اکتوبر 16, 2019

آیا اندرابي له ولسوالیو خبر دی چې لاپې وهي؟؟

آیا اندرابي له ولسوالیو خبر دی چې لاپې وهي؟؟

زخمي افغان
د اشرف غني په ګډوله حکومت کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ د بلخ ولایت په مزار شریف کې د پوځي افسرانو د فراغت په یوه غونډه کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې تسلیم شي او وسلې پر ځمکه کیږدي.
د کورنیو چارو د وزیر په حیث په اوسنیو شرایطو کې د اندرابي دا ګواښ داسې معنی لري لکه په تیښته او شکست محکوم کس چې په مقابل ځواکمن اړخ د تسلیمۍ چیغې وهي او پرته له دې چې خپل فراري حالت په نظر کې ونیسي د ځان د فاتح ښودلو نمایش کوي.
د مسعود اندرابي لاپې ځکه بې ځایه دي چې طالبانو په تیره یوه میاشت کې چې کوم پرمختګونه کړي، پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی. په سبتمبر میاشت کې طالبانو په دریو ولایتي مراکزو ځواکمنو حملې وکړې، دکندز او فراه ولایت د مراکزو ډیرې سیمې یې تر کنترول لاندې راوستې دغه راز یې د بغلان