دسمبر 10, 2019

مرکزي بغلان کې ۱۴ عسکر او پولیس له وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول

مرکزي بغلان کې ۱۴ عسکر او پولیس له وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول

نن غرمه د حقائقو د درک په نتیجه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند، شاهي خیل خوګراو بیس کې دنده لرونکي ۱۴ تنه عسکر او پولیس د مزدور رژیم له لیکو څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی له ځان سره ۶ میله کلاشنکوف، ۱نارنجک، ۲ امریکایي ثقیلان، ۱ روسۍ پیکا، ۱راکټ،۳ ایم شانزده ټوپک او زیاته اندازه مهمات هم راوړي او مجاهدینو ته سپارلي دي، همداراز دوی ژمنه کړې چې بیا به کله هم د پردۍ جګړې ټوپک نه په اوږه کوي او د مزدور رژیم لیکو ته به نه ورځي.

مجاهدینو د دوی د راتګ هرکلی کړی او د باورلیکونو تر څنګ یې له خپل لوري پوره ډاډ ورکړی دی.

2019/10/6

Related posts