اکتوبر 20, 2019

دمثالي اسلامي حکومت جوړولو نمونه…. ؟

دمثالي اسلامي حکومت جوړولو نمونه…. ؟

بشیرسمسور:
داسلامي حکومت جوړولو پرموضوع هردورکې داسلامي امت ثقه اوبا اعتماده علماوو عالمانه بحثونه اوفاضلانه څیړنې کړې ،چې په سبب یې امت ته خوراګټورې معلوماتي پانګې اوارزښتمنې علمي زخیرې په میراث پاتې دي.
څو ورځې وړاندې دچا له خولې مې دمثالي اسلامي حکومت…. تعبیریا اصطلاح وا وریده، چې دامریکایې اشغال دپای ته رسیدو وروسته که خدای تعالی کول په هیوادکې مثالي اسلامي حکومت رامنځته شي…؛ په دې سره مې دخوشالۍ نه زړه باغ، باغ شو،زکه دمثالي اسلامي حکومت رامنځته کیدو ارزو هرمومن افغان لري اودایمان غوښتنه ده چې هرمسلمان به دخپل وس په اندازه داسلامي حکومت په رامنځته کولوکې خپله توانائي اواستعداد صرف کوي
بیشکه افغان ولس له تیرو څلورو لسیزوراهیسې داسلامي نظام دکامل حاکمیت لپاره چې کومې بیدریغه قربانۍ ورکړې، اوددې لپاره یې کومې ناخوالې،تودې وسړې وزغملې هغه په تاریخ کې ساری نلري، راځم دیته چې د مثالی اسلامي حکومت جوړیدل دهرافغان ارمان او ارزو ده ، په دي امید چې دامریکایې اشغال نه دهیواد دزادۍ علمبرداران اوداسلامي نظام دنفاذلپاره دمبارزې رښتیني مخکښان او سرلاري به په دې لړکې مجاهد افغان ملت مایوسه نکړي.ورسره دلومړي اسلامي قرن دیومثالي واکمن دغوره سیرت او کردار څو کارنامې شریکوم
په لومړي اسلامي قرن کې دمثالي اسلامي حکومت مثالي واکمن حضرت عمربن عبد العزیز[رضی الله تعالی عنه] یادوم، څوک چې دراشدینو خلفاوو[رضی الله تعالی عنهم]وروسته هغه رښتینی مثالي اسلامي واکمن وچې مبارک سیرت یې نن هم د اسلامي حکومت جوړولوعلمبردارانو درهنمائي لپاره کافي وشافي دی
حضرت عمربن عبد العزیز[ رضی الله تعالی عنه] دبنوامیه کورنۍ غړی اوداسلامي خلفاوو په تاریخ کې دمثالي کردار څښتن خلیفه و، نوموړی دتابعینو دهغه مبارکې ډلې څخه و، کومه چې دصحابه وو[ رضی الله تعالی عنهم] نه وروسته ترټولوغوره طبقه وه،نوموړی دخپل وخت ممتازدیني عالم، محدث او صالح واکمن و، پلاریې یویشت کاله دمصروالی و، اوهم پخپله هغه دخلیفه ټاکل کیدو وړاندې دمدینې منورې والي و، پر دې علاوه نوموړی دخلیفه عبد الملک بن مروان وراره، زوم اوداموي واکمن خیل ممتازفردهم و، مشهور اموي خلیفه سلیمان بن عبد الملک چې کله دمرګ په بسترپریوت، د ځان وروسته یې عمر بن عبد العزیزخپل ځای ناستی غوره کړاوچارواکوته یې په ژوند کې له نوموړي سره دبیعت کولو حکم وکړ
کله چې دهجرت په۹۹کال صفرالمظفر میاشت کې سلیمان عبد الملک ومړ، د هغه وروسته حضرت عمر بن عبد العزیز دنوي خلیفه په حیث لوړه وکړه
دحضرت عمربن عبد العزیزسوانح لیکونکو لیکلي: حضرت عمربن عبد العزیز دخپل خلافت لپاره یواځي دشاهي کورنۍ دغړو بیعت کافي ونه ګاڼه، هغه چې کله دسلیمان بن عبد الملک دتکفین اوتدفین څخه وزګارشو، له هغه ځایه نیغ د دمشق جامع مسجد ته لاړ اوهلته یې خلکوته وینا وکړه، ویي ویل: خلیفه ټاکل دخلکو کاردی،زه ځان دخلافت لپاره اهل نه ګڼم؛ ددې لپاره غواړم چې خلکو ته دهغوی لخوا دخلیفه انتخابولو حق وسپارم؛ څوتاسو ناست خلک دځانو لپاره له ما پرته بل شخص دخلیفه په توګه غوره اوورسره بیعت وکړئ، خلکو په یو اوازوویل: دوی بل څوک خلیفه نه مني اونه دبل چاسره بیعت کوي.

