نوومبر 22, 2019

فراه : پشتکوه کې چاودنو او بریدونو مزدور دښمن ته تلفات اړولي

فراه : پشتکوه کې چاودنو او بریدونو مزدور دښمن ته تلفات اړولي

دفراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ مرکز چې له تېرو ۵۳ ورځو راهیسي دمجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي دی  نن سهار ۱۰ بجې مزدور عسکر اوپولیس په ټانګونو اوشوبلوکې  دولسوالۍ لویدیځ لوري ته راووتل چې دمجاهدینوله لوري ورباندي وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دغرمې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ چې په پایله کې یې دښمن دتلفاتوپه لیدلوسره بیرته دولسوالۍ مرکز ته په ننوتلو مجبورکړی شو

نیم ساعت وروسته  دښمن یوځل بیا دبازار پر طرف راووتل چې  یوه شوبله یې دماین ښکارشوه اوهمداراز په پلي عسکرو هم  وچاودنه ترسره شوي  چې دښمن ته پکې درانه تلفات اوښتي

مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ زیان  نه دی اوښتی

2019/10/23

Related posts