوی به ورسره خبري وکړي، دا چې له دوی سره امارت خبري کوي یا نه؛ چې کوي یې؛ په څه شرط او چې نه یې کوي له څه وجي؛ دا خبري خو له وړاندي لا سپیني شوې، بیا یې تکرار ته اړتیا نشته. طالبان هیڅکله له هغه چا سره د سولې په نوم وخت نه ضایع کوي چې د جګړې او سولې واک یې له یرغلګرو سره وي، دوی فقط خپل ولس د پردیو لپاره وژني او ځان د واشنګټن او نیویارک د امنیت ساتونکي ګڼي.

د حیرت ځای دا دی چې داسي یوه اداره چې ځان د دې خاورې واکمن ګڼي، خو په وطن کې یې یرغلګر په یوه میاشت کې تر زر ځله زیات بمونه غورځوي، په زرګونو بې ګناه انسانان په شهادت رسوي، لاسپوڅي یې پرځای د دې چې پوښتنه تري وکړي؛ هرکلی یې کوي، پخپله مستقیماً د یرغلګرو د مدافع څوکیدار دنده ترسره کوي، شپه او ورځ له خپل ولس سره په جنګ اخته وي، د هیواد هر وګړی ښځه، نارینه، ماشوم، ځوان، جومات، مدرسه، ښوونځی، کلینک، کور، کلی، غر، سمه، بوټي، وني… خلاصه هرڅه ته د خپل دښمن په سترګه ګوري، نه یې په بمونو زړه سړیږي او نه یې په شپنیوچاپو او نورو وحشتونو. آیا دا ډول اداره د دې قابل ده چې د ولس د واکمنۍ دعوه وکړي.؟!

وړتیا او قابلیت یې دومره وي چې په لس مترۍ کې سره پراته ارګانونه یو د بل امر نه مني هر یو یې پرخپل سر بیلي بیلي څرګندوني کوي، هر یو جدا د امریکايي وایسرای په ریموټ کنټرول چلیږي، په یوه میاشت کې د درغلۍ راټولي شوې رایې نشي شمیرلی.
آیا دا ډول ملت دښمنه، بې صلاحیته اداره د دې وړتیا لري چې د سولې په اړه طرحې وړاندي کړي، آیا د دوی د دا ډول وحشیانه کړنو سره چې د ملت په وړاندي یې ترسره کوي؛ دا مناسبه ده چې له طالب څخه د اوربند غوښتنه وکړي.

داسي یوه اداره چې له څه کم یوه کاله را په دېخوا د دوی د خپل قانون له مخي ناقانونه د امریکایی وایسرای په مټ د کابل پر ودانیو واکمني کوي.

که په دوی کې د درایت په نوم څه وای؛ نو لومړی به یې خپل حیثیت ته کتلی وای، خپلو ناکردو ته به یې کتلي وای، چې د دوی د چنګیزي وحشتونو له لاسه ولس دوی ته په کومه سترګه ګوري، سیمه ایز او ګاونډي هیوادونه څنګه او څومره ورباندي بې باوره دي، خپله یرغلګر څومره له دوی نه زړه توري دي؟!

نو داسي یوه لاسپوڅي، مفسده، پاشلې، د خپل ولس قاتله اداره هیڅکله د دې صلاحیت نلري چې د سولي او د هیواد د نورو برخلیک ټاکونکو مسئلو په اړه څرګندوني وکړي. او نه د دوی اوتي بوتي د اعتناء وړ دي. د دوی وجود د اشغال په لکۍ پوري تړلی، کله چې د افغان ولس د مقدس جهاد په برکت ناروا اشغال پای ته رسي؛ نو د دوی له وجوده به هم افغان ولس نجات مومي ان شاءالله.

پای ……….!
د ورځي خبره
2019 – 10 -30

Related posts