حضرت عمربن عبد العزیز دخلیفه په حیث دټاکل کیدو وروسته چې ړومبی له کومې مسئلې سره مخ شوهغه داوه چې دبیت المال زیاته سلنه ملکیتونه دشاهي کورنۍ دمخورواشخاصو ترمنځ ویشل شوي وو،په دې وجه بیت المال ددرانه تاوان او خسارې سره مخ و، حضرت عمر بن عبد العزیزدبیت المال اړوند ملکیتونو اوشتمنیو،بیت المال ته دسپارلو لپاره جدي پریکړه وکړه اوپه قاطع عزم یې دبیت المال خوندي کولو ته ملا وتړله، ددې لپاره یې چې کومه تګلاره وټاکله هغه خورا په زړه پورې ده او په دوه برخویې وویشله، دهغې په دواړو برخو یې یوشان اوپه یو وخت کې عمل وکړ:
۱ ــ ترنورو دمخه یې پخپل شخصي ژوند کې تغیرراوست، که څه هم نوموړی شهزاده و،دتعیش اوسهولتونودژوند سره روږدی اوعادي و،روایتونوکې رازي: عمربن عبد العزیز نهایتي خوش لباس و، هیڅ لباس به یې دوځله نه په تن کاوه، حتی په ورځ کې به یې څو، څو جوړې بدلولې، هیڅ جوړه یې دوهم ځل نه اغوسته، تردې پورې کله چې دمدینې منورې دوالي په حیث دمشق نه مدینې ته راته، یواځي خپل ذاتي توکي او سامانونه یې په دیرش اوښانو بارمدینې ته راوړل
هم دا وجه وه چې دنوموړي علم اوتقوا ته په کتوبه دهغه معاصرینواوهمزولو په حدنه زیات نفاست اوګرانبیه لباسونواغوستویې نیوکې کولې، لیکن کله چې دخلیفه په حیث دخلکو لخواعمومی بیعت بشپړشواوددمشق مسجدنه بیرون را وت، دتشریفاتي دود په توګه ورته دشاهي اسونو دسته وړاندې شوه، نوموړي هغه ونه منله اودخپلې سورلۍ لپاره یې یواځي یوقچرغوره کړ، نوموړی په دې معامله کې دومره سخت دریځ غوره کړ چې دبیت المال په اړه خپلوانو سره په سختۍ کولو یې دحضرت عمرفاروق[ رضی الله تعالی عنه] یاد تازه کړ.
۲ – بیت المال ته، دبیت المال دملکیتونو اومالونو دسپارلو لپاره یې په واکمنواو دشاهي کورنۍ په غړو فشار ډیرکړ،او دې لړکې یې پیل له خپل ځان څخه وکړ، مدینه منوره کې [فدک باغ] چې دده په قبضه کې و، سملاسي یې بیت المال ته وسپاره، هم دارازدخپلې میرمنې [فاطمه بنت عبد الملک بن مروان] په غاړه کې یوه ګرانبیه غاړکۍ وه چې پلاریې (خلیفه عبد الملک بن مروان) دواده پر مهال ورکړيوه بیت المال ته وسپارله
ددې وروسته یې دشاهي کورنۍ غړي ټول طلب کړل اوهغوی ته یې په بیت المال پورې داړوندو ملکیتونو اوتوکیو دسپارلو حکم وکړ، دې سره دشاهي کورنۍ په غړوکې دناراضایت یو قوي زوږاوڅپه راپورته شوه، په خاصه توګه هشام بن عبد الملک بن مروان خو برملا مخالفت وکړ، هغه عمربن عبد العزیزته وویل: ته دپخوانیو واکمنودپریکړو لغوه کولو حق نلري ، دهغوی لخوا چې چاته کوم څه ورکړل شوي هغه اوس دبیت المال ملکیتونه ندي، اودا په ماضي پورې تړلي معاملات دي، ته! پکې کار مه لره، دپخوانیو پاچایانو په فیصلو کارمه لره، ځواب کې یې عمر بن عبد العزیز رح تري وپوښتل: که تاسره دوه داسې کاغذونه یافرمانونه شتون ولري چې یو ستا دپلار( عبد الملک بن مروان) وي اوبل داموي خلافت دمؤسس معاویه رضي الله تعالی وي، ته کوم یوته ترجیح ورکوي؟ هشام وویل: دمعاویه رضی الله تعالی عنه کاغذ یا فرمان ته ترجیح ورکوم زکه هغه ړومبنی دی، عمر بن عبد العزیز رح وفرمایل: ماسره دهغه نه هم وړومبنی فرمان شته دی…
هغه فرمان دالله تعالی کتاب دی، له دې وجې زه دپخوانیو واکمنو په فرمانونودالله تعالی فرمان ته ترجیح ورکوم
