اکتوبر 22, 2019

د اسلامي امارت د جهادي نظم ځانګړتیاوې

د اسلامي امارت د جهادي نظم ځانګړتیاوې

داسې ښکاري لکه الله تعالی چې د کفري نړۍ د معاصرو لویو قدرتونو د زوال د پیل نقطه افغانستان ټاکلی وي. د انګریزانو د قدرت زوال هم له همدې ځایه پیل شو، د شوروي اتحاد زوال هم له همدې ځایه پیل شو، او دا دی ټولې نړۍ ولیدل چې د امریکا په مشرۍ د غربي دولتونو د نظامي قدرت زوال هم له همدې ځایه پيلېږي او تقریبا د غربي ایتلاف ټولو دولتونو لکه امریکا، کاناډا، برتانیې، فرانسې ، ایټالیا، جرمني، هالنډ، هسپانیا، استرالیا او نورو هیوادونو یو په بل پسې خپلې قواوې د اسلامي امارت د مجاهدینو په مقابله کې د جګړې له ډګره و ویستلې او پرته له دې چې په جرأت سره د خپلې ماتې اعلان وکړي بالفعل یې د تېښتې لار ونيوله.

دا چې اسلامي امارت په تېرو دیارلسو کلونوکې څنګه د یوه ستر مجهز او نړیوال پوځي ایتلاف په خلاف خپله جګړه پر مخ یووړه؟ او ځنګه یې د دغه ډول یوه لوی پوځي ځواک په مقابل چې د خارجي او داخلي ګډونوالو شمېر یې تقریباًْ شپږو لکو مسلحو پوځیانو ته رسیدو په خپل صف او خپل ولس کې د مقابلې وړتیا پیدا کړه؟ او څنګه یې له بېلا بېلوداخلي او نړیوالو توطیو سره مقابله وکړه اوخپل صف یې له کمزوري کېدلو او په هغه کې دانشعابونو له رامنځته کېدلو وساته او لا نور یې هم د قوت او انسجام پر لوري سوق کړ؟ د دې هر څه تر شا د الله تعالی تر فضل او نصرت وروسته یو غښتلی، سنجول شوی جهادي نظم وجود لري چې دغه جهادي مقاومت یې له فکري، پوځي، اقتصادي، اداري ، سیاسي، او لوژستیکي اړخونو د دښمن په مقابل کې فعال او د هرې مرحلې له غوښتنو سره سم عیار وساته، او پداسې یوه نامتوازنه جګړه کې یې له مادي لحاظه یو کمزوری او مغلوب قوت بېرته د یوه نړیوال لوی او غالب قوت په مقابله کې د بري او غلبې پر پولو ودراوه.

په مجموع کې د اسلامي امارت د جهادي صف او په هغه کې د جهادي نظم ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

۱- پر شر یعت تمسک او یوازې اسلام د تلقي مصدر ګڼل:

د طالبانو د ټول حرکت او د اسلامي امارت د نظام د قوت مصدر اسلامي شریعت ته د هغه انتساب او د هغه له احکامو سره د ژوند په ټولو ابعادو کې التزام دی. ځکه چې طالبان نه د کوم نړیوال پوځي ځواک له ملاتړه برخمن دي، نه د کوم قوي اقتصاد خاوندان دي، نه یې حرکت او امارت د کوم اوږده سازماني فعالیت په نتیجه کې تشکیل شوی او واک ته رسیدلی، نه کوم نشنلستیک نظر او بنسټ لري چې دیوه خاص قوم مادي قوت دې د دوئ قوت وبلل شي، نه په کوم نړیوال پوځي ايتلاف کې عضویت لري چې د هغه پوځي تړون قوت دې د دوئ قوت وګڼل شي، او نه په پوځي لحاظ کوم داسې منظم په پوځي اصولو روزل شوي او په پرمختللو وسلوسمبال قوت دی چې د خپلې وسلې او خپل پوځي صنعت په زور دې د خپلې بقا او برلاسۍ عوامل برابر کړي. بلکه د طالبانو د حرکت نشأت او د دوئ د نظام د قیام مراحل ټولو په سترګو ولیدل چې یو خودجوشه دیني او افغاني حرکت وو چې مشران یې د پخواني جهاد د فکر او نظر خاوندان علماء او قومندانان ول، او افراد یې د مدارسو کشران طالبان ول چې په یوه قوي دیني شعور او احساس د خپلو مشرانو له حرکت سره یوځای شول او د شلوکلونو په تېریدلو او د مبارزې د بېلابېلو پړاوونو پر وهلو په فکري، سیاسي، اجتماعي او پوځي لحاظ د پخوالي دې حد ته ورسیدل چې په ښه بصیرت، صبر، مېړانه او قوت یې د امریکا په مشرۍ د یوه لوی نړیوال پوځي تړون مقابله وکړه او هغه یې له افغانستانه وتلو ته اړ کړ.

