نوومبر 22, 2019

بدخشان: تګاب کشم کې د دعوت او ارشاد غونډه وشوه

بدخشان: تګاب کشم کې د دعوت او ارشاد غونډه وشوه

پرون د بدخشان ولایت، تګاب کشم ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا غونډه ترسره شوه، دغې غونډې ته د سیمې ګڼ شمېر علماء کرام، قومي مخور او اولسي خلک راغلي ول. غونډې ته په خپل وار وینا والو د نبوي سنتو د را ژوندي کول، د خپلو اولادونو په اسلامي چوکاټ کې روزلو، د مدارسو او مساجدو د ابادولو او پاللو، د مزدور دښمن له لیکو د ځوانانو را ایستلو او نورو موضوعاتو باندې ګټوري ویناوې وکړې.

د سیمې د خلکو لخوا د یاد کمیسیون د اصلاحي هڅو هرکلی وشو او غونډه د وروستۍ دعاء په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

2019/10/20

Related posts