اکتوبر 20, 2019

د اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ لیدنه وشوه

د اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ لیدنه وشوه

د محترم ملا برادر اخند په مشري د اسلامي امارت د هیئت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره نورو لوړ رتبه چارواکو تر منځ تفصیلي ناسته او لیدنه وشوه.
نن له غرمې مخکې په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادو په اړیکو، سیاسي موضوعاتو او د سولې په تړاو جریاناتو سربیره د اسلامي امارت له لوري په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د تعلیم، صحت، تګ راتګ او د ویزو په ورکړه کې د سهولتونو په رامنتځه کیدو هم خبرې وشوې.
همدا ډول له پاکستاني لوري څخه د افغان تجارانو سره په اړوندو برخو کې د همکاري غوښتنه وشوه، چې په مقابل کي د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لخوا وعده وشوه چې په یادو ټولو برخو کې به پوره همکاري وکړي او لازم سهولتونه به رامنځته کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۴/۲/۱۴۴۱هـ ق
۱۱/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/3م

Related posts