نوومبر 15, 2019

کلیساوی پلورل کیږی

کلیساوی پلورل کیږی

ليکنه : حسن زوی:

په تېرو ورځو کې په غربي رسنیو کې دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو د کلیساګانو دخرڅلاو ګڼ اعلانات خپاره شول چې ورسره یو ځل بیا دا بحثونه تاوده شویدي چې آیا دنړۍ دترټولو ستر مذهب دعوه لرونکی مسیحیت خپل وجود په تېزۍ سره له لاسه ورکوي؟ که ددې مذهب سره دخپلو پیروانو تړاو تش په نامه دی ؟

دعربي نړۍ دمشهور تلویزون الجزیره له لورې په خپور شوي یو راپور کې راغلي دي چې په ټولې اروپا کې د راجستر شوو کلیساو شمېر کابو ۶۰ زرو ته رسېږي چې یواځې ۴ زره یې خلاصې دي او دعبادت لپاره یوه او بله یکشنبه خلک ورځي باقي پاتې ۵۶ زره یې بندې دي په ټول کال کې یې یوځل هم دروازې نه خلاصېږې ځکه چې داسې یو فرد هم نه وي چې په ټول کال کې یوځل دې کلیساګانو کې یوې ته ورشي.

نو ځکه اوس دا کلیساوې یو په بل پسې دخرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کېږي چې دخرڅلاو نه پس په هوټلونو پلورنځو حتی ځنې یې دخوګانو په فارمونو او داسونو په اصطبلونو هم بدلې شویدي.

په ټولې اروپا کې هالینډ پدې هکله ترټولو وړاندې دی؛دلته دکلیساګانو شمېر ۱۶ زرو ته رسېږي ددې هېواد مذهبي مشران وایې چې عبادت ته دخلکو دنه راتللو له امله یواځې په تېرو ۴ کلونو کې ۴ سوه کلیساوې تړل شویدي.

په امریکا کې په متوسط ډول هرکال ۲۰ کلیساوې تړل کېږي .

په برتانیه کې د کرسچن ریسرچ انسټیټوټ نومې ادارې له لورې خپور شوي راپور کې راغلي دي چې د ۱۹۶۰ م کال راهیسې په برتانې کې ۱۰ زره کلیساوې بندې شویدي او تر ۲۰۲۰ م کال پورې به ۴ زره نورې هم وتړل شي.

دډنمارک دولت هم ویلې دي چې د ۲۰۱۵ م کال نه پس پدې هېواد کې ۲ سوه کلیساوې تړل شویدي.

جرمني هم منلې ده چې په تېرو څو کلونو کې پدې هېواد کې هغه ۵۱۵ کلیساوې بندې شویدي چې کومو ته خلک د عبادت لپاره نه راتلل.

څوورځې د مخه دفرانسې St Jules Catholic نومې تاریخي کلیسا هم خرڅلاو ته وړاندې کړای شوه، په رانس نومې ښار کې دا کلیسا به دروانې جنورۍ میاشت په ۲۲ مې نېټې لیلام ته وړاندې کړای شي؛ددې کلیسا پېرونکی به مکلف وي چې په کوم داسې ځای کې په همدې نوم بله کلیسا جوړه کړي چې پکې خلک معبد ته اړتیا لري.

دکلیسا دخرڅلاو دعمل لپاره ټاکل شوی فلپ رویاک وایې چې ددې کلیسا ټول قیمت ۵ زره یورو ټاکل شویدی؛دا کلیسا د ۱۸۹۰ م نه تر ۱۸۹۲ م پورې په دوه کلونو کې جوړه شوې وه چې دعبادت کونکو دنه شتون له امله یې دڅه مودې راهیسې دروازې تړل شوې وې چې پدې مودې کې یې هیڅ ترمیم او تزیین ندی شوی او په دې هېواد کې همدا ړومبۍ کلیسا ده چې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

ډنمارک دمسیحیانو هېواد دی؛پکې دنورو مذهبونو پیروان کم دي دنفوسو ۸۲ سلنه یې مسیحیان تشکیلوي چې پکې یواځې ۸ سلنه خلک کلیسا ته دعبادت لپاره ورځي چې له همدې امله دګڼو کلیساګانو دروازې تړل شویدي.

پدې هېواد کې دکلیساو دنظم او ساتنې ادارې مشرکالی بولمان ویلي دي چې کله کلیسا ته خلک دعبادت کولو لپاره نه راځي نو ښه داده چې کلیساوې دخوګانو په فارمونو او دآسونو په اصطبلونو بدلې شي .

دکلیساوو د نظم او ساتنې ادارې د ۱۰ نورو کلیساوو دپلورلو اعلان هم کړیدی خو په اعلان کې یې د (نان فار مسلمز ) ټکې ورزیات کړیدي یانې مسلمانان دا کلیساوې نه شي اخستلی.

