نوومبر 22, 2019

لوګر: برکي برک کې ګډ دښمن ګڼ اولسي کورونه وران او ښوونځی په بمونو الوزولی

لوګر: برکي برک کې ګډ دښمن ګڼ اولسي کورونه وران او ښوونځی په بمونو الوزولی

تیره شپه خارجي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیو عسکرو په ملتیا د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند، څلوزیو سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو چاپه کې ګڼې دروازې په بمونو الوزولې، د تالاشۍ په پلمه په زور د اولسي خلکو کورونه ته ننوتلي، ټول قیمتي شته یې لوټ کړي، د شخصي اموالو او وسائطو په سوځولو سره یې غریب اولس ته دروند مالي زیان اړولی، د کلیوال ښوونځي دیوالونه یې په بمونو الوزولي او وران کړي، د ښوونځي کارتینر ته یې اور اچولی او د تلو پر وخت یې ګڼ کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

2019/10/15

Related posts