نوومبر 20, 2019

هېواد بهرنيو اشغالګرو ته اړتیا نه لري!

هېواد بهرنيو اشغالګرو ته اړتیا نه لري!

د ورځي خبره:

د کابل ادارې د مشر ویاند له هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو د دریځ د تکرار په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان لا هم د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اړتیا لري. ویاند زیاته کړې چې بهرني ځواکونه باید تر هغو جګړه روانه وساتي تر څو امریکا او افغانستان ته ’متوجه ګواښونه‘ ختم شي.
د کابل ادارې مطبوعاتي چارواکي هر ځل له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د خبرو د ګرمېدو پر مهال عمومًا همدا ډول څرګندونې کوي. کله چې د اسلامي امارت او امریکايي مذاکره چیانو ترمنځ خبرې روانې وې؛ هغه مهال هم د کابل رژیم مشر له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې باید ټول ځواکونه ونه باسي، پرځای به یې دوی مصارف راکم کړي.
اوس لومړی باید دا معلومه شي چې آیا افغانستان رښتیا هم بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري؟
د بهرنیو ځواکونو شتون د هېواد پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا بربنډ تېری دی، د دې تېري په مقابل کې مبارزه کول هم دیني او هم ملي مسؤلیت دی چې افغان ولس یې د اسلامي امارت په مشرۍ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په ډېر ښه ډول پر مخ وړي. پوښتنه دا ده هغه کوم څه دي چې افغانان یې باید د ترلاسه کولو لپاره له ازادۍ، خپلواکۍ او د یوه اسلامي نظام د نفاذ له ارمانه تېر شي؟ معلومه خبره ده چې هیڅ شی هم د خپلواکۍ او یوه اسلامي نظام په مقابل کې د معاملې وړ نه دی.
د افغان اولس جهادي مبارزه په هېواد کې د پردیو ځواکونو له موجودیت تړلې، تر څو چې دوی دلته پراته وي تر هغو به جګړه روانه وي. پوښتنه دا ده چې د بهرنیانو په یرغل او د هغوی لخوا د جګړې په تداوم سره به د افغانانو کومه اړتیا پوره شي؟ له شکه پرته چې جګړه ورانی دی او په ورانېدو سره آبادي نه راځي، افغانانو د بهرنیو ځواکونو د شتون نتيجه لیدلې ده؛ اوس افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد او جګړه یې د نړۍ تر ټولو خونړۍ هغه ګڼل کیږي، د تاریخ بدنامې او د ولس لخوا رټل شوې څېرې پر هېواد تپل شوې، تر نیمايي زیات افغانان تر سخت فقر لاندې ژوند تېروي، د قانون څرک پکې نه لیدل کیږي، ناروغۍ او د هوا خرابوالی ورځ په ورځ پکې زیاتیږي او په نصب شوي کابل رژیم کې فساد دومره اوج ته رسېدلی چې اصلي ملاتړي امریکا یې سلګونه میلیونه ډالر پرې بند کړل. دا د تېرو ۱۹ کلونو د اشغال یو څو لاسته راوړنې دي، که تر دې زیات دلته پاتې شي، د بدمرغیو دا لیست به نور هم پسې اوږد شي.
په ۱۹ کلونو کې چې په انتهايي زياتو مصارفو سربېره؛ له افغانستانه نړۍ ته متوجه ګواښونه ( چې اصلا شتون نه لري ) ختم نه شول؛ نو بیا به څه وخت ختم شي؟ د کابل رژیم چارواکي د بهرنیانو پر ضد د افغانانو مقاومت ’ترهګري‘ او ’نړۍ ته ګواښ‘ بولي، دوی ته باید دا څرګنده وي چې د افغانانو مقاومت هېواد ته ګواښ نه دی بلکې دا هغه سپېڅلې مبارزه ده چې یو وخت به یې ان شاء الله په وسیله هېواد ته بېرته خپلواکي او یو اسلامي نظام را اعاده کیږي، کابل رژیم یوازې د جګړې دوام ته د نړیوالو د قانع کولو او د جګړې د درېدو په صورت کې نړۍ ته له په اصطلاح متوجه ګواښونو د وېرولو لپاره وايي چې افغانستان د دوی ناروا شتون او د جګړې دوام ته اړتیا لري.
اصل حقيقت دادی چې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون د کابل رژیم لپاره د اکسیجن حیثیت لري، د دوی له شتون پرته ( د کابل رژيم د مشر پخپله وینا ) تر شپږو میاشتو هم دوام نشي کولای، د رژيم چارواکي د خپل متزلزل نظام د بقاء او خپلو ناروا ګټو د ساتني په خاطر هر ډول هڅي کوي چي يرغلګر د هيواد د اشغال دوام ته قانع کړي مګر دې ضمیربایللو ته باید څرګنده وي چې امریکا اوس په داسي موقف کې ده چې نه ستاسې نظام ورته کوم اهميت لري او نه پر تاسو له نوري سرمايه ګذارۍ سره علاقه لري، هغوی د خپلو ګټو په خاطر د پښو سپکولو پرېکړه کړې او نن وي که سبا بسترې به پر شا کوي ان شاء الله تعالی.

Related posts