اکتوبر 20, 2019

نفوذي بريدونه…د اسلام له نظره ( دوهمه برخه )

نفوذي بريدونه…د اسلام له نظره ( دوهمه برخه )

ليکوال : فاتح افغان

تير ځل موږ د حضرت عبد الله بن انيس رضي الله عنه کيسه نقل کړې وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نفوذي بريدونو د ترسره کولو لپاره استولی په دې برخه کې د دوو تنو نورو اصحابو حضرت محمد بن مسلمه رضي الله عنه او حضرت عبد الله بن عتيک رضي الله عنه کيسې را اخلو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نفوذي بريدونو د ترسره کولو لپاره استولي و، چې هر يوه يې په خپل نوبت ستره سرښندنو ته مخه کړې وه او د اسلام قسم خوړلي دښمنان يې يو په بل پسې د تورې له تيغ څخه تير کړي و.

د کعب بن اشرف د وژل کيدو کيسه
دبدر په غزا کې چې کله مسلمانانو بری ترلاسه کړ، کعب بن اشرف ډير غمجن شو چې مسلمانان په غالبيدو شول، له ځان سره به يې ويل: چې اوس په دنيا کې دژوند هيڅ مزه نشوه پاتې، اوس خو دزمکې مينځ دزمکې له سر څخه غوره ده، دقريشو دغمرازی لپاره مکې ته ورسيد او دقريشو کوم کسان چې وژل شوي وو دهغوی مرثيې يې وليکلې، دا مرثيې به يې په مجلسونو کې لوستلې په خپله به يې هم ژړل نور به يې هم ژړول، دکعبې مبارکې غلاف به يې ونيوه نورو خلکو ته به يې هم ويل چې تاسې دکعبې مبارکې غلاف ونيسئ، او دا عهد وکړئ چې ټول به دمسلمانانو پرضد برخليک ټاکونکې جګړه کوو.
چې کله مدينې منورې ته راستون شو دمسلمانانو دميرمنو په اړه يې په تشبيب کې عشقي اشعار وويل او له هغوی سره يې دخپل عشق او مينې تذکره وکړه، څرګنده ده چې دا د ميرمنو لپاره ډيره ځورونکې او په تشويش کې اچوونکې وه، حتی دنارينه و زړونه هم ورباندې ودرديدل، په دې يې هم بسنه ونکړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هجوې او مذمت کې يې قصيدې ليکل پيل کړل، بلکه درسول الله صلی الله عليه وسلم دترور لپاره يې دسيسه جوړه کړه.
دنوموړي دا شرير حرکتونه چې کله له حد څخه واوښتل درسول الله صلی الله عليه وسلم دصبر کاسه ورته ډکه شوه نو يوه ورځ يې وفرمايل: من لکعب بن الأشرف؟ فانه قد آذی الله ورسوله.
دکعب بن اشرف چاره به څوک وکړي ځکه هغه الله او دهغه رسول ته ضرر رسولی.
له حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک به دکعب بن اشرف چاره وکړي ځکه هغه الله جل جلاله او دالله رسول صلی الله عليه وسلم ته تکليف رسولی؟
محمد بن مسلمه پورته شو او ويې ويل: يارسول الله
آيا ستاسو خوښه ده چې زه هغه ووژنم؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو
هغه وويل: ماته اجازه راکړئ چې په تاسې پسې دهغه په وړاندې څه مبهمې او مجملې خبرې وکړم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم اجازه ورکړه.