دډنمارک مذهبي مشرانو ویلې دي چې پرمسلمانانو دپلورلو ممانعت له دې امله دی چې مسلمانان یې داخستلو نه پس په جوماتونو بدلوي.

الجزیره تلویزون دالمان یوتلویزون ته په استناد ویلي دي چې ددې هرڅه اصل لامل په مسیحیت کې دخپلو پیروانو لپاره دروحاني تسکین نشتوالی دی؛مسیحیان دروحاني سکون او اطمینان لپاره کلیساو ته راځي خو په کلیساو کې دا جوهر عنقا دی.

په راپور کې راغلي دي چې ترټولو زیات مذهبیتوب په آیرش مسیحیانو کې دی چې ۴۹ سلنه یې په اوونۍ یو ځل کلیسا ته ځي،دایټالیا ۳۹ سلنه دهسپانې ۲۵ سلنه دبرتانې ۲۱ سلنه؛دجرمني ۱۱سلنه او دډنمارک یواځې ۸ سلنه مسیحیان په اوونۍ کې یو ځل کلیساګانو ته دعبادت لپاره ځي.

په راپور کې راغلي دي چې د اروپا په څېر داسترالیا مسیحیان هم دخپل مذهب نه ډېر لرې دي؛دلته هم کلیساګانو ته دتلونکو وګړو په شمېر کې دېر کموالی راغلی دی چې له امله یې دګڼ شمېر کلیساګانو دروازې تړل شویدي او په تړل شویو همدې کلیساګانو کې د ۵۵ دپلورلو پرېکړه هم شویده؛په آسترالیا کې دکلیساګانو دمراقبت اداره وایې چې ددې ۵۵ کلیساګانو دپلورلو له لارې به ۲۰ ملیونه ډالر ترلاسه شي چې به پرهغو کوچنیانو مصرف شي او ورته به معاوضه ورکړل شي کوم چې په کلیساګانو کې د پادریانو له لورې دجنسي تېریو ښکار شویدي.

دیادولو وړ ده جې په استرالیا کې دپلورلو لپاره په وړاندې کړای شویو کلیساوو کې saint Martinez نومې مشهوره کلیساهم شامله ده.

په آسترالیا کې دکلیساوو شمېر ۳ زرو ته رسېږي چې ددې هېواد یواځې ۲۰ سلنه مسیحیان دې کلیساګانو ته کله کله دعبادت لپاره ورځي نو ځکه پکې ګڼې اوس تړل شویدي.

په منځني ختیځ کې عراق دتهذیبونو مرکز بلل کېږي چې پکې ګڼ شمېر مسیحیان مېشت دي او دلته ګڼې ډېرې قدیمې تاریخي کلیساګانې شتون لري چې اوس یې زیاترو دکلیسا په حیث خپل وجود له لاسه ورکړی او کمې کلیساګانې داسې دي چې مسیحیان ورته دیکشنبې په ورځ عبادت لپاره ورځي نو ځکه د عراق ګڼې کلیساوې په دکانونو او تجارتي مرکزونو بدلې شویدي او ډېرې بندې کلیساوې اوس د پلورلو لپاره وړاندې کېږي.

دعراق دپارلمان پخواني مسیحي غړي جوزف صلیوا وایې چې دعراق دمسیحي اوقافو اداره او مسیحي مذهبي مشران دواړه دکلیساو په ناقانونه ډول پلورلو کې ککړ دي.

یو مطبوعاتي کانفرانس ته دوینا پرمهال صلیوا وویل چې دبغداد په شورجه سیمې کې سریانه کاتولیک نومې کلیسا دخرڅلاو لپاره وړاندې کړای شویده چې دا دقانون او د کلیساګانو لپاره دجوړې شوې ادارې داصولو مخالفت دی.

داصولو له مخې دا کلیساوې دکوم بل پاک هدف لپاره کارول کېدای شي خو پلورل یې داصولو نه په تمامه معنی مخالفت دی.

صلیوا وویل چې د مسیحي اوقافو ادارې له لورې دکلیساوو په ګډون ډېر دمسیحیانو وقف املاک پلورل شویدي خو پدې هیڅوک نه پوهېږي چې دپلورل شویو وقف املاکو نه ترلاسه شوې پیسې څه شوې؟

ددې پیسو ورکېدل ددې خبرې دلیل دی چې داوقافو اداره او مذهبي مشران دواړه په مالي فساد کې سره شریک دي ؛ ددوئ پدې ناوړه کار د ددولت چوپتیا ډېره دافسوس وړ ده.

دبغداد او نورو ښارونو دکلیساګانو په پلورلو کې د نامتوکاتولیک مشر لوس ساکو په شمول ټول سرکرده پادریان ککړ دي.

دالشورجه کلیسا چې په ۱۸۳۴ م کال کې جوړه شوې وه زموږ مذهبي مشرانو وپلورله؛اوس هغه په یو سوداګریز مرکز بدل شویدی اوس څوک دلته دعبادت لپاره نه بلکې د اخستلو خرڅولو لپاره راځي.

