نوومبر 15, 2019

د محترم ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب په اړه د دښمن پروپاګند حقیقت نه لري

د محترم ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب په اړه د دښمن پروپاګند حقیقت نه لري

د مزدور دښمن بیلابیل چارواکې د مجاهدینو ترمنځ د تفرقو اچولو د هڅو په لړ کې وخت په وخت ادعاوې کوي چې ګواکې ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب له داعش سره یوځای شوی.
اسلامي امارت د دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوي، ذاکرصاحب د اسلامي امارت د رهبري شورا غړی دی، په ټولو تصامیمو کې ونډه لري او هيڅ داسې څه پيښ شوي نه دي.
دښمن غواړي د داسې آوازو په خپرولو سره مجاهدينو او افغان ولس ته تشویش پيدا کړي او يوډول د داعشي فتنه ګرو لپاره کمپاین په لاره واچوي، مرسته او تبیلغات ورته وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲/۳/۱۴۴۱هـ ق
۸/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/30م

Related posts