د طالبانو دیني او شرعي حیثیت مسلمان ولس د دوئ ترشا ودراوه، دوئ ته يې یو فداکار، رضاکار اومخلص پوځ په لاس ورکړ، او همدغه دیني حیثیت په دوئ کې په معنوي او رواني لحاظ د مقابلې وړتیا پیدا کړه.

په شریعت باندې په هر حالت کې تمسک او د هغه پر اساس د نظام جوړول او له نا اسلامي نظریاتو سره پیوند نه اخیستل او د شریعت په مقابل کې وضعي قوانین ردول هغه ځانګړتیاوې دي چې د طالبانو حرکت او اسلامي امارت یې د نړۍ د مسلمانانو په سترګو کې د یوه داسې اصیل اسلامي بهیر په حیث وځلول چې د معاصرې نړۍ د کفري نظامونو له تأثیراتو خلاص او د اسلامي ویښتابه یوه داسې نمونه يې ورڅخه جوړه کړه چې د نورو ولسونو لپاره د اسلام لپاره د پوځي او سیاسي فعالیت یوه ښه نمونه او سرمشق وګرځېدل.

د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې په اسلامي نړۍ کې ډیر نهضتونه او حرکتونه په اسلامي نومونو جوړ شول خو دغو حرکتونو د وخت له تېرېدلو سره خپل خالص اسلامي مصداقیت ونه ساتلی شو، بلکه په یوه او بل ډول یې له نورو مفکورو لکه کمونیزم ، دیموکراسۍ ، نشنلیزم، او نورو نظریاتو سره په فکري، سیاسي، اقتصادي او یا نظامي ډګرونو کې پیوند واخیست، او پدې کار سره یې د مسلمانانو اعتماد هم له لاسه ورکړ، او خپل ځان یې هم هماغو پردیو نظریاتو ته وربایلود چې په پای کې یا دیموکرات او غرب پلوي او یا هم نور نشلست او منحرف تنظیمونه او احزاب ورڅخه جوړ شول.

د طالبانو د قوت او عافیت راز په همدې کې دی چې پر خالص اسلام متمسک پاتې شي، په هېڅ شکل له بل چا سره پیوند وانخلي، او دسیاسي او مادي امتیازاتو په بدل کې له خپلو هغو اسلامي اصولو اوتکلارو تېر نه شي د کومو لپاره یې تر اوسه په لسګونو زره شهیدان ورکړي دي. او که چېرې دوئ هم له نورو افکارو او سیاستونوسره پیوند واخلي نو برخلیک به یې په یقیني ډول د هغو اسلام ته منسوبو احزابو په څېر وي چې نن د دیموکراسۍ په چوکاټ کې له سیکولرو احزابو سره په ایتلافونو کې ورګډ دي، او د داسې حکومتونو برخه دي چې د جهاد او مجاهدینو په خلاف یې په ټوله اسلامي نړۍ کې علني جګړه اعلان کړې ده.

