نوومبر 15, 2019

زابل ولایت کې د ۱۱ دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

زابل ولایت کې د ۱۱ دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

د زابل ولایت په نوبهار، شاجوی، شملزو، مرکزقلات او ارغنداب ولسوالیو کې د ۱۱ بابه دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په دې ترڅ کې مهمې غونډې هم ترسره شوې.

په ۱۰- ۲- ۱۴۴۱ نېټه ددې ولایت د نوبهار ولسوالۍ اړوند د شهاک په کلي کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ریاض العلوم په نامه دیوې دیني مدرسې دبنسټ ډبره کيښودل شوه، همداراز د یادې ولسوالۍ د معافانو په کلي  کې د يوې غونډې په ترڅ کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د شاجوی ولسوالۍ اړوند د ملامحمد علي په کلي کې هم د یوې غونډې  په ترڅ کې د ضیاءالمدارس مدرسې  د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په دې برسېره د جعفرو په کلي کې د خديجة الکبری په نوم د بناتو د مدرسې تاسيس پيل شو، ددې ولسوالۍ په سلطان شاه کلا کې د دارالعلوم محمودیه په نوم د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په ورته مهال د یاد ولایت د شملزو ولسوالۍ اړوند په ږيڅ سیمه کې د منبع العلوم په نوم مدرسه پرانیستل شوه.

د مرکز قلات د لوړو باکورزو په کلي کې د یوې  غونډې په ترڅ کې د عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه په نوم د مدرسې د تاسيس چارې پيل شوې او  د مرکز قلات د کښته باکورزو په کلي کې د یوې  غونډې په ترڅ کې د ابوهریره رضی الله عنه د مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

همداراز د قلات د خوازو په کلي کې د یوې غونډې  په ترڅ کې د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه د مدرسې تعميراتي چارې پيل شوې، د قلات په خان کلي کې د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په نوم د مدرسې ودانيز کار پيل شو، د قلات د زافر خیلو په کلي کې د یوې غونډې په ترڅ کې د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه په نوم د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

همداراز د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سیمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خیرالمدارس په نوم د مدرسې د تاسيس چارې پيل شوې.

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د سرخوګان په کلي کې د احسن العلوم مدرسې   افتتاح وشوه، د همدې ولسوالۍ د پرلو خيلو په کلي کې یوه نهاریه مدرسه افتتاح شوه.

ددې ولسوالۍ د خاکي د کلي په دارالعلوم ابوبکرصدیق رضی الله عنه کې د نهاریه مدرسې ترتیب برابرشو، دې ته ورته دیادې ولسوالۍ په تعلیم القرآن مدرسه کې د نهاریه مدرسې ترتیب برابر کړای شو.

په ټولو پرانیستل شويو مدارسو د پوهنې د مسئولینوله خوا تعلیمي مواد وویشل شول.

د نویو مدارسو د جوړیدو لومړني مصارف د اسلامي امارت تعلیم او تربيې کميسیون له لوري ورکول کېږي، پاته نور مصارف يې ځايي خلکو پرغاړه واخیستل.

۲۱-۱۰-۲۰۱۹

Related posts