دسمبر 10, 2019

په نوې طرز د تدریس اړتیا او د هغه مؤثریت…!!

په نوې طرز د تدریس اړتیا او د هغه مؤثریت…!!

لیکنه: مولوي موسی فرهاد:

د عربي ژبي مقوله ده چې وایي : « المعلم ما هو الا طریق التدریس» اصلاً، ښه ښوونکی د تدریس طریقه ده
او یا دا چې: « طریقة التدریس تساعد فی تحقیق اهداف التعلیمیة». د تعلیمي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ښه مرسته کوونکی د تدریس طریقه ده.
د نوې ټیکنالوژۍ له برکته نن سبا د ژوندانه په هره برخه کې تقریباً هر وګړی دې ته اړ دی چې په طبعي شکل، خو حتماً د نوي ابتکار او نوښت په مټ خپل کار مخ ته یوسي. کچیري څوک د ابتکار قوه ونلر او یا یې ونکړي؛ ممکن چې د موجوده پرمختلونکي عصر له قافلې نه وروسته پاتي او همدا یې د ناکامۍ لامل شی.
زموږ په دیني مدارسو کې که څه هم د پخوا په پرتله ډېر زیات پرمختګ شوی، خو لا بیا هم په ځینو برخو کې اړتیا شته چې پر نويو ابتکاراتو ډېر تمرکز وشي. چې یوه برخه یې د تدریس ډول دی.
دا چې موږ وایو په تدریسي سیستم کې دې له نوي ابتکاراتو کار واخیستل شي؛ د دې مطلب هیڅکله دا نه دی چې زموږ پخوانی تدریسي نظام خدای مکړه ناکاره وو، نه داسي نه دی، هغه پخپل وخت کې په تمامه معنی مؤثر و او وخت په وخت یې د خپل عصر اړتیا پوره کړي ده.
مګر نن سبا ټول خلک په دې متفق دي چې که چیري آساتذه (ښوونکي) د تدریس په لاره کې نور هم پر نویو ابتکاراتو او نوښتونو تمرکز وکړي، نو په یقین سره چې هم به خپله مُدرِّس، هم به یې تدریس او هم به یې شاګرد مثالي وي.
که څه هم د تدریس د طریقو او اسالیبو میدان ډیر پراخ دی، خو دلته به یې مختصراً د څو شیانو ذکر وکړو:
څرنګه چې لغةً او اصطلاحاً د تدریس مفهوم دا دی چې د استاذ له لوري شاګرد ته د کتاب ښوونه او د هغه پوهول دی. لهذا د شاګرد پوهول په مطلق (قرأ او سمع) لوستل او اوریدلو باندي نه راځي، بلکي داسي یو مثالي تفاعلي تعاون ته اړتیا وي چې په مټ یې کماحقه مطلوب حاصل شي، او دا په معیاري تدریس ترلاسه کیږي. او د تدریس په معیاري کیدلو کې د تدریس په طرز او طریقه کې د نوښت رول له پامه نشي غورځول کیدای.

معیاري یا مثالي تدریس څنګه وي؟

د دې لپاره مختصر ځواب دا کیدای شي کله چې یو ښوونکی (مدرس) په دې وتوانیږي چې په ریښتیني مانا، خو په آسانه توګه خپل شاګرد وپوهولای شي؛ نو دا یو معیاري تدریس بلل کیدای شي، او دا کار له وخت سره سم د تدریس په طرز او طریقو کې د نوښت له لاري امکان لري.
د استاذۍ او تدریس د اسالیبو ماهرین په دې عقیده دي چې په هیڅ وخت کې دا سي یوه جامع طریقه نشته چې هغه دې هوبهو، هرځای، په هره زمانه کې ، د هر قسم شاګردانو او هر قسم مضمون لپاره مؤثره او کامیابه ثابته شي.
خو دا د یو مثالي استاذ تر کمال پوري اړه لري چې هغه څنګه کولای شي چې د وخت د اړتیاوو سره سم یوه مناسبه طریقه خپله کړي ترڅو د یو معیاري تدریس، مثالي ښوونکي او بریالي شاګرد په نتیجه هدف ترلاسه کړي. د دې لپاره لومړی د مدرس ځانګړتیاوو ته پاملرنه پکار ده.