۲ – په جهادي حل باندې باور لرل او له دښمن سره د جوړجاړي نه کول:

د طالبانو د حرکت او د اسلامي امارت د نظام یوه بله ځانګړتیا دا ده چې د واقعي تبدیلۍ لپاره دعلو او دعوت تر څنګ په جهادي حل باندې باور لري، او پدې لار کې يې نه تر اوسه له ځانه سستي ښکاره کړې، او نه یې له دښمن سره جوړجاړی کړی دی.

طالبانو ته په اسلامي نړۍ کې د معاصرو اسلامي تنظیمونو او حرکتونو له ناکامو تجربو دا ورښکاره شوې چې تر څو واک او نظام د صالحو خلکو لاس ته نه وي ورلویدلی او حکومتونه پر اسلام نه وي درېدلي، نو مثبته تبديلي نه راځي. همدغه تګلاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت او د واقعي بدلونونو د سترو رهبرانو له کړو هم ثابتیږي . په تقریباً تېرې یوې پېړۍ کې ډیرو حرکتونو او تنظیمونو له مسلح جهاده ليرې د فکر، دعوت، سیاست، تعلیم، او اقتصادي اصلاح له لارې د بدلونونو هڅې وکړې، احزاب یې تشکیل کړل، په میلیونونو اتباع یې په کار واچول، په ډیموکراسۍ ورګډ شول، له سیکولرو احزابو او حاکمو غرب پلوو او شرق پلوو ګوندونو سره یې ایتلافونه وکړل، او په میلیاردونو ډالر او په لسګونو کلونوعمرونه یې مصرف کړل، خو هېڅکله یې نه په ولسونوکې اصلاح راوسته، او نه یې نظامونه تبديل کړای شول، بلکه په خپله یې هم د سیکرلریزم او دیموکراسۍ نم کش کړ، او دا ځکه چې دوئ له زورواکو، مستبدو، پردي پالو او تحمیلي نظامونو په عذرونو، زاریو او نصیحتونو تبدیلي او اصلاح غوښتله پداسې حال کې د زورواکۍ، استبداد او پردي پالنې په منطق کې سوله ییزو او نرمو وسائلو ته ځای نشته، ځکه چې هغوئ یوازې د زور په ژبه پوهېږي او بس.

طالبان که څه هم چې په فکري لحاظ داستاذ سیدقطب د فکر وارثان نه دي خو په عملي ډګر کې يې د هغه دا نظریه په ډېر ښه ډول عملي کړه چې موجوده مفسد او جاهلي نظامونه په پیوندکارۍ او د هغو په چوکاټ په اصلاحي دعوت او کار نه اصلاح کېږي، بلکه دغه مفسد او جاهلي نظامونه باید له بېخه ونړول شي، خاوري او خځلې یې لیرې وغورځول شي، او پر ځای یې له سره پر اسلامي بنسټونو او د اسلامي عقیدې او تصور په رڼا کې نوي نظامونه جوړ شي. ځکه چې دغه نظامونه په هېڅ حالت کې اصلاح منونکي او شریعت ته تسلیمیدونکي نه دي.

طالبانو هم د بدلون لپاره د دعوت او جهاد فطري او نبوي لاره ونیوله چې نه یې له داخلي مفسدو او سیکولرو جهتونو سره جوړ جاړی وکړ، او نه یې د امریکا په مشرۍ نړیوال سرتمبه صلیبي ایتلاف ته سر ټیټ کړ. نه یې له خپلو اصولو تنازل وکړ، او نه یې له دښمن سره د خپلو اصولو او تګلارو په قیمت سوله وکړه. هماغه وو چې الله تعالی یې په هڅو او جهاد کې برکت واچاوه، او داسې دښمن ته یې ماتې ورکړه چې ټوله نړۍ ورڅخه په وېره کې وه. د طالبانو دغه ډول سیاسې او عسکري فهم دا ثابته کړه چې د مدرسی، منبر او محراب د بچیانو فهم د هغو پردي پالو او سیکولرو اشخاصو او جهتونو تر فهم ډېر پوخ دی چې ځانونو ته (روښانفکران) وایي خو په حقیقت کې د غرب دکفري نظریاتو په تیارو کې ورک او د خپل امت له ارمانونو څخه پردي شوي دي.