محمد بن مسلمه رضی الله عنه کعب بن اشرف ته ورغی او ورته ويې ويل: دغه سړی له موږ څخه صدقې او زکاتونه غواړي اوس يې موږ په ستونزو کې اچولي يو، زه په دې موخه تاته راغلی يم چې قرض راسره وکړئ.
کعب بن اشرف ورته وويل: قسم په الله نور به هم ترې ستړي شئ.
محمد بن مسلمه ورته وويل: اوس يې موږ تابعداري کړې او دا مو نه خوښیږی چې ملګرتیا ورسره پریږدو، انتظار به ورته باسو چې انجام يې څه کيږي؟ اوس غواړو که لطفا تاسې يو يا دوه وسقه خرما په قرض راکړئ.
هغه وويل: سمه ده خو له ما سره به رهن ږدئ.
محمد بن مسلمه وويل: په رهن کې څه شۍ غواړئ؟
کعب بن اشرف وويل: خپلې ښځې راسره رهن کړئ.
محمد بن مسلمه وويل: څنګه خپلې ښځې له تاسره رهن کړو حال دا چې ته ټولو عربو کې ښائسته يې، داسې نه چې درباندې زړه وبايلي.
کعب بن اشرف وويل: بيا نو راسره خپل زامن راسره رهن کړئ.
محمد بن مسلمه وويل: ځامن څنګه درسره رهن کړو ټول عمر به پيغورونه ورکول کيږي چې د يو دوه وسقه خرما په بدل کې رهن كړل شوي و، دا زموږ لپاره ډيره دشرم خبره ده، که غواړئ موږ به درسره وسله رهن کړو؟
وعده يې ورسره وکړه چې موږ درته راځو، دشپې ورته محمد بن مسلمه د کعب بن اشرف له رضاعي ورور ابو نائلة سره يوځای راغی، کعب بن اشرف کلا ته راوغوښتل او غوښتل يې ورته راښکته شي، ښځې يې ورته وويل: په دې توره شپه چېرته ووځې؟ زه داسې ږغ اورم چې وينې ترې څاڅي.
کعب بن اشرف ورته وويل: پردي څوک نه دي، محمد بن مسلمه او زما رضاعي ورور ابو نائله دی، شريف سړی که دشپې نيزه زني ته هم راوبلل شي نو هغه يې قبلوي.
محمد بن مسلمه له خپلو دوو يا درې تنو ملګرو سره ورننوځي او پلان يې داسې جوړ کړی و، چې کعب بن اشرف چې کله راشي، زه دهغه سر دبويولو په پلمه په ويښتو کې نيسم، بيا به يې تاسې ته دربويوم، چې کله مو وليدم چې ما قابو کړی تاسې به ګذار پرې کوئ.
کعب بن اشرف څادر اغوستی و راکوز شو، او دعطرو خوشبویې ترې پورته کيدله، محمد بن مسلمه وويل: دنن په څير خوندور عطر خو ما په ژوند نه دي ليدلي.
کعب بن اشرف وويل: له ماسره دعربو ترټولو عطر خوښوونکې ښځه ده.
محمد بن مسلمه ورته وويل: آیا اجازه راکوئ چې سر مو بوی کړم؟
کعب بن اشرف وويل: هو.
محمد بن مسلمه يې په خپله هم بويوي او ملګرو ته يې هم وربويوي.
بيا ورته وايې: آيا يو ځل بيا اجازه راکوئ چې سر مو بوی کړم، پدې وخت يې ټينګ په ويښتو کې نيسي چې کله يې ښه قابو کړي ملګرو ته امر کوي چې درنيسئ يې هغوی يې وژني او بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راځي او خبر ورکوي. بخاري شريف كتاب المغازي باب قتل كعب بن الأشرف

