نوومبر 22, 2019

بغلان، پلخمري ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسئولینو مهمه ښوونيزه غونډه وکړه

بغلان، پلخمري ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسئولینو مهمه ښوونيزه غونډه وکړه

د بغلان ولایت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون ځایي مسئولینو د پلخمري ولسوالۍ اړوند د قلعه خواجه سیمه کې د ښوونيزو چارو د پرمختګ په موخه مهمه ناسته وکړه.

غونډې ته د یادې ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو مهتممین، مديران، علماء کرام او پوهان رابلل شوي وو.

ګډونوالو ته د پوهنې مسئولینو او د مرکزي کمیسیون راغلي هیئت ویناوې وکړې، د پوهنې پر ارتقاء او پرمختګ يې ټینګار وکړ، له علماء کرامو او استاذانو يې غوښتنه وکړه چې د ولس بچیان په سالمه دیني او عصري زده کړو سمبال او ټولنې ته وړاندې کړي.

د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې د ښوونيزو لایحو او اصولو د پلي کولو په اړه ځانګړې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په ترڅ کې د سیمې یوه تن جید عالم، د یوې لیسې مدير او د  سیمې یوه قومي مشر د نورو په نمائنده ګۍ ویناوې وکړې او حاضرین يې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل او مسئولینو ته يې ډاډ ورکړ چې ټول اصول به په خپلو ښوونځيو کې پلي کوي، دوی د اسلامي امارت د پوهنې له مسوولینوڅخه مننه وکړه چې د دوی ستونزې د شریعت په رڼا کې حل کوي.

۱۴/۱۰/۲۰۱۹

Related posts