اکتوبر 16, 2019

امریکا به بالآخره هم مذاکراتو ته کښېني

امریکا به بالآخره هم مذاکراتو ته کښېني

کبیرخان خلجی:
له شاوخوا یوه کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د جګړې ختمولو په اړه له طالبانو سره مذاکرات کول. دا مذاکرت د تېر ۲۰۱۸ز کال د جولای میاشتې په اخیر کې د ټرمپ په امر تر هغه وروسته پیل شول چې د ۲۰۱۷ز کال په اګست کې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا معرفي شوې سټراټيژي ناکامه ثابته شوه.
طالبانو حتی په ۲۰۰۱ز کال کې، د امریکا لخوا د افغانستان تر اشغال وړاندې، د اسامه بن لادن پر سر مذاکراتو ته چمتووالی ښوده او په وار وار یې د جګړې له بدو عواقبو نړۍ او امریکا وېرول. خو له بده مرغه، امریکا او نړۍ هغه زرینه موقعه له لاسه ورکړه؛ جګړه یې پیل کړه، لسګونه زره خلک پکې ووژل شول، خو امریکا او نړۍ هیڅ ترلاسه نه کړل.
د مذاکراتو په اړه د امریکا او طالبانو دریځونه له پیله متفاوت وو. طالبانو د لوېدیځ په لاس جوړ شوی کابل حکومت د امریکا ګوډاګی باله او حتی غیررسمي مذاکراتو ته هم ورسره چمتو نه وو؛ یوازې له امریکا سره یې خبرې غوښتې.
امریکا بیا ټینګار کاوه چې طالبان باید له همدې کابل حکومت سره مذاکرات وکړي او دوی به د منځګړي رول پکې لوبوي. د طالبانو دریځ اوس لا هم هماغه دی، خو امریکا تر ټول زور ازمایلو وروسته مجبورا له خپله دریځه پر شا شوه، او له طالبانو سره یې مخامخ خبرې پیل کړې.
د تېر یوه کال په موده کې د دې مذاکراتو لس پړاوونه ترسره شول، او دواړه لوري هوکړې ته سره پکې ورسېدل. خبره یوازې د هوکړې د لاسلیک اعلان ته پاتې وه چې امریکا ناببره له مذاکراتو پر شا شوه – حتی د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړی استازی او ټیم یې هم له دې اعلانه ناخبره وو.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۱۹ز کال د سپټمپر په ۸مه، په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو په یوه برید کې د یوه امریکايي عسکر او ۱۱ نورو کسانو د وژل کېدو له امله یې دا مذاکرات ودرول. دا استدلال له ورایه غیرمنطقي برېښي، ځکه هوکړه لاسلیک شوې لا نه وه، او دواړو لورو پر یوه بل بریدونو ته زور ورکړی و. تر دې پيښې وړاندې نور امریکایي سرتیري هم وژل شوي وو، خو ټرمپ هغه مهال چپ و.
د ټرمپ تر اعلان وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، وویل چې په یوازې په تېرو لسو ورځو کې یې زر طالبان وژلي دي. دې څرګندونو د ټرمپ لخوا د مذاکراتو درېدو لامل نور هم بې اعتباره کړ. دا کوم منطق دی چې یو څوک دې ځان ته د زرو انسانانو د وژلو اجازه ورکوي، خو بل دې نه پرېږدي چې هغه عسکر یې ووژني چې د ده په وژلو پسې راغلی وي؟
بهر حال، ښکاري داسې چې ټرمپ پر خپل دریځ د طالبانو له ټینګاره او د امریکا شرطونو ته د نه غاړې ايښودو له امله غوسه شوی دی. خو د مذاکراتو درېدو له امله هره ورځ لسګونه انسانان وژل کیږي، چې دا باید امریکا یو ځل بیا پر خپل ناببره اعلان باندې غور ته اړه کړي.
امریکا عموما، او ټرمپ خصوصا، له طالبانو سره د هوکړې له لارې هغه څه ترلاسه کول چې متحده ایالاتو غوښتل: له افغانستانه وتل او پر امریکا د برید نه کېدو تضمین. د افغانستان وضعیت ته په کتو دا هوکړه هم د افغانستان، هم د امریکا او هم د سیمې په ګټه وه، چې له همدې امله یې د نړۍ د سترو ځواکونو او سازمانونو ملاتړ راخپل کړی و، او اوس یې هم پر نهايي کېدو باندې ټینګار کوي.
په هوکړه کې داسې هیڅ څه نشته چې امریکا ته له یوه شرم پرته – ماتې – بل زیان ولري – هغه هم داسې شرم دی چې که هوکړي وي او که نه امریکا په هیڅ صورت ځان ترې نشي خلاصولای. امریکايي عسکر به په ارامه وتل، د طالبانو لخوا به بریدونه نه پرې کېدل. همدارنګه د بهرنیانو له وتلو سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیل کېدل، چې هلته به بیا اوربند د خبرو مهمه برخه وه. د وروستي امریکايي عسکر تر وتلو ښايي افغانان د یوه اسلامي حکومت په جوړولو سلا شوي وو، او په دې ډول به افغانستان له څلوېښت کاله جګړو وروسته د ارام ساه اخیستې وه. خو، د ټرمپ ناببره اعلان هر څه په لغته ووهل.
په پای کې، دا باید هېره نه شي چې امریکا د افغانستان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې ختمولای شي، چې پخپله هم په همدې خبره ښه پوهیږي. نن وي که سبا، امریکا به له هېواده وځي خو څومره چې ژر ووځي، هغومره به هم د امریکا، هم د افغانستان او هم د سیمې په ګټه وي. امریکا به اخیر هم بېرته د مذاکراتو میز ته راځي ځکه یوازې همدا یوه ګټمنه لار ورپاتې ده.

Related posts