نوومبر 15, 2019

میدان وردګو ولایت، د تعلیم او تربيې کميسیون د ښوونځیو د استاذانو ازموینې ترسره کړې، انځوريز

میدان وردګو ولایت، د تعلیم او تربيې کميسیون د ښوونځیو د استاذانو ازموینې ترسره کړې، انځوريز

د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کميسيون د ولایتي مسئولینو تر څارنې او نظارت لاندې د میدان وردګو ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ښوونځیو د ښوونکو ازموینې واخيستل شوې.

دغه ازموینې چي (۳۰۴۴ ) تنو رسمي معلمینو پکې برخه اخیستې وه، د شنبې په ورځ د صفرالمظفر د میاشتې پر ۶ مه نېټه چې د میزان د میاشتې له ۱۳ مې نېټې سره سمون خوري، پیل شوې او د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۴۱ هـ ق د صفرالمظفر په ۲۵ نېټه لله الحمدپه خیر پای ته ورسېدې.

د ازموينو دا لړۍ د هیواد په نورو ولایتونوکې هم په شفاف ډول روانه ده او د تعلیم اوتربیې د سیمه ییزو مسئولینو او څارونکو لخوا د هر ډول درغلیو مخه نیول شوې ده.

دغه ازموینې په ښوونځیو کې د ښوونکو د ښوونیزو او روزنیزو ظرفيتونو د لوړولو په منظور په ټولو مضامینو کې په تحریري اوتقریري ډول ترسره کیږي.

۲۶-۱۰-۲۰۱۹

Related posts