د ښه مدرس ځانګړتیاوي:

د کامیاب او اغیزمن استاذ لپاره لومړی شرط دا دی چې پخپل عملکرد سره د شاګرد په زړه کې ځان ته ځای ومومي.

1 – استاذ به درسګاه ته په غصه نه، بلکي په مسکا او تبسم سره ورځي، شاګردانو ته به د خوښۍ احساس ورکوي.
2 – مدرس باید هرو مرو د وخت، نظافت، او نزاکت پابند و اوسي ترڅو عملاً شاګردان ترې اخذ وکړي.
3 – په خپل فن او مضمون کې پوره مهارت او په عین حال کې له هغه سره دلچسپي درلودل.
4 – ښوونکی باید د مدرس تر څنګ مربي هم و اوسي. شاګرد ته د علم او معلوماتو د نقلولو ترڅنګ هغه ته تربیه هم ور نقل کړي.
5 – استاذ باید فصیح او بلیغ وي، چې د نطق (خبروکولو) ښه قوه او په لنډه توګه د شاګرد د پوهاوي وړتیا ولري.
6 – مدرس باید د کورنۍ مطالعې عادت پر ځان لازمي کړي، ترڅو پر درس باندي حاکم وي.
7 – ښوونکی باید ابداعی (نوښتګر) فکر لرونکی وي، ترڅو د شاګردانو د لټي او دل شکنۍ سبب ونه ګرځي.

د مدرس لپاره پورتنۍ ځانګړتیاوي د بیلګې په توګه ذکر شوي، کنه داسي ډېر صفات شته چې مدرس باید ورځیني برخمن وي، په دغو صفاتو کې موږ د استاذ دا ځانګړتیا یاده کړه چې هغه به ابداعي نوښتګر فکر لرونکی وي، مطلب دا چې د تدریس لپاره به د نوي طرز او طریقو د موندلو وړتیا لري.

د تدریس نوي اسلوب:

لومړی عملي میتود: پخوا به معمولاً درس په نظري شکل ویل کیده، یعني استاذ به خپل کتاب ته کتل عبارت به ېي ویل او ترجمه کول به یې، شاګرد به خپل کتاب ته کتل او سمع به یې کوله، له داسي عملي میتود نه به کار نه اخیستل کیده، چې استاذ د بورډ یا تختي له مخي په تصویري شکل یوه مسئله شاګردانو ته تشریح کړي، او بیا له شاګردانو نه هم په همدې ډول عملي پوښتني وکړي.
مګر اوس تجربو ښودلي چې د همدغه عملي میتود له مخي شاګردانو ته درس ویل تر ټولو زیات مؤثر، ارزښتناک او اړین دی. یو مسلکي او تکړه استاذ په شاګردانو کې د عملي میتود له لاري استعداد او قابلیت پیدا کولای شي.

د دې کار ګټي: 1 – د شاګردانو پر خپل ځان باور زیاتیږي ، جرئت یې لوړېږي. چې بیا هیڅکله د ناکامۍ ویره نه احساسوي. 2- شاګردان د هرې ورځې لپاره تر ټولو زیات زیار باسي او بشپړ چمتووالی نیسي، او همدا چمتوالی یې بیا د تل لپاره عادت جوړیږي. 3 – په دې کار سره د شاګرد نیمګړتیاوې استاذ ته څرګندېږي او دا نیمګړتیاوې یې ور په ګوته کولاي شي، حل لارې یې ورته ښودلای شي. 4- په دې سره په شاګردانو کې هم د درس ورکولو، د ښه تشريح کولو، د بل چا په مخ کې د خبرو کولو، د بشپړ مسئولیت منلو او داسي نوري وړتیاوي پیدا کیږي.
لنډه دا چې د عملي میتود ګټې ډېري زیاتي دي. چې دا میتود د تدریس له نویو اسلوبو نه یو ګڼلای شو.