د دعوت او جهاد پر نبوي منهج ټینګ پاتې کېدل، او دامت ځوانان د آزادۍ او اسلامپالنې لارې ته سوق کول د طالبانو او اسلامي امارت یوه بله ځانګړتیاده چې نور ډیر جهادي حرکتونه به يې د خپلې مبارزې لپاره سرمشق وګرځوي. ځکه چې د همدغې لارې افادیت د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو کې هم په عملي ډول ثابت شو او د ډېرو طاغوتي نظامونو د قدرت ستنې یې ور ولړزولې.

۳ – پراخه غېږ او د شخصیت محورۍ او خاندان محورۍ نشتوالی:

د طالبانو د حرکت او داسلامي امارت د نظم یوه بله ځانګړتیا دا ده چې دا جریان په یوه خاص توکم، قوم او سیمې پورې خاص نه دی، او نه هم پدې جریان کې څو داسې خاصې کورنۍ شته چې هماغه دې د قدرت محور وي او دې ټول ثانوي او فرعي حيثيت ولري.

د طالبانو په حرکت او داسلامي امارت په نظام کې پښتانه، تاجک، بلوڅ، ازبک، نورستانیان، پشه یان او د نورو قومونو خلک وجود لري چې دې ځانګړتیا دغه جریان په طبیعي او اصلي ډول د افغانستان ټولو سیمو ته غځولی دی.

په تېرو څو لسيزو کې د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې ډېر منظم اسلامي حرکتونه او احزاب موجود ول، خو د وخت په تېرېدلو پر اصولو او اسلامي فکر د ټینګ پاتې کېدلو پر ځای د شخصیت محورۍ او خاندان محورۍ پر لوري لاړل، چې پدې کار سره یې په پرګنو کې خپل پراخ نفوذ او ډیر ملاتړي له لاسه ورکړل، او تنظیمونه یوازې په یو څو شخصیتونو او څو خاصو کورنیوکې منحصر پاتې شول چې واضح مثالونه یې زموږ د پخواني جهاد د وخت تنظيمونه او په ګاونډیو هېوادونو کې ځینې اسلامي احزاب دي.

خو طالبانو پدې مجال کې له پوره هوښیارتیا کار واخیست، او کله یې هم ځان په یوه خاص قوم او یا يو څو خاصو کورنیو کې منحصر نه کړ، بلکه هر هغه چا ته یې په ځپل صف کې د کار او جهاد کولو لار خلاصه پرېښوده چې د کار وړتیا او د جهاد عزم او توانایې یې درلوده. نو ځکه خو هېڅکله او په هېح ځای کې پدې خطرناکې اوږدې جګړې کې چې د امریکا او اروپا په خلاف یې دا څوارلس کاله وکړه د بشری قوي له کمښت سره مخامخ نشول ، بلکه که هر څومره ډېر مجاهدین او مشران یې اسيران او يا شهیدان شول تر هغو نور ډیر د جګړې ډګرته راغلل، او کله هم له بدخشانه نیولې تر هلمنده، او له هراته نیولې تر ننګرهاره پدې صف کې تشه احساس نشوه. او دا ځکه چې پدې صف کې هر چاته خپل ځان (اصلي) ښکاري، او دا تصور له هېچا سره نشته چې یوه طائفه خلک دي ورکې (اصل) او نور دې ورکې (فرع) وي.

۴ – د انشعابونو او انشقاقونو نه شتون :

په هغو حرکتونو او تنظیمونو کې چې د افکارو او نظر یاتو پر ځای شخصیتونو باندې ډېر تمرکز کېږي، او د قیادت خلک پداسې حال کې په منصبونو پورې نښتي وي چې اتباع یې د قربانۍ ډګرونو ته ورټېل وهل کېږي کینې او کدورتونه ډېر رامنځته کېږي چې عواقب یې د انشعابونو او اختلافاتو په شکل کې راڅرګندېږي. خو په هغو حرکتونوکې چې تمرکز ورکې پر عقائدو او نظریاتو وي، او قیادتونه په خپله د قربانیو ډګرونو ته له افرادو سره یو ځای ورځي دغه ډول تجربې ډېرې نه پېښیږي.