هشام ته یې بله خبره دا وکړه چې که یو شتمن شخص مړشي اودهغه په اولادونو کې دوه مټوراوځواکمن راپورته شي اودخپل پلار جایدادونه اوشتمنېټوله قبضه کړې،نوروارثان ترې محروم کړې، وروسته یو وخت تاته واک په لاس درشي، ته به دهغوی ترمنځ څه ډول انصاف وکړي؟ هشام وویل: زه به دقبضه کوونکوڅخه جایدادونه واخلم، اوپه ټولو به یې مساوي تقسیم کړم، حضرت عمربن عبد العزیز رح ورته وفرمایل: زه هم داسې کوم، غواړم چې دخلکو سره انصاف وکړم او هغوی ته په مساوي توګه خپل حقونه ورکړم نو په دې توګه یې دشاهي کورنۍ سرغړونکي افراد مات کړل او دهغوی نه یې دبیت المال مالونه په دوه اوونیو کې دننه وصول کړل
۳ – دریم ګام یې داپورته کړ چې په عامو خلکویې لګیدلي مالیات او ټیکسونه کم کړل، ورسره دمهربانۍ او نرمۍ څخه ډک سلوک یې پیل کړ، دې لړ کې یې دپخوانیو واکمنو له لوري پرعاموخلکولګول شوې درنې مالیې یې نه تنها کمې کړې، بلکې دهغوی له لوري زیات شمیرلګول شوي ناروا ټیکسونه یې ختم کړل، همدا رازیې دعامو خلکو لپاره دمالیاتو اوټیکسونو په اداء کولو کې اسانتیاوې پلي کړې بالخصوص لږکیو [نامسلمانو] باندې دپخوانیو واکمنو دلوري دلګول شوو ټیکسونو اوپرهغوی دکیدونکو ظلمونو دمخنیوي په اړه یې قوي ګامونه پورته کړل، دهغوی دژوند لپاره یې اسانتیاوې پیدا کړې
ددې په نتیجه کې خلکوکې خوشالې راغله، هغوی دومره راضي شول چې هرسړي به پخپله خوښه پخپله ذمه شته واجبات اداء کول، بیت المال ته خلکو پخپله رضا مالونه راوړل، خالی بیت المال بیرته ډک اومستحکم شو، يوځل یې بیت المال ته دخلکو له لوري پخپله رضا اورغبت سره دمالونو سپارلو په اړه وفر مایل : حجاج بن یوسف عراق کې په خلکو چې کوم ظلمونه کول هغه پټ نه وو،هغه درانه ټیکسونه لګولي وو، خلک یې دظلمونو څخه زیات تنګ وو، خوددې باوجود به هغه دعراق نه په کال کې ایله ۲۸ملیونه درهم ترلاسه کول، خو کله چې ما هلته دهغه وخت ظلمونه ختم کړل، اودمالیاتو اوټیکسونوپه اداء کولوکې مې اسانتیاوې راوستې نواوس په کال کې د عراق نه بیت المال ته د یوسل شل ملیونو څخه زیاتې پیسې راځي، دا زکه چې ما په خلکو ظلمونه بند کړل اوبل دمالیاتو وصولولو نظام مې اسانه کړ، خلک هلته پخپله ذمه شته واجبات پخپله بیت المال ته راوړي
دحضرت عمر بن عبد العزیز دخلافت دوره یوه نیکمرغه او بختوره دوره وه، نوموړي بیت المال خوندي کړ،دعامو مسلمانانو پۍ رودونکو ماشومانو لپاره یې دبیت المال څخه پیسې مقررکړې، په خلکو یې ظلمونه ختم کړل وړاندینو واکمنو به دنویو مسلمانانوڅخه هم جزیه اخیسته، نوموړي بنده کړه، او ظلم یې وګرځوله، دې سره مصرکې لوی شمیر خلک مسلمانان شول ، له امله یې په عوایدو کې کمی راغی، دمصر والي ورته یو لیک واستاوه اوشکایت یې وکړ چې خلکونه د پورونو په کولو معاشونه پوره کوم، عواید کم شول، بیرته په ځواب کې یې هغه ته ولیکل جزیه به په هیڅ صورت نه اخلي، الله جلا جله رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا ته [هادي] رالیږلی نه محصل،هغه وچې ددي ګامونوپه پورته کولو سره په لنډ وخت کې بیت المال ته پریمانه مالونه راغلل، داسلامي خلافت په حدودو کې دننه خلک دومره شتمن شول چې زکاة ورکونکو ته زکاة اخیستونکي په لاس نه ورتلل، زکاة ورکوونکو به پیسې له ځانو سره واخیستې ، په بازارونو کې به یې نارې وهلې که هرسړی دزکاة اخستو مستحق وي، هغه دي را شي دازکاة دي واخلي! خوبیا به هم دزکاة اخستومستحقین نه پیدا کیدل
موږ ایمان لرو که نن هم داسلامي نظام دنفاذ سرلاري اورهبران دحضرت عمربن عبد العزیز سیرت خپل کړي اوهغه دخپلې لارې مشال وګرځوي پوخ باورمودی چې یوځل به بیا نړیوال اوپه خاصه توګه افغانان داسلامي نظام دنیکمرغیو خواږه وڅکي او بشریت به داسلامي نظام دعدل اوانصاف له لورینو او مهربانیو څخه کما حقه برخمن شي

Related posts