اکتوبر 20, 2019

میدان وردګ: جغتو کې ګډ دښمن ۵ اولسي وګړي شهیدان، مسجد او ۴ کورونه وران کړل

میدان وردګ: جغتو کې ګډ دښمن ۵ اولسي وګړي شهیدان، مسجد او ۴ کورونه وران کړل

پرون شپه وحشي اشغالګرو او داخلي مزدورو عسکرو د میدان وردګ ولایت، جغتو ولسوالۍ اړوند، سرخ قول کلي اوګنده قول دره باندې چاپې ووهلې. دغه ستر جنایت پر مهال دښمن دګڼو اولسي کورونو دروازې په بمونو والوزولې، کلیوال یې وهلي او ځورولي، ۵ تنه عام کلیوال یې په شهادت رسولي، د خلکو نقلیه وسائط یې سوځولي، د محمديوسف، نارنج، صبور او ظریف په نومونو د ۳ کلیوالو کورونه او یو مسجد یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

 2019/10/9

Related posts