نوومبر 20, 2019

جګړه او دیپلوماسي؛ دوه غبرګې پرمختیاوې

جګړه او دیپلوماسي؛ دوه غبرګې پرمختیاوې

د مورچل مجلې سرمقاله:

له امریکا سره دمذاکراتو وقفې د سولې ضد ذهنیتونو ته هم یوه لنډه وقفه ورکړه اوله هغه حالته راووتل چې نږدې وه هر یویې ځان وژنه وکړي، له دغې وقفې سره دوی له دغه حالته راووتل او یوڅه ساه یې واخیسته.
دغو ذهنیتونو چې په سر کې یې د کابل ادارې چارواکي دي هم مهاله داسې ګڼله چې دهیواد داشغال دخاتمې اوخپلواکۍ جذبه به نوره سړه شي اواسلامي امارت به دناهیلۍ ښکار شي، داخو رښتیاهم حقیقت دی چې دهر هیوادوال زړه په دې خپه و چې نه باید جګړې ته ترجیح ورکړل شوې وای، خو اسلامي امارت چې له دښمن سره یې په لوړ موقف مذاکرات روان و، هیڅکله د ناهیلۍ ښکار نه شو او په ډېره ځیرکتیایې د بریالۍ دیپلوماسي هڅې پیل کړې، ځینو مطرحو قوتونو اودسیمې هیوادونو ته یې سفرونه وکړل .
روسیې چین او دسیمې هیوادونوته داسلامي امارت د سیاسي دفتر دغړو سفرونه ډېر کامیاب او خورا مؤثر دي، وروستۍ نښې نښانې داسې ښيي چې د مذاکراتو د بهیر په درولو امریکايي لوری ډېر پښېمانه او په زیان کې دی، همدا لامل دی چې په داسې هڅو یې پيل کړی چې په پرده او عزت کې دخبرو په ټپه ولاړ حالت بېرته روان کړي .
له دې سره په څنګ کې دجګړې په ډګر کې داسلامي امارت لاسته راوړنې ورځ تربلې زیاتې شوې په تېره دهیواد په شمال، شمال ختیځ، ختیځ، جنوب ختیځو او جنوب لویدیځو محاذونو کې یې خورا پرمختګونه کړي، یواځې دسبتمبر په میاشت کې یې لسو ولسوالیوته سقوط ورکړی چې په دې لړ کې د تخار ولایت د چاه آب، خواجه غار، بهارک او درقد ولسوالۍ د فراه ولایت د بالابلوک، اناردرې ولسوالۍ د فاریاب په ولایت کې د قرمقل، قرغان د بغلان ولایت د ګذرګاه او د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ یادولی شو.
په یو مهال جګړه اودیپلوماسي دومره حد ته رسول داسلامي امارت لوړ صلاحیتونه او وړتیاوې په ګوته کوي اوښيي چې په وړاندې یې په افغانستان کې نه جګړه او نه بله بهرنۍ سیاسي پروسه کامېدلای شي، داشغال خاتمه او بین الافغاني تفاهم زمونږ دجګړې او دیپلوماسۍ اساسي او محوري ټکي دي اوهمدا دافغانستان دقضیې دحل یواځینۍ نسخه بولو.
دافغانستان دټول ولس او هرې طبقې د زړه اواز همدا دی، اسلامي امارت دافغانستان د ولس دارادو تمثیل کوي او دهمدغې ولسي پشتوانې په مټ د دومره سترو دسیسو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي .

Related posts