نوومبر 15, 2019

د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو راپور یو اړخیز دی او هڅه شوې چې امریکایانو ته برأت ورکړل شي

د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو راپور یو اړخیز دی او هڅه شوې چې امریکایانو ته برأت ورکړل شي

نن په افغانستان کې د ملګرو ملتو ماموریت یوناما د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ، په راپور کې بیا هم هڅه شوې چې د ملکي خلکو په نښه کولو او تلفاتو کې د مجاهدینو ونډه زیاته وښودل شي.
موږ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ناقص او یو لوریز بولو او ردوو يې.
په هیواد کې د ملکي تلفاتو عمده او اصلي عاملین امریکايي اشغالګر عسکر دي چې هره ورځ په هیواد کې ملکي خلک، کورونه، بازارونه او تأسیسات په نښه کوي، بمبارونه کوي او د خلکو په شخصي حریمونو په توره شپه کې چاپې وهي.
د غربي رسنیو د راپورونو په اساس په تیره میاشت کې د امریکايي الوتکو لخوا د افغانستان په کلیو، بانډو او ګڼ میشتو سیمو باندې ۹۴۸ بمونه اورول شوي، دا پخپله څرګندوي چې د دغو بمونو په پایله کې به په عامو خلکو څه پيښ شوي وي؟
خو د دې لپاره چې یوناما د امریکایانو تر فشار لاندې ده، هڅه کوي د ملکي تلفاتو په قضیه کې بې پریتوب له پامه وغورځوي او د امریکایانو په ورځنیو او مکررو جنایاتو پرده واچوي.
داچې یوناما پخپله وايي د ملکي تلفاتو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی، علت يې دادی چې امریکايي بمبارونه او په ملکي کورونو چاپې وهل ډير شوي دي.
په هیواد کې د ملکي تلفاتو لومړی درجه عامل امریکايي اشغال دي، په دوهمه درجه کې د کابل ادارې د صفریک، صفردو، کمانډو، ضربتي او په نورو مختلفو نومو عسکر دي چې د خلکو د وژنې لپاره په وحشي ډول روزل شوي.
همدا ډول د کابل ادارې عسکر، اربکیان او پولیس په کلیو او کورونو باندې ړانده توغندي ولي چې عام خلک په کې شهیدان او ټپیان کیږي.
متأسفانه چې د ملکي تلفاتو په اړه رسنۍ هم هڅه کوي چې د امریکایانو او د کابل ادارې لخوا د خلکو د وژنو موضوع تر ډیره په دقیق ډول خپره نشي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۲/۱۴۴۱هـ ق
۲۵/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/17م

Related posts