د تختۍ یا بورډ له مخي د درس تشریح:

کله چې استاذ شاګردانو ته د کتاب له مخي د یوې مسئلې یا یوې قاعدې او یا یوې موضوع په اړه درس پیل کړي، نو د ده لپاره ډېره ګرانه وي چې په آسانه شکل د خپل ذهن محصول تر شاګردانو پوري په آسانۍ سره ور انتقال کړي، مګر که همدا مسئله د بورډ یا دیوالۍ تختۍ پر مخ ولیکي، او له هغه نه یې ورته تشریح کړي، نو ډېر په آسانۍ سره کولای شي، چې یو نظری شی په بدیهي بدل کړي، معقول شی محسوس غوندي وګرځوي، استاذ له ډېري ذهني ستړیا ځان وژغوري، د شاګردانو په ذهن کې هغه خبره راسخه شي، او شاګردان نور هم د درس طرف ته تشویق شي.
نن سبا زموږ په مدارسو کې استاذان دغه شي ته چندان پاملرنه نه کوي، حتی ځینی خو یې د خندا وړ ګڼي، په داسي حال کې چې دا یو نبوي سنت عمل دی.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوځل صحابه کرامو ته د قرآنکریم دا آیة کریمه (وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ) داسي تشریح کړ، چې پرځمکه یې یو مستطیل شکل جوړ کړ، بیا یې د هغه په منځ کې اوږد خط کش کړ، او بیا یې له هغه نه په عرض کې ډېري لیکي و ایستلي. او صحابه وو ته یې وویل چې دا مستقیم خط زما لاره ده، دا تعقیب کړئ، او پر دا نورو لارو مه ځئ چې له هدفه به مو خطا کړي.
نو دا یو واضح ثبوت دی چې د مسئلې د ښه پوهاوي لپاره چې همدا ډول عملي میتود وکارول شي؛ ډېر مفید واقع کیدلای شي.
چې نن سبا یې بیا نوي شکلونه د پروجیکټر په بڼه هم راغلي دي خو هغه په عامو حالاتو او هرځای کې کارول ښایی مشکل وي، او په ټولو اسباقو او ټولو مضامینو کې یې نه اړتیا وي او نه یې شونتیا.

د عملي میتود بل شکل:

یو عرب عالم چې د تدریس په میدان کې په نویو ابتکاراتو کې ښه دلچسپي لري؛ هغه وایی ما خپلو شاګردانو ته درس وایه د زکوة مسئله مې ورته تشریح کوله، لومړی مې دا ورته ویل چې زکات په کومو اجناسو کې شته، نو د دې دپاره مې پر تخته هغوی ته ولیکل: (زکات) ما ویل تاسو راشئ دا کلمه تقسیم کړو، چې څلور حروف لري او دا هر حرف یې یوه او یا دوو اجناسو ته وضع کړو؛ خپله به د زکات اجناس را مالوم شی.
په دې طریقه: (ز) زر- سپین او سره – (ک) کښت او میوې (ا) انعام – څاروي- (ت) تجارت.
یعني د زکات له کلیمې نه موږ د زکات اجناس ټول په ذهن کې ساتلی شو.
دغه عالم داسي نور ډېر زیات مثالونه ورکړي، چې وایی هر استاذ په خپل ماحول کې د شاګردانو د مستوی مطابق یو ډول ابتکار په کار اچولای شي چې هم د ده لپاره آساني پیدا کوي او هم د شاګردانو په ذهن کې یې درس ښه وقعت پیدا کولای شي.

د آساتذه وو په اړخ کې ځیني د پام وړ کمزورۍ:

نن سبا ځیني آساتذه له یو لړ کمیو سره مخ وي چې د هغي منفي اغیز بیا مستقیماً پر شاګردانو پریوزي، هغه دا چې:
1 – ځیني آساتذه د ځان لپاره دا بده ګڼي چې هغوی ماشومانو ته د ابتدائي کتابونو تدریس وکړي، دوی هڅه کوي چې لوی کتابونه تدریس کړي. په داسي حال کې چې تعلیم او تربیه اصلاً کیږي د ماشوم، لویان ښایی چې له استاذ نه د معلوماتو ترحده یو شی حاصل کړي، خو هغسي تربیت او تعلیم چې د شاګرد په روح او نفس کې حلول وکړي او د استاذ په رنګ ورنګیږي؛ دا یوازي ماشوم کیدلای شي. چې له امله یې د ډېر اجر او باعث سبب هم د ماشوم تربیه او تعلیم ګرځي.

