اکتوبر 20, 2019

ترکیه، د کردي وسله والو پر ضد یې د عملیاتو چمتوالی بشپړ کړی

ترکیه، د کردي وسله والو پر ضد یې د عملیاتو چمتوالی بشپړ کړی

د ترکیې دفاع وزارت وايي، سوریه کې یې د کردي وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتوالی بشپړ کړی دی.

ترکي چارواکو ویلي، د سوریې – عراق پر پوله يې د عملیاتو د مقدمې په توګه د کردي وسله والو اهداف په نښه کړي، تر څو د هغوی د مرستې لارې غوڅې کړي.

د عملیاتو لپاره دا چمتوالی په داسې مهال اعلان شوی چې د سوریې له شمال ختیځ څخه امریکايي ځانګړي ځواکونه ايستل شوي دي.

کردانو له سیمې د امریکايي پوځیانو وتل غندلي او امریکا يې تورنه کړې چې په خپلو وعدو يې وفا ونه کړه.

امریکايي پوځیان وروسته تر هغه وايستل شول چې ټرمپ وویل، امریکا د خندا وړ او بې پایه جګړو څخه وځي او پوځیان به خپل هیواد ته راستانه کړي.

ترکیه ادعا کوي چې د عملیاتو موخه یې له خپلو پولو د کردي وسله والو لرې کول او د خوندي زون رامنځ ته کول دي.

دغه هیواد پلان لري چې په دې خوندي زون کې دوه ميليونه سوریایي کډوال ځای پر ځای کړي.

په ورته مهال ټرمپ ترکیې ته ګواښ کړی چې که بشر ضد اقدام وکړي، اقتصاد به یې دړې وړې کړي، خو په دې اړه يې زیات وضاحت نه دی ورکړی.

د ټرمپ د ګواښ په غبرګون کې د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای وویل چې ترکیه هغه هیواد نه دی چې د ګواښونو پر بنسټ عمل وکړي.

له بله پلوه کردي وسله والو د ترکیې ضد جګړې ته چمتوالی ښودلی او ګواښ يې کړی چې د عملیاتو د پيل په صورت کې به د ترکیې پر ضد پراخه هر اړخيزه جګړه وکړي.

احمد ظريف

Related posts