اکتوبر 16, 2019

غزنی: شلګرکې ۱۰ تنه امریکایان ۸ غلامان قتل،۷ نور ژوبل،۴ ټانکونه ویجاړ شول

غزنی: شلګرکې ۱۰ تنه امریکایان ۸ غلامان قتل،۷ نور ژوبل،۴ ټانکونه ویجاړ شول

د الفتح بریمن بهیر کې پرون مجاهدینو د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند کمالخیلو او خدو خیلو سیمو کې د امریکایانو او مزدورو عسکرو په ګډه قوه پراخ بریدونه ترسره کړل. ګډ دښمن چې غوښتل یې د شلګر مفتوحه ولسوالي له مجاهدینو څخه بیرته ونیسي د مجاهدینو له کلک غبرګون او شکست سره مخ شو او پر مهال یې د دښمن ۴ ټانکونه له منځه وړل شوي، ۱۰ تنه مزدور امریکایان او ۸ تنه مزدور عسکر قتل، ۵ امریکایان او ۲ مزدور عسکر مرګوني ژوبل شول.

له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې د جګړې په ډګر کې تر دا مهاله هم د امریکایانو غوښي او د ویشتل شوو ټانکونو پاتي شوني خواره واره پراته دي.

وار خطا دښمن تر برید وروسته په یادو کلیو سخت بمبار کړی، دحاجي فضل الرحمن او نظام کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۲ میرمني یې په شهادت رسولي دي.

2019/10/7

 

Related posts