نوومبر 21, 2019

بغلان: پلخمري کې ګډ دښمن په ۴ کلیو چاپه کې خلک ځورولي او کورونه تخریب کړي

بغلان: پلخمري کې ګډ دښمن په ۴ کلیو چاپه کې خلک ځورولي او کورونه تخریب کړي

له تېرې شپې راپه دیخوا مجاهدینو په هغو مزدورو عسکرو بریدونه جاري ساتلي چې د بغلان ولایت، پلخمري ښار دویمي حوزې اړوند حاجي قربان علي، حسین خیلو، زمانخیلو او خوږیاڼو کې یې د مجاهدینو مفتوحې ساحې ته د ننوتلو هڅه کوله. دغو ګوډاګیانو چې د اشغالګرو الوتکو یې هم مرسته کوله د خوږیاڼو کلي کې د ۲ کورونو دروازې الوزولې او سیمه کې یې وحشت ترسره کړی.

همداراز د عرب تپې سیمه کې هم وحشي دښمن اولسي خلک له کورونو را ایستلي او سخت یې ځورولي دي.

د تلو پر مهال پرې د مجاهدینو لخوا ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی، مزدور دښمن ته یې مرګ ژوبله اړولې، چې د بدن غړي یې د چاودنې پر ځای موندل شوې دي، خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/10/17

Related posts