اکتوبر 20, 2019

د امریکا سیاست، داخلي او نړیوال تروریزم

د امریکا سیاست، داخلي او نړیوال تروریزم

د ستمبر هغه کنفرانس چې یا مو ندی اوریدلی یا مو د ۱۱ ستمبر حالاتو له ذهنه او ګمانه ویستی:
د امریکا د دفاع سیکرتر رمسفيلډ په ۱۰ سستمبر په یو خبرې کنفرانس کې ویلي ول چې د پنټاګون څخه د پاسه ۲ ټریلیونه ډالر نا درکه شوي دي هماغه ؤ چې د دې خبرې نه تقریبا ۳۰ ساعته وروسته په پنټاګون د طیارې حمله وشوه او هماغه خونه یې.ویجاړه کړه چیرته چې د څه د پاسه ۲ ټریلیونو ډالرو حساب پروت ؤ او دغسې یې د رمسفیلډ دغه خبرې کانفرانس د امریکایانو له ذهنه او فکره هیر او بیخي لرې کړ .
یاده دې وي چې هیوادونه د خلکو د تیر ایستلو لپاره هغه څه کوي چې د نندارچیانو یا عامو خلکو په پشتونو کې هم هغسې پلانونه نه وي تیرشوي نه به تیر شي، په بله معنی ( حکومتونه خپل هدف ته د رسیدو په خاطر د داسې چارو لاس اخلي چې خلک پرې زر یقین کوي).
.
د رونالډ ریګن د حکومت په دوره كې د اقتصاد دوزارت معین د ( هو ور انسټي ټیوشن، انډي پینډټ انسټي ټیوټ ، كېوټي انسټي ټیوټ ادارو غړی او د مشهورې امریکائي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل ادارې مشر ، مشهور لیکوال او شناند پآل ګریګ رابرټسن د ۱۱ ستمبر واقعه په ډيرو قوي دلائلو سره ردوي ، هغه د ۱۱ ستمبر د واقعې په باره كې ډير څه لیکلي هغه د خپل کتاب په اخره كې داسې لیكي :
تاسو څه پوه شوئ او یا داسې کوم شواهد لرئ چې د ۱۱ ستمبر واقعه مسلمانانو کړې ده؟
ایا تاسو په دې خبر یئ او یا هم دا درته معلومه ده چې په نیویارک كې په ۱۱ ستمبر ۲ نه بلكې ۳ تجارتي بلډنګه تباه شول ؟.
ایا تاسو د ۳ بلډنګ د تباه كېدلو څخه خبر او هغه مو د را غورځیدلو په وخت كې ولیده ؟
تاسو په دې څنګه یقین کولی شئ چې دوه طیارې دې هغه دوه تجارتی مرکزونه د زمكې سره برابر کړي خو بله طیاره بیا د پنټاګون دیوال هم نشي خراپولی؟
تاسو او د نړۍ نور خلک په دغه خبرو ځکه یقین کوئ او دا منئ چې تاسو ته د امریکا حکومت د تلویزون په پردو او هلته د مخكې نه په نصب شویو کمرو هغه څه در وښودل چې هغه د امریکا حکومت غوښتل چې تاسو یې و وینئ ؟
ایا تاسو ته د امریکا حکومت او هلته د مخكې نه په لګیدلو کمرو هغه دریم تجارتي بلډنګ در وښود چې په همدغه وخت د دغه دوو نورو تجارتي مرکزونو سره په یو وخت کې یو ځای تباه شو ؟
نه ! تاسو هیڅ وخت هغه دریم بلډنګ ونه لید او نه هم د دې نه خبر شوئ چې هلته یو بل او دریم بلډنګ هم د دغه دواړو سره یو ځای وران او په ځمکه را وغرځيد ځکه تاسو یواځې دوه طیارې او دوه بلډنګه ولیدل او حکومت همدا غوښتل چې تاسو یې و وینئ ؟
حکومتونه د خپلو ګټو لپاره همیشه دروغ وائي او کله چې هغوی د خپلو موخو او ګټو لپاره دروغ وایي نو بیا داسې دروغ وائي چې عام وګړي یې بیا هغه سل په سله رښتیا ګڼي او په هغه دروغو د رښتیا او نه پټیدونكي حقیقت یقین کوي ، حکومتونه تل د عامو خلکو په سترګو كې خاورې شیندي ، په حکومتي ادراو كې لوړ چارواكي خپلو ما تحتو ته تل دا وایي چې :
په خپل مقصد كې د کامیابیدلو په خاطر خلکو ته په داسې ډول فریب ورکړئ چې هغوی پرې هیڅ پوه نشي .
یادونه: د ۱۱ ستمبر په واقعه کې د ۳ بلډنګ د را غورځیدو په هکله ۵ فیصده امریکایان هم نه ول خبر تر د چې په دې واقعه څو.کاله تیر شول او وروسته بیا سوالونه را پیدا شول

Related posts