دالجزیره له لورې په نشر شوي راپور کې راغلي دي چې په لویدیځ کې کومې کلیساوې پلورل شوي یا پلورل کېږي ډېرې پکې مسلمانان اخلي او په جوماتونو یې بدلوي ؛ دایټالیا وینس ښار داروپا له هغو ښارونو څخه دی چې پکې دمسلمانانو لپاره دمونځ مناسب ځای نه و ؛ اوس پکې مسلمانانو یوه تاریخي کلیسا اخستې او په جومات یې بدله کړیده،،سانتاماریا ډیل ابازیا ډیلامیسریکورډیا،،نومې کلیسا په ۱۰ مې میلادي پیړۍ کې جوړه شوې وه چې دتېرو ۴۰ کلونو راهیسې بنده وه او څوک ورته دعبادت لپاره نه ورتلل.

په المان کې ډورتمونډیو هانس نومې تاریخي کلیسا هم مسلمانانو اخستې او په جامع مسجد ډورتمونډ یې تبدیل کړیده، ۷ سوه متره مربع دا فراخه مسجد کې په یو وخت کې ۱۵ سوه تنان لمونځ ادا کولی شي.

دادهغه مذهب حال دی چې پیروان یې ځانونه په نړۍ کې له مسلمانانوزیات ګڼي او په همدې اساس خپل مذهب دنړۍ تر ټولو ستر مذهب بولي خو حال یې دا دی چې عبادتخانې یې دخلکو دنه ورتلوله امله ترلسګونوکلونو تړل کېږي اوبیا پلور ته وړاندې کېږي !؟

هو! کوم دین چې منسوخ وي اوله منسوخ کېدو وړاندې پکې ښه ډېر تحریفات هم شوي وي اوځان مذهبي مشران ګڼونکي یې دجنسي تجاوزونو ترڅنګ لسګونوفسادونوکې ککړ وي نو هغه مذهب تش په نوم مذهب پاتې وي ؛ هیڅ روحاني سکون او اطمینان پکې نه وي او نه هم کومه معنوي ارتقاء ؛نوکه یوڅومذهبي متعصبین ورته تبلیغات کوي اوله دولتونو له لورې ورته ډېر ستر مصارف هم کېږي له ځني بې علمه خلکو له ګمراه کولو پرته هیڅ کومه ځانګړې پایله نه لري اوحال یې دا وي چې بیا یې عبادتخانې پلورل کېږي .

ډېر دشکرمقام دی چې زموږ عالمانو دخپل دین دساتنې او اشاعت لپاره بې حده زیات کوښښونه اوقربانئ ورکړیدي نودمسلمانانو تړاو دخپل دین سره ښه قوي دي ؛ څومره یې چې پر ضد په نړۍ کې کړنې زیاتېږي او دبدنامولو هڅې یې ډېرېږي هغومره دوئ خپل دین ته رانېږدې کېږي او دخپل دین لپاره دقربانۍ احساس یې قوي کېږي .

په مسلمانانو کې چې خپلو جوماتونوته کوم احترام دی اوله ځانګړو سیمو اوخلکوپرته چې دنړۍ مسلمانانو خپل جوماتونه په عباداتو څومره آباد ساتلي دي ډېر دستایلو وړ دي او بې له شکه چې څوک یې مثال نه شي وړاندې کولای .

دمسلمان دجومات پلورل کېدلوتصور هم نه شي کېدای ؛ بلکې دشکر اوخوښۍ مقام دادی چې مسلمانان دمسیحیانو په هېوادونوکې دهغوئ کلیساوې په پیسو اخلي اوپه جوماتونو یې بدلوي ؛ داسلام همدا حقانیت اوس ډېر غربیان ویني او حتی هغه تنان هم په اسلام کې په ډېر کثرت اوتېزۍ سره را د اخلېږي چې دعمر ډېره برخه یې په اسلام دښمنۍ کې تېره شوی وي نوځکه خوغربي هېوادونه دسختې وېرې ښکار دي ؛ په کومو کې چې خلک زیات مسلمانېږي نور یې په اړه دا وېرې ښکاره کوي چې یو وخت به دا هېوادونه دمسلمانانو په هېوادونوبدل شي ؛ ددې تر څنګ اوس دوئ غرب ته دمسلمانانو دورتګ لارې هم په ډېرې تېزۍ بندوي او دولتونه په لویدیځ کې دمېشتومسلمانانو لپاره مشکلات هم راپیداکوي ؛ خودوئ باید پدې پوه شي چې پدې اقداماتو دوئ دحق او صداقت مخه نه شي نیولی او ډېر ژر به هغه وخت راشي چې په زیاتره اروپایې هېوادونوکې به دنفوسو اکثریت مسلمان تشکیلوي . ان شاءالله تعالی

Related posts