اکتوبر 16, 2019

د یوناما د وروستي راپور په اړه د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون اعلامیه

د یوناما د وروستي راپور په اړه د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسیون اعلامیه

د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې په فراه ولایت کې د روان ۲۰۱۹ کال د می په میاشت کې په امریکایي بمبارد کې د۴۰ کسانو ملکي هیوادوالو شهادت تایيد کړی دی، له هغه وخت څخه، چې امریکایانو اود دوی متحدینو، پر افغانستان یرغل کړی، د اشغالګرو، متحدینو او د کابل ادارې لخوا دا ډول زرګونه پيښې رامنځته شوې دي.
چې په هغو کې ګڼ شمیر ملکي هیوادوال په قصدي او ډلیز ډول په شهادت رسیدلي دي.
د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي اوسمع شکایات کمیسیون، د یوناما لخوا د دغه حقیقت موندنې او اعلان هرکلی کوي او د داسې زړه بوګنکو ملکي پيښو په اړه يې لا هم ډيره او پر خپل وخت توجه غواړي.

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایاتو کمیسیون
۱۱/۲/۱۴۴۱هـ ق
۱۸/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/10م

Related posts