دسمبر 10, 2019

افغانستان د 2019 کال سپتمبر په مياشت کې

افغانستان د 2019 کال سپتمبر په مياشت کې

احمد فارسی

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانګړې کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.

——————————–

د۲۰۱۹م کال سپتمبر مياشت له ډول ډول او بېلابېلو پېښو ډکه وه، په دې مياشت کې وسلوال او سياسي دواړه ډګرونه ډېر زيات ګرم و، د سولي خبرو په همدې مياشت کې وروستی پړاو ته ورسېدې او بيا يې له ناکامۍ سره پای وموند، په وسلواله برخه کې ډېري ولسوالۍ د مجاهدېنو تر واک لاندې راغلې، د جمهوري رياست تقلبي ټاکني هم پېکه او ورسره د ولس له علاقې پرته ترسره شوې، چې ښايي راتلونکی يې د ناوړه پايلو شاهد وي، اشغالکر دښمن هم په دې مياشتي کې زيات تلفات لرل، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

د بهرنيو اشغالگرو تلفات:

د۲۰۱۹زېږديز کال د سپتمبر لومړۍ نېټه د ارزګان په مر کز ترېنکوټ کې د لږ تر لږه۳تنه اشغالګرو د وژل کېدو شاهده وه، د هغه پر سبا ورځ په کابل کې د اشغالګرو په ګرين وېلج کمپ د مجاهدېنو سخت بريدونه له۲۰۰تنه زياتو اشغالګرو د مرګ ژوبلي لامل و ګرځېدل، دغه ورځ د غور ولايت په مرکز کې د يوې بې پيلوټه الوتکي د رانسکورېدو شاهده هم وه، د سپتمبر پر۵مه د پنجشنبې په ورځ د کابل ولايت د مجاهدېنو د هغه بريد شاهد و چې په ترڅ کې يې۱۲بهرني اشغالګر و وژل شول، په همدې ورځ د لو ګر په ولايت کې يوه بل سخت بريد د څوتنه اشغالګرو ژوند واخېست، ورپسې د سپتمبر پر۱۹مه د پنجشنبې په ورځ مجاهدېنو له لوګر څخه د۸تنه اشغالګرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د سپتمبر په۲۳مه د کندهار په هوايي ميدان کې د عامه نظم پوليسو په ليکو کې يو نفوذي د ۱۲تنه اشغالګرو په وژلو و توانېد او د سپتمبر په۳۰مه يو ځل بيا په لوګر کې د مجاهدېنو د کمين په بريد کې۲اشغالګران و وژل شول.

د مزدوري ادارې تلفات:

د الفتح عملياتو تر سرليک لاندې به مو لوستلي وي چې د سپتمبر مياشتي په اوږدو کې پر دښمن سلګونه برېدونه ترسره شوي او په ترڅ کې يې د هغه سلګونه تنه امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دلته د يو څو پېښو په يادولو بسنه کوو، د سپتمبر لومړۍ نېټه د يکشنبې ورځ د بدخشان مرکز فيض اباد کې د يو مهم اربکي قوماندان د وژل کېدو شاهده وه، ورپسې د سپتمبر پر۴مه د چهار شنبې په ورځ د پکتيا احمد اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د مجاهدېنو له لوري و ژل شو، د سپتمبر پر۳۰مه د دوشنبې په ورځ په ميدان وردګو ولايت کې د غزني امنيه قوماندان مرستيال د مجاهدېنو په مخامخ بريد کې و وژل شو، او په همدې ورځ د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ د پلان آمر هم مجاهدېنو و واژه.

ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:

ولسي وګړو ته زيانونه اړول او د هغوی ځورول چې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي ورڅخه د مجاهدېنو په وړاندې د يوې حربې په توګه کار اخلي مخ پر زياتېدو دي، چې اوس نه يواځي عام ولسي خلک بلکې د کابل مزدوري اداري پلوي خلک هم د مزدورو او لاسپوڅو له ګزنده خوندي نه دي، په همدې لړ کې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د يکشنبې په ورځ اشغالګرو د خپلو کورنيو ګوډاګيانو په ملتيا د غزني ولايت په ناوه ولسوالۍ کې تر۲۰۰زيات دوکانونه او د خلکو کورونه له منځه يوړل، په همدې ورځ رسنيو په بدخشان کې د اربيکيو او امنيتي ځواکونو په لاس د۴۰کورونه د سوځولو خبر ور کړ، ورسره هممهاله د فارياب ګرېزوان ولسوالۍ کې د اشغالګرو د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ۲۰تنه وګړي مړه او ژوبل شول.

ورپسې د سپتمبر پر۲مه د دوشنبې په ورځ د ميدان وردګو په سيد آباد ولسوالۍ کې د اشغالګرو د بمار له امله۱۲ماشومان مړه او ژوبل شول او د سپتمبر پر۵مه د پنجشنبې په ورځ ګډو وحشيانو ننګرهار ولايت کې ۴وروڼه چې د غني پلويان و په شپنيو عملياتو کې و وژل، د وژني دغه لړۍ روانه وه او هره ورځ يو نوی جنايت تر سره کېده خلک په وېنو ولړل شول، په همدې لړ کې د سپتمبر پر۲۳مه د هفتې په ورځ د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده مراسم تر بمبار لاندې راغلل چې د ماشومانو او ښځو په ګډون۹۳تنه پکې مړه او ژوبل شول.

د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو تفصيلونه د اسلامي امارت په رسمي ويب پاڼه كې خپور شوي راپور كې كتلای شی.

الفتح عملیات:

الفتح عملیات د سپتمبر مياشتي په اوږدود کې تند روان و او له تمي پورته لاسته راوړنې درلودې، د سپتمبر لومړۍ نېټې د يکشنبې ورځ د بغلان پر ولايت د مجاهدېنو د سختو برېدونو شاهده وه چې په ترڅ کې يې د ياد ولايت مرکز ټولي پوستې فتحه شوې، د دې پر سبا ورځ د غزني ولايت په مرکز کې يوه پوسته د مجاهدېنو په بريد کې سقوط شوه او د قوماندان په ګډون يې ټول مېشت ځواکونه و وژل شول، په همدې ورځ د کندز په سې درک کې د دښمن په کمانډويانو زورور استشهادي ربيد ترسره شو چې پکې له۵۰زيات کمانډويان مړه او ژوبل شول، له بل لوري همدا ورځ کابل په د اشغالګرو په مهم استخباراتي مر ګرين وېلج د مجاهدېنو د سختو بريدونو شاهد و چې ورکي له۲۰۰زيات اشغالګران مړه او ژوبل شول او په مېليونونو ډالر ورته واوښتل.

د سپتمبر پر۳مه د سې شنبې په ورځد تحار په ينګي قلعه کې د مجاهدېنو له لوري  د قوماندان په ګډون ګڼ شمېر اربکيان و وژل شول، په همدې ورځ د بلخ په زارع ولسوالۍ له سختو نښتو وروسته د مجاهدېنو تر واک لاندې راغله، د سپتمبر پر۶مه د جمې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د فراه ولايت پر مرکز سخت برېدونه پيل کړل او هممهال ورسره د کندوز خان آباد ولسوالۍ هم د مجاهدېنو لاسته ولوېده،  د هغه پر سباورځ د فراه انادره او د کندز ارچي ولسوالۍ هم فتحه شوې، د سپتمبر پر۸مه د بغلان ګذرګاه او د کندز قلعه زال ولسوالۍ د مجاهدېنو تر واک لاندې راغلې، د هغه پر سبا ورځ د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ ونېول شوه د سپتمبر پر۱۰مه دښمن د مجاهدېنو له لوري د تخار ينګي قلعه او درقد ولسواليو سقوط ومنل او ورپسې د سپتمبر پر۱۴مه د هفتې په ورځ د فراه بالابلوک ولوالۍ فتحه شوه.

