نوومبر 15, 2019

جاپان، د سمندري توپان له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی

جاپان، د سمندري توپان له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی

جاپان کې د سمندري توپان له امله چې دغه هیواد يې سخت وځپلو، د وژل شویو کسانوشمېره نن سې شنبه ۶۶ تنو ته لوړه شوې او زرګونه کورنۍ له اوبو او برېښنا بې برخې پاته دي.

د هاګيبيس سمندري توپان درې ورځې وړاندې د جاپان مرکزي او ختيځې سیمې سختې وځپلې، پراخې ساحې یې په اوبو کې ډوبې کړې، ميليونونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل او له نیم ميلیون کورونو يې برېښنا غوڅه کړه.

د جاپان رسمي خبري شبکې وايي، اوس هم  ۱۳۸ زره کورونه بې اوبو او ۲۴ زره یې بې برېښنا دي.

د توپان له امله پراخ ویجاړی رامنځ ته شوی او زرګونه کورونه يې زیانمن او ويجاړ کړي دي.

د پلټنې او ژغورنې ۱۱۰ زره کسان چې پوځ، پولیس، ساحل ساتونکي او د اطفائيې کارکونکي په کې شامل دي، د ژغورنې عملیات پر مخ بیایي.

د اين ايچ کې خبري شبکه وايي، په دې سمندري توپان کې ۲۱۳ کسان ژوبل شوي او لا هم ۱۵ کسان بې درکه دي.

تراوسه د اوښتو مالي او ځاني تلفاتو اندازه څرګنده شوې نه ده، خو داسې اټکل دی چې زیانونه به ډېر وي.

احمد ظريف

Related posts