نوومبر 21, 2019

دایکنډي : ګیزاب کې دمزدور دښمن ۲۸ پوستې فتح ګڼ عسکر مړه اوژوبل زیات شمېر وسلې اومهمات نیول شوي

دایکنډي : ګیزاب کې دمزدور دښمن ۲۸ پوستې فتح ګڼ عسکر مړه اوژوبل زیات شمېر وسلې اومهمات نیول شوي

ددایکنډي ولایت  دګیزاب ولسوالۍ  دمرکز شیخ  سنګ په سیمه کې  بیګاه شپه  داسلامي امارت مجاهدینو  دمزدور دښمن پر دفاعي پوستو  پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل

بریدونه چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي په پایله کې یې  ددښمن ۲۸ پوستې په بشپړه توګه  فتح  او پراخه سیمه  دمجاهدینولاس ته ورغله  چې  له امله یې  په  دښمن  دمحاصرې کړۍ نوره هم راتنګه  شوي

همداراز  ددښمن ۷ تنه ګوډاګي وژل شوي عسکر دجګړې په ډګر پاتي شوي او ځیني نور یې لاهم  تر خاورو خزلو لاندي دي

له دښمن څخه  ۱۲ عرادي موټرسایکلونه ، ۲ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، یو کارمولي ټوپک ، یو وسط هاوان ، ۲ کلاشینکوفونه ، یوه  کوچنۍ مخابره ، ۱۲۰۰۰  مرمۍ  اوونور مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي دي

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

د یادونې ده چې له تیرو (۱۷) ورځو راهیسي د یادي ولسوالۍ پر مرکز مجاهدینو د محاصرې کړۍ را تنګه کړې، او مزدور دښمن خورا د سخطي وار خطایي په حالت کې قرار لري، چې تر دې وړاندي یې هم (۹) پوستې (۱۱) مرکزونه فتح شوي وو.

2019/10/17

Related posts