د ابو رافع يهودي د وژل کيدو کيسه
ابو رافع يهودي خيبر سره نږدې د حجاز په اطرافو کې يوه کلا درلوده چې دی هلته پکې اوسېده.
له (حضرت برآء بن عازب رضی الله عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) يوه ډله صحابه د عبدالله بن عتيک (رضي الله عنه) په مشرۍ د ابو رافع د قتلولو لپاره ورولېږل، ابو رافع حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ډېر تکليفونه رسولي ول او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مقابل کې يې د غطفان قبېلې او د عربو له نورو مشرکانو سره ډېرې مالي مرستې کړې وې.
عبدالله بن عتيک (رضي الله عنه) فرمايي:
کله چې کلا ته ور نږدې شوو لمر لوېدلی و او خلکو خپل څاروي کلاته ننوېستل. ما خپلو ملګرو ته و ويل تاسې دلته کينئ زه ورځم تر څو کلا ته د ور دننه کېدلو او له دروازه بان څخه د تېرېدلو لپارڅه طريقه برابره کړم. دی وايي چې زه دروازې ته نږدې ورغلم ، هلته مې په ځان څادر را خپور کړ، او داسې کېناستم لکه قضاء حاجت ته چې ناست يم، او دا د دې لپاره چې ومې نه پېژني. خلک ټول کلا ته ننوتل، په دې کې هغه د دروازې پيردار را غږ کړ که غواړې چې کلا ته داخل شې نو راشه ننوځه، کنه زه دروازه بندوم. په دې کې زه کلا ته ننوتم او ځان مې د څارويو په يوه کوټه کې پټ کړ.
کله چې ټول خلک را داخل شول نو دروازه يې بنده کړه او د قلف کلي ګانې يې د کلا په دېوال کې په يوه مېخ کې را وځړولې. زه ورغلم کيلي ګانې مې را واخيستې او دروازه مې خلاصه کړه. له ابورافع سره خلکو د هغه په کور کې مجلس او کيسې کولې.
د ده په کوټه کې کله چې د دوئ کيسې خلاصې شوې او خلک ترې لاړل، زه بالاخانې ته وروختم او د دروازو په خلاصولو مې پيل وکړ، کله به مې چې دروازه خلاصه کړه بېرته به مې د شا لخوا په ځان پسې رابندوله ځکه چې که چېرته قوم را خبر شي چې دی له ما خلاص نکړای شي.
زه په تياره کې ده ته ورنږدې شوم، چې ګورم دی په يوه توره کوټه کې د خپلو بچيانو په منځ کې و، زه نه پوهېدم چې دی د کوټې په کوم ځای کې دی؛ ما غږ پرې وکړ چې ابورافعه! هغه وويل څوک يې؟ ما د آواز ځای په نښه کړ او دی مې په توره وواهه.
ابو رافع د تورې په دې ګوزار مړ نشو او ځان يې غلی کړ. زه بيرته را و وتم، لږ وخت وروسته بيا کوټې ته ورننوتم، غږ مې لږ بدل کړ او پوښتنه مې ترې وکړه: ابورافعه دا د څه غږ وو؟
هغه وويل مور دې بوره شه! چا په کوټه کې په توره ووهلم. عبد الله بن عتيک رضي الله عنه وايي چې بيا مې ګزار پرې وکړ، قتل نشو خو زخمي مې کړ. بيا مې د تورې څوکه د ده په خېټه کې ورکېښوده او پکې تاو مې کړه او چې دده د هډوکو خرپاری مې واورېد نو پوه شوم چې اوس قتل شو.
ما بېرته دروازې يوه يوه خلاصوله تر دې چې اخيرې زينې ته راورسېدم، ما خپل قدم کېښود چې ځمکې ته به رسېدلی يم، په دې کې زه راولوېدم او پښه مې ماته شوه. پښه مې په پګړۍ وتړله، او له دروازې سره کېناستم.
له ځان سره مې وويل تر هغې به د شپې و نه وځم تر څو پوه شم چې ابو رافع قتل شوی دی او که نه. کله چې چرګانو بانګونه وکړل نو د مرګ اعلان کوونکی د دېوال پر سر ودرېد او اعلان يې وکړ چې د حجاز تر ټولو لوی تاجر ابو رافع وژل شوی دی! زه هم بېرته خپلو ملګرو ته راغلم ورته ومې ويل چې تلوار کوئ! الله تعالی ابو رافع قتل کړ.
موږ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته راغلو، هغه ته مو ټوله کيسه وکړه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وويل پښه دې وغځوه! هغه مسحه کړه، داسې جوړه شوه لکه بالکل چې ماته شوې نه وي.
بخاري شريف كتاب المغازي باب قتل أبي رافع

Related posts