نوومبر 15, 2019

اسلام کې له والدینو سره د غوره چال چلند ارزښت

اسلام کې له والدینو سره د غوره چال چلند ارزښت

موسی مهاجر

د ټولنيز ژوند په اړه اسلامي لارښوونې:

د غوره اخلاقو، صله رحمۍ، ترحم، ښېګڼې، نیکي او تقوا له امله انسان انسان شوی او د اشرف المخلوقات لوړ صفت يې خپل کړی دی، اسلام هم د همدې عالي صفاتو لارښوونه کوي، تر څو انسان له روحاني او معنوي ژوند او د انسانیت له ځانګړو صفاتو سره ژوند وکړي او د یوه اخلاقي او مهذب انسان په توګه د ټولنې د یوه بريالي غړي په ډول آرام، سوکاله، خوشحاله او آسوده واوسي.

اسلام د حقونو پرتلې ته په کتلو د نیکي او ښېګڼې وړانديزونه کړي، څنګه چې تر ټولو ډېر حق د مور او پلار دی، اسلام هم له هغوی سره د ښېګڼې، ښو اخلاقو، فرمانبردارۍ او ترحم اوامر کړي دي.

نبی کريم صلی الله علیه وسلم د والدینود حقونواړوند زیات احادیث ویلي، یوه حدیث کې چې حضرت بهز بن حکم له خپل نیکه نه روايت کړی هغه ویلي، قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ أَبَرُّ قَالَ « أُمَّكَ ». قَالَ قُلْتُ ثُمَّ مَنْ قَالَ « أُمَّكَ ». قَالَ قُلْتُ ثُمَّ مَنْ قَالَ « أُمَّكَ ». قَالَ قُلْتُ ثُمَّ مَنْ قَالَ « ثُمَّ أَبَاكَ ثُمَّ الأَقْرَبَ فَالأَقْرَبَ ».

ژباړه: مانبی عليه السلام ته وویل چې اې دالله رسولهﷺ! زه له چاسره نيکي وکړم ؟  نبی عليه السلام راته وویل چې له خپلې مورسره.

نوموړی وايي چې ما بيا ورته وویل چې له دې وروسته بيا له چاسره  ښېګڼه وکړم؟ هغه راته وویل چې له خپلې مور سره .

ماورته وویل چې بیا له چاسره نیکي وکړم ؟ هغه بياراته وویل چې له خپلې مور سره .

ماورته وویل چې بیاله چاسره نيکي وکړم؟ نبی عليه السلام راته وویل چې له خپل پلار سره او له هغه وروسته چي څوک درته نژدې وو، له هغوسره ښه کوه.

په حدیث کې د انسانانو په حقونو کې په پرتله ييزډول لومړۍ درجه د مور او پلار حقونو ته ورکړل شوې، ځکه د الله تعالی تر عبادت وروسته د مقدس شريعت له نظره له مور او پلار سره غوره چال چلند تر ټولوڅیزونو زیات قدر لري، له همدې کبله الله تعالی په قرآن کريم کې له مور اوپلار سره احسان کول تر خپلو حقونو وروسته پيوسته ذکر کړي او د نورو انسانانو تر حقونو یې د هغوی حقونه مخکي کړي، الله تعالی فرمايي: وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا.

ژباړه: ستا رب پرېکړه کړې چې له هغه پرته د بل چاعبادت مه کوئ او له مور او پلار سره نیکي وکړئ او که ستاسو سره هغوی دواړه او يا له هغوی څخه یو بوډا شي، نو هغوی ته «اف» کلمه مه واياست (یعني دا د تکليف او ايلام توری لا مه ورته وایاست، ښکنځل، وهل او ټکول او نور زورول خو یې لرې خبره ده، ) او مه يې په تکليف کې اچوئ، له هغوی سره نرمي خبري وکړئ او هغوی ته د شفقت او عاجزي ترڅنګ خپل سرونه ټيټ کړئ او واياست چې اې الله، لکه څنګه چي هغوی زموږ سره د وړکتوب پر مهال رحم اونرمي کړې، هغسي په هغوی رحم وکړې.

همداراز الله تعالی له خپل شکر څخه وروسته د مور او پلار د شکرانې د ادا کولو حکم کړی: أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ… ژباړه: زماشکر اداکړئ او د خپل مور او پلار شکر ادا کړئ او دا ځکه هم چې له الله تعالی وروسته والدين له اولاد سره تر ټولو ستر احسان کونکي او ډېر نیکي کونکي دي.

همدا ډول حدیثو کې هم د مور او پلار حقونو ته زیات ارزښت ورکړل شوی، یوه حدیث کې تر لمانځه وروسته تر ټولو غوره عمل همدا حقونه بلل شوي دي: عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ قَالَ سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَىُّ الأَعْمَالِ أَفْضَلُ قَالَ « الصَّلاَةُ لِمِيقَاتِهَا ». قُلْتُ ثُمَّ مَاذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ « بِرُّ الْوَالِدَيْنِ ». قُلْتُ ثُمَّ مَاذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ « الْجِهَادُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ».

ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت شوی چې هغه وویل: ما له نبی عليه السلام څخه وپوښتل چې اې د الله رسولهﷺ!په اعمالوکې کوم عمل غوره دی؟ نبی عليه السلام راته وویل چې لمونځ په خپلو وختونوکې اداکول غوره عمل دی.

مابياورته وویل، چې اې د الله رسولهﷺ! بياکوم عمل غوره دی؟ هغه راته وویل چې له مور اوپلار سره نيکي او احسان کول غوره عمل دی.

ماورته وویل، چې بیاکوم عمل غوره دی؟ نبی عليه السلام راته وویل چې د الله تعالی په لاره کې جهاد کول ښه عمل دی.

دلته باید یوه یاونه وکړو چې دغه روايت له نورو روايتونوسره تعارض لري، ځکه په ځینو نورو روايتونوکې نور اعمال غوره بلل شوي، له حضرت ابوذر رضی الله عنه څخه روایت شوی چې« يارسول الله!ایّ عَمَلٍ خَيْرٌ؟» یعنی اې د الله تعالی رسوله صلی الله علیه وسلم! کوم عمل ښه دی؟

نبی عليه السلام  په ځواب کي ورته وویل چې«اَلاِيْمَان بِاللهِ وجِهَادٍ فِی سَبِيْلِ اللهِ» یعنی په الله تعالی باندي ايمان راوړل او د هغه په لار کې جهاد کول يو په بل پسې غوره عملونه دي. د ابوسعيد الخدری رضی الله عنه په روایت کي بيا«رجلٌ يُجَاهِدُ فِی سَبِيلِ اللهِ»يعني د خدای د لاري مجاهد ته غوراوی ورکړل شوی.

ددې تطبيق دادی چې نبی عليه السلام هر پوښتونکي ته د هغه له حال سره مناسب ځواب ورکاوو، د بېلګې په توګه: یو سړی شپه او ورځ لمنځونه کوي او له بله پلوه د جهاد اعلان شوی وي، خو دا سړی د جهاد نوم هم نه اخلي، د پوښتني په ځواب کې یې بايد وویل شي چې جهاد ضروري دی، یو څوک د مور او پلار په حقونو کې  کوتاهي کوي، هغه ته باید د مور او پلار حقونه د غوره اعمالو په توګه یاد شي، په ټوله کې له دې حدیث څخه د مور او پلار د حقونو زیات ارزښت معلومیږي چې د الله تعالی د دوو فرضي عباداتو په منځ کې ځای ورکړل شوی.

له مور او پلار سره نیکي کول جنت ته د ننوتو لاره ده، نبی کریم صلی الله علیه وسلم همدې ټکي ته په یوه حدیث کې اشاره کړې، قَالَ أَبُو الدَّرْدَاءِ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « الْوَالِدُ أَوْسَطُ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ فَإِنْ شِئْتَ فَأَضِعْ ذَلِكَ الْبَابَ أَوِ احْفَظْهُ ».

ژباړه: ابوالدرداء رضی الله عنه وايي چې ما له نبی عليه السلام څخه اوريدلي چې هغه وویل: پلار د جنت منځنۍ دروازه ده، که دي خوښه وي، ضايع  او زيانمنه يې کړه او که دي خوښه وي، نو ساتنه یې وکړه.

د حدیثو شارحین وایي، دې حدیث کې که څه هم د پلار یادونه شوې، خو له والد نه مراد (من له وصف الولادة) دی، یعنی هغه څوک ورڅخه مراد دی چې په هغه کې د پیداکولو صفت موجود وي، د ولادت صفت لکه څنګه چي په پلار کي شته، همداسې په مور کې هم دا صفت موجود دی، نو د والد يادونه په والدې هم دلالت کوي.

په احادیثو کې چې د مور حقونه تر پلار درې ځله زیات بلل شوي، هغه ځکه چې مور د بچي په روزنه او تربيت کې ډېر تکليفونه ګالي، لکه د حمل سختي، د حمل کېښودو سختي او د شيدو ورکولو سختي او داسې نور، کنه په حقونو کې پلار او مور سره مساوي دي، هيڅ توپير يې نشته، البته، پر مور باید ډېر شفقت وشي، نرمي ورسره وشي او له بازاره ډالۍ ورته راوړل شي، ځکه مور په همدې خوښيږي او د پلار باید ډېر درناوی وشي، د راتګ پر مهال باید زوی د احترام په ډول ورته ودریږي، په کارونو کې ورسره مشوره وشي او مشوره یې واخيستل شي او داسې نور…

و باالله توفيق

Related posts