د سپتمبر پر۱۲مه د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د کابل په رېشخور سېمه کې د کمانډويانو پر يوه مرکز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه کمانډويان مړه او ژوبل شول، د سپتمبر پر۱۹مه د پنجشنبې په ورځ د زابل د امنيت رياست هم د مجاهدېنو د سختو برېدونو شاهد و چې پکې زيات شمېر د دښمن امنيتي کسان مړه او ژوبل شول، د سپتمبر پر۲۱مه د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د اربکيانو يوه مهمه ځاله فتحه شوه، ورپسې د سپتمبر پر۲۷مه د جمې په ورځ د سمنګان دره صوف او د فارياب قرمقل ولسوالۍ هم فتحه شوې او د سپتمبر پر۲۸مه د هفتې په ورځ خلکو د جوزجان درزاب ولسوالۍ د فتحي تماشه کړه.

پورته پېښي د يوې بېلگې په توگه يادې شوې، د الفتح عملياتو تفصيل د اسلامي امارت په خپرونو كې موندلای شی.

د سولي خبري:

د سپتمبر په لومړۍ نېټه د يکشنبې په ورځ د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم او امريکايي لوري ترمنځ د نهم پړاو خبري پای ته ورسېدې او د سولي خبرو مسوده د دواړو لوريو مشرانو د وروستۍ موافقې لپاره هغوی ته ورکړل شوه، خو سپتمبر۷مې او۸مي ترمنځ نېمه شپه په يو ناڅاپي خبر کې د امريکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو پرمخ وړل ودرول او په ښکاره يې پر ګرېن وېلج د مجاهدېنو وروستي بريدونه او ورکي د خپلو مهمو کسانو وژل کېدل د دې کار لامل وښود.

له دې وروسته د امريکا او ناټو بېلابېلو چارواکو په افغانستان کې د خپلو حملو د زياتولو په اړه څرګندونې وکړي او ټولو د جګړې په دوام ټېنګار وکړ.

په وړاندې يې اسلامي امارت هم امريکا او نور اشغالګر د وروستيو دوولسيزو تېروتنو ته متوجه کړل، له بهرنيو اشغالګرو سره هر ډول جګړې ته تياری وښود چې د وروستي بهرني تر وتلو به خپل جهاد ته دوام ورکوي، او ورسره يې دا هم و ويل چې د اسلامي امارت د مذاکراتو دروازه به بياهم همداسي خلاصه وي.

تقلبي ټاکني:

د سپتمبر پر۲۸مه د هفتې په ورځ په هېواد کې تقلبي ټاکني ترسره شوې، چې پکې د۳۵ميليون نفوسو له جملې يې۹ميليونو نوم ليکنه کړې وه او د لومړۍ ورځي د راپورونو په بنسټ يواځي يونيم ميليون کسانو يې پکې ګډون کړی و چې بيا دوه ورځي روسته يې۳ميليونه ته لوړ کړ، له اشرفغني پرته ټولو نوماندانو دغه ټاکني له تقلب او درغلۍ ډکې وبللې او د مياشتي تر وروستۍ نېټې يې هم پايلي نشي اعلان، شنونکي په دې اند دي چې د پايلو د اعلان ځنډ د خلکو د احساساتو د خاموشولو په موخه ترسره کېږي ترڅو د تقلب له اعلان سره رايه کارونکي شور جوړ نکړي، په تېر ځل ټاکنو کې هم پراخ تقلبونه شوي و چې په پای کې د جانکيري په لاس يو دوه سره اداره رامنځته شوه، داسي ويل کېږي چې په ټاکنو کې پراخي درغلۍ ښايي په راتلونکي کې ډېر ناوړه پيغام له ځان سره ولري.

د اسلامي امارت مجاهدېنو د ټاکنو په ورځ پردښمن خپل برېدونه زيات کړل او د يادي ورځي په اوږدو کې يې نږدې۳۱۴برېدونه پرې ترسره کړل چې په ترڅ کې يې د دښمن سلګونه امنيتي ځواکونه مړه او ژوبل شول، اسلامي امارت د ټاکنو له ډرامي سره د هېواد والو د پرېکون او د هغې د شنډلو له امله مننه وکړه.

Related posts