2 – ځیني ښوونکي د نه پوهیدلو پرمهال د (لاأعلم) له کلیمي سره حساسیت لري. حالانکه دا پخپله یو بهترین علم ، او په قرآني اصل عمل کول دی، چې الله تعالی فرشتو ته وفرمایل: «أنبؤنی بأ سما ء ھٰؤلاء… هغوی وویل: « سبحٰنک لا علم لنا الّا ما علّمتنا»
عبدالله ابن عباس رضی الله تعالی عنه فرمایی: « اذا أخطأ العالم لا أدری أصیبت مقاتلته» عالم چې کله د لاعلمي پرځای د لا ادری نه ویلو اشتباه وکړي، ګویا ځان یې هلاک کړ.

3 – ځیني ځوانان چې د فراغت سند ترلاسه کړي؛ هغوی نور له زدکړي ځان مستغني ګڼي چې دا په حقیقت کې لویه اشتباه ده. علامه عیني رحمه الله فرمایی: (وللعلم آفات: أعظمھا الاستنکاف…) د علم لپاره ډېر أفتونه شته چې ترټولو غټ یې له زدکړي څخه ځان مستغني ګڼل دی. له امام أعظم أبوحنیفه رحمه الله څخه وپوښتل شول، چې څنګه د دې دومره ستر علم څښتن شوي؟: « بم حصّلت العلم العظیم؟ فقال: ما بخلت بالاِفادۃ، ولا استنکفت عن الاستفادۃ» ده وفرمایل، یو مې چاته په افاده علم رسولو کې بخل نه دی کړی او بل مې هیڅکله ځان له زدکړي نه مستغني نه دی ګڼلی.
د سعید بن جبیر رحمه الله قول دی چې وایی: « لایزال الرجل عالماً مادام متعلماً» ترڅو چې سړی په زدکړه بوخت وي، عالم بلل کیږي، کله یې چې تعلُّم (زدکړه) پریښوده، بیا ورته عالم نشي ویل کیدی.

4 – بعضي کسان چې په کوم علم، یا فن کې مهارت ونلري؛ شاګردانو ته د هغه بدي بیانوي او یا لږ ترلږه ترغیب او تشویق خو بیخي نه ورکوي. مثلاً په عربي ژبه چې استاذ تکلم نشي کولای، همدارنګه څه ناڅه د ضرورت په اندازه انګریزي، او یا ریاضي، حساب او داسي نور د نن عصر اړین علوم او یا مهارتونه چې کوم استاذ خپله ورځیني برخمن نه وي، نو دغه کمی شاګردانو ته هم ور نقلوي، پرځای د دې چې شاګردان د هغوی عملي زدکړي ته وهڅوي؛ برعکس، حوصله شکني یې کوي، ترپام یې بد ورولي، غیبت یې ورته کوي. چې دا هم یوه لویه تېروتنه ده.
سقراط ته منسوب یو بیت دی چې وایی: (لا تکرھوا أولا دکم علٰی اٰثا رکم == فا نھم مخلوقون لزمان غیر زما نکم)
تاسو خپل (صُلبي او روحاني) اولادونه په هرڅه کې پرخپل نقش قدم مه اړباسئ، ځکه دوی ستاسو له زمانې غیر بلي زمانې ته پیدا کړل شوي.

خلاصه : څرنګه چې ښوونکی هغې شمعې ته ورته دی، چې خپله سوزي خو نورو ته رڼا ورکوي، نو ښوونکی د زده کوونکي لپاره تر ټولو بهترینه نمونه ده چې کولای شي د شاګرد په ژوندانه کې بدلونونه را ولي، یو ښه لارښود او مدد ګار ورته ثابت شي. خو دا هله چې استاذ، شاګرد، تعلیم او طریقه یې ټول د پورتني مختصر وضاحت په رڼا کې د نوي طرز او طریقې له ابتکار څخه برخمن و اوسي.
پای …………!

Related posts