اکتوبر 18, 2019

د سوریې په شمال کې خونړۍ جګړې روانې دي

د سوریې په شمال کې خونړۍ جګړې روانې دي

د ترکیې له لورې د سوریې په شمال کې د عملیاتو تر اعلان یوه ورځ وروسته نن د کردي وسله والو او ترکي پوځیانو ترمنځ د سوریې په حدودي سیمو کې سختې جګړې روانې دي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې ديموکراتيک ځواک ویلي، په هغو کلیو کې سختې نښتې روانې دي چې د ترکیې پوځیان د ور ننوتلو هڅه کوي.

کردانو ادعا کړې چې په ځینو سیمو کې يې د ترکيې د ځمکنیو پوځیانو د پرمختګ مخه نيولې ده.

په همدې مهال د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې عملیات یې په برياليتوب سره روان دي او ځینې هغه اهداف يې نيولي چې دوی مخکې ټاکلي وو.

یاد وزارت څرګنده کړې، د سوریې په شمال ختیځ کې یې تر ۲۰۰ پورې اهداف په نښه کړي دي.

د جګړې دواړه لوري یوه اوبل ته د مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعاوې کوي.

د ترکیې له لورې د سوریې په شمال کې د عملیاتو پيلول د سعودي، متحده عربي اماراتو، مصر په ګډون يو شمېر عربي او لويديځو هیوادونو غندلي دي، خو ترکیه وايي چې عملیات يې د خپلو پولو د خوندي کولو او په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو لپاره پيل کړي دي.

احمد ظريف

Related posts