نوومبر 15, 2019

کندز: امام صاحب کې د ګډ دښمن ۴ ټانکونه تخریب، ګڼ اشغالګر او ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

کندز: امام صاحب کې د ګډ دښمن ۴ ټانکونه تخریب، ګڼ اشغالګر او ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام نن مجاهدینو د کندز ولایت، امام صاحب ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په قوه ځپونکي بریدونه ترسره کړل. دغه بریدونه د ملا افغان، تاشګذر او اسماعیل قشلاق سیمو کې د سپکو او درنو وسلو په مټ ترسره شوي او تر څنګ یې په دښمن  د ځمکنیو ماینونودرنې چاودنې هم شوې دي.

له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې دغو بریدونو کې د امریکایي اشغالګرو ۱ ټانک په هشتاد دو ویشتل شوی، ۱ د امریکایانو او ۲ د کورنیو مزدورو عسکرو ټانکونه د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې ویجاړ شوي او پکې سپرو اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې برسېره په لیزري وسلو سمبالو مجاهدینو یو جلا برید کې ۲ نور اشغالګر هم ویشتلي دي او لا په سیمه کې په ګډ دښمن ځپونکي بریدونه دوام لري.

2019/10/21

Related posts