دسمبر 10, 2019

دکابل دمتزلزلي ادارې متزلزل   دريځونه!!

دکابل دمتزلزلي ادارې متزلزل   دريځونه!!

دورځي خبره

سيمه ايزو هيوادونو ته د اسلامي آمارت د سفرونو په تداوم تېره پنجشنبه د اکتوبر په دوهمه د اسلامي امارت د سياسي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري يو دولس کسيز هیئت پاکستان ته په رسمي بلنه سفر وکړ.

ياد هيئت د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير سره د سولې، دواړو هيوادونو د دوه اړخيزو اړيکو، پاکستان کې د ميشتو افغان مهاجرينو او افغان تاجرانو ته د اسانتياوو د رامنځته کيدو په موضوعاتو خبرى وکړې.

اسلامي امارت د نړۍ او د سيمې هيوادونو سره د متقابل احترام په چوکاټ کې د دوستانه اړيکو غوښتونکى دی او وخت په وخت يې استازي سفرونه لري چې دپاکستان سفر هم دهماغو سفرونو يوه برخه ده.

د کابل اداره چې په نظامي او سياسي ډګرونو کې يې د اسلامي امارت په وړاندې ماته خوړلې او په يو شرمونکي او متزلزل حالت کې قرار لري، هر وخت يې د يادو سفرونو د کم رنګه کولو ناکامې هڅې کړي خو بريالي شوي نه دي.

پاکستان ته يې د اسلامي امارت د استازو د سفر په اړه هم متزلزل دريځ خپل کړ، د کابل ادارې د مشر اشرف غني وياند صديق صديقي  پاکستان ته په دې سفر نيوکه وکړه او د پاکستاني چارواکو لخوا يې د اسلامي امارت د استازو تود هرکلى د ديپلوماتيکو اصولو ضد کړنه وبلله.

خو د رژیم بهرنيو چارو د وزارت وياند صبغت الله احمدي بيا ددې سفر هرکلی وکړ او امريکايانو سره خبرو د بيا پيل هيله يې وښوده،

چې ډير ژر يې د ارګ لخوا خبري رد او د نوموړي شخصي نظر يې ياد کړ.

 پورته دوه متفاوت نظرونه ښکاره کوي چې د کابل اداره کې څومره ژور اختلاف دی، چې دوی د يو سفر په هکله دومره متفاوت نظرونه لري؛ نو بيا څنګه کولای شي چې له اسلامي امارت سره د خبرو په هدف د يو قوي او باصلاحيته مذاکراتي ټيم په جوړولو وتوانيږي.

د پاکستان د سفر اړوند د ارګ او بهرنيو چارو وزارت اختلاف د اسلامي امارت هغې داعيې ته لا قوت وربښې چې تل يې ويلي د کابل اداره د خبرو صلاحيت نه لري، لومړى بايد له امريکايانو سره ستونزه حل او بيا له بيلابيلو افغان جهتونو سره خبرى وشي

Related posts