اکتوبر 20, 2019

تخار: خواجه غار کې قومندان او ۱۸ عسکر قتل، لسګونه نور ژوبل شول

تخار: خواجه غار کې قومندان او ۱۸ عسکر قتل، لسګونه نور ژوبل شول

نن د چاپه وهونکو په ضد د ځانګړو عملیاتو په لړ کې مجاهدینو د تخار ولایت، خواجه غار ولسوالۍ اړوند، منچقور سیمه کې د صفریک په نوم د مزدور رژیم په عسکرو بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۱۸ عسکر قتل او لسګونه نور ژوبل شول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د یاد ولایت، په دښت کلا کې هم د مجاهدینو د کمین برید پر مهال د اربکیانو د قومندان حکیم عرب په ګډون ۵ تنه اربکیان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې وارخطا دښمن د درنو تلفاتو تر لیدو وروسته په انتقام کې د اولسي خلکو لسګونه کورونه سوځولي او خلکو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی.

2019/10/9

Related posts