اکتوبر 20, 2019

هلمند ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو ازموینې ترسره شوې، انځوریز

هلمند ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو ازموینې ترسره شوې، انځوریز

د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې  کميسيون دولایتي مسئولینو تر څارنې او نظارت لاندې د هلمند ولایت د ښوونځیو د ښوونکو ازموینې واخيستل شوې.

دغه ازموینې چي (۴۱۰ ) تنو رسمي معلمینو پکې برخه اخیستې وه، د پنجشنبې په ورځ د محرم الحرام د میاشتې پر (۲۰) مه نېټه چې د سپتمبرد میاشتې له (۱۹) مې نېټې سره سمون خوري پیل شوې او د دوشنبې په ورځ د ۱۴۴۱ هـ ق د صفرالمظفر په ۸ نېټه په ډاډمنه فضاء کې لله الحمد پای ته ورسېدې.

همداراز د ازموينې لړۍ د هیواد په نورو ولایتونوکې هم په شفاف ډول روانه ده او د تعلیم اوتربیې د سیمه ییزو مسئولینو او څارونکو لخوا د هر ډول درغلیو مخه نیول شوې ده.

دغه ازموینې په ښوونځیو کې د تعلیم د کچې او معیارونو د لوړولو او د مسلکي او وړ استاذانو د ګمارلو په موخه ترسره کیږي.

\

Related posts