دطالبانو صف هم همداسې دی چې قیادتونه ورکې په خپله د قربانۍ ډګرته وردرومي. او همدغه وجه چې د دوئ تقریبا اتیا فیصده قیادتونه داسې دي چې یا یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي، یا یې د کورنۍ افراد شهیدان شوي، او یا یې هم په کلونو کلونو د زندان تیارې لیدلې دي. نو کله چې اتباع خپل مشران پدغه ډول حالت کې ګوري د هغوئ اعتماد لا نور هم ورباندې زیاتېږي.

د طالب په صف کې مشر کېدل یو غنیمت او منصب نه بلکه د مرګ او د زندان خولې ته د ځان د وربرابرولو په معنی ده.نو ځکه خو دلته مشرۍ ته یوازې هغه خلک ځان ټینګوي چې له ژوند، خوندونو او راحت سره یې خدای پاماني کړې وي. او کله چې وضعیت دغه ډول وي نو بیابه   ولې دمنصبونو او مشرۍ لپاره انشعاب رامنځته کېږي؟

په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو دښمنانو ډېرې هلې ځلې وکړې چې طالبان په څو ډلو وویشي، خو یوه هڅه یې هم بریالۍ نشوه. د صف د دې وحدت نتیجه دا راووته چې په مادي او پوځي لحاظ یوه کمزوري جهت چې یوازې یو څو زره مجاهدین یې درلودل داسې یوه نړیوال پوځي تړون ته ماتې ورکړه چې د داخلي او خارجي ګډونوالو شمېر یې تقریبا شپږو لکو مسلحو پوځیانو ته رسېده.

د طالب صف به هغه وخت ټوټه کېږي چې پدې صف کې قومي، مذهبي او د مادیاتو پر سر کشمکشونه پیدا شي، او تر جهادي روحيې زیاتره پر سیاسي روحیې ارتکاز وکړي.

۵- د سياسي او پوځي فعاليتوتونو اسلامي ماهيت ته التزام:

د طالبانو په سياسي او پوځي فعاليتونو کې اسلامي ماهيت ته التزام د دوئ يوه بله ځانګړتيا ده او هغه پدې معنی چې لکه څنګه چې دوئ په عدلي، حقوقي،اخلاقي او ټولنيزو تعاملاتو کې اسلامي معيارونه خپل کړي همدارنګه يې په سياست او پوځي فعاليتونو کې هم تر اوسه اسلامي اصولو او معيارونو ته التزام ښودلی دی ، او د امريکا او غربي ټلوالې په خلاف يې خپله روانه جګړه هم له پيله تر پايه د يوې ديني او مشروعې جګړې په حيث روانه کړې ده. طالبانو خپله جګړه نه د سياست لپاره وبلله، نه یې هغې ته قومي رنګ ورکړ، که یې له چا سره سياسي تعامل وکړ هم نو د دين په اساس يې وکړ، او که د جګړې پر مشروعيت باندې خپل ولس او نورو خلکو د قناعت ورکولو لپاره دلائل وړاندې کړي نو بيا یې هم دين د مشروعيت بنياد ګرځولی دی.

دطالبانو په جهادي بهير کې دجګړې دمشروعيت دلائل، دجګړې لپاره روحيه او انګېزه، سياسي او فکري ادبيات او له دښمن سره تعامل او تقريبا هر څه پر ديني اساساتو ولاړ دي. نو ځکه دوئ وکولای شول چې دي ته د همدغه قوي او عملي نسبت په برکت هم په خپل ولس کې په لسګونو زره مجاهد او شهادت غوښتونکي ځوانان له ځانه سره ملګري کړي، او هم د ټول اسلامي امت په سطحه د مسلمانانو عواطف، دعاګانې او مادي او معنوي مرستې له ځانه سره ولري.

