اکتوبر 20, 2019

پاکستان ته داسلامي امارت د هیئت سفر

پاکستان ته داسلامي امارت د هیئت سفر

د ورځي خبره:

پرون داسلامي امارت د سیاسي مرستیال او قطر دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر په مشري پلاوي له قطر څخه پاکستان ته سفر وکړ، داسلامي امارت پلاوي ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي او لوړ پوړو چارواکو هر کلی ووایه او دواړو لورو ټینګار وکړ چې افغانستان کې روانه جګړه باید ختمه شي او سوله تامین شي.
داسلامي امارت پلاوي له پاکستاني چارواکو سره دافغانستان او پاکستان پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، پاکستان کې دمیشتو مهاجرو هیوادوالو دصحت، تعلیم، تګ راتګ او افغان تجارانو ته داسانتیا برابرولو په اړه خبرې وکړې او پاکستاني چارواکو په ذکر شوو موضوعاتو کې دهمکارۍ ژمنه وکړه.
تېره میاشت د اسلامي امارت بیلابیلو هیئتونو روسیې، ایران او چین ته سفرونه درلودل،اسلامي امارت د کوربه هیوادونو له چارواکو سره ناستو کې خپل داخلي او بهرنی دریځ روښانه کړ او دافغانستان داشغال پر خاتمې، سولې او سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې، یادو شوو هیوادونو داسلامي امارت موقف تائید کړ او له ګران هیواد افغانستان څخه یې دامریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.
اسلامي امارت لکه څنګه چې نظامي ‌ډګر کې دهیواد له خپلواکۍ، لوړو ګټو او محبوب ولس له حقونو دفاع کړې او دې لار کې یې خورا ډيرې قربانۍ ورکړې، همداراز کوښښ کوي چې له ډپلوماټیکو لارو هم خپلې هڅې جاري وساتي او اشغال شوی هیواد ازاد او ولس ته له شته ستونزو نجات ورکړي.
داسلامي امارت د پرله پسې سیاسي هلوځلو له امله په سیمه ، ګاونډ او نړۍ کې له د ګران هیواد د اشغال اجماع دړې وړې شوه او نژدې ټول نړیوال دې پایلې ته رسیدلي چې دافغانستان دجګړې عامل امریکایي اشغال دی او د اشغال په ختمیدو سره دافغانستان جګړه پای موندلی شي.
اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ګاونډیانو او نړیوالو سره ښه روابط غواړي او هیله لري چې دافغانستان داشغال د خاتمې په اړه له افغان ولس د روانې مبارزې سیاسي او اخلاقي ملاتړ وکړي.

Related posts