د روسانو او کمونيزم په مقابل کې چې زموږ جهادي صف ترڅو پر ديني بنسټونو ولاړ وو نو مسلمانانو یې جګړه اسلامي جهاد باله او هر ډول مرستې يې ورسره کولې، خو کله چې د جهادي صف مشرانو په خپلو غلطو سياستونو،فيصلو او اقداماتو د صف ديني حيثيت ور ختم کړ او د خپلو شخصي اهدافو او غوښتنو د تحقق په خاطر يې له اسلام دښمنو کړيو او دولتونو سره روابط ټينګ کړل نو نه يوازې دا چې الله تعالی هغوئ د اسلامي نظام د اقامه کولو له عزته محروم کړل بلکه پخپله هماغه مشران او د هغوئ ډلې هم د مافيايي، ملېشه يي، سيکولرو او غرب پلوو ډلو ټپلو په حيث د اسلام د دښنانو په صف کې ودرېدل، او په ډېرې بې شرمۍ يې د امريکايي يرغل په خلاف د راپورته شويو مجاهدينو په خلاف د صليبي ايتلاف ملګرتيا وکړه، او د هغوئ د اهدافو لپاره د اوزارو په حيث استعمال شول.

۶-دجګړې په دوران کې دټول هېواد لپاره د ملکي او نظامي تشکيلاتو لرل:

د طالبانو دټول بهير د جهادي نظم يوه بله تر ټولو مهمه ځانګړتيا داده چې جګړه ييز حالات ورڅخه په انارشۍ او بې نظمۍ بدل نشول، او د تل لپاره يې جګړه منظمه او په خپلو سيمو کې جګړه ييز وضعيت او حالات په خپل کنترول کې وساتل.

طالبانو اجازه ورنکړه چې له جګړه ييزو حالاتو څخه په استفاده دې په ولس کې غير مسؤوله ډلې ټپلې او خپلسري ټوپکوال سر راپورته کړي،بلکه د جګړې له پر مخ بيولو سره سره يې د خپلو سيمو ټول ملکي او نظامي وضعيت د منظمو تشکيلاتو په چوکاټ کې منضبط کړ. هغوئ د ټولو ولاياتو لپاره واليان،ولسوالان،عدلي او قضايي مسؤولين، نظامي قومندانان، د ډلګيو مشران او د چارو د څارنې لپاره د قيادت له طرفه د څارنې سيار کميسيونونه وټاکل چې پدې کار سره يې له يوې خوا جګړه ييز حالت منظم کړ، او له بلې خوا يې په ولس کې د بې نظمۍ ، بې عدالتيو او د غير مسؤولو ډلو او ټوپکوالو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړ.

له همدې امله خو په آزادو سيمو کې امنيت او د عدالت تأمين دهغو سيمو په نسبت ډېر قوي دی چې د امريکايي پلو ي حکومت تر تسلط لاندې دي، او دهمدې امتياز له امله دولس عام خلک خپلې عدلي او قضايي قضيي د دولت پر ځای د طالبانو محاکمو ته راجع کوي.

د طالبانو ادارې او محاکم که څه هم چې د بېلابېلو مشکلاتو له امله مثالي ادارې ندي خو په هر حالت کې یې وضعيت دامريکايي پلوي حکومت تر ادارو او محاکمو غوره دی.

د طالبانو بهير د بل هر اسلامي بهير په څېر يو د انسانانو بهير دی چې د ځانګړتياوو او کمالونو تر څنګ نيمګړتياوې هم لري چې په نورو ځانګړو ليکنو کې به يې يادې کړو،خو دا يو منل شوی حقيقت دی چې طالبانو په خارق العاده ډول د نړيوال زبرځواک مقابله په پوره تدبير او مېړانې وکړه، او او د نړۍ ډېرو ولسونو ته يې د طاغوتانو په خلاف د پاڅون او مقابلې الهام ور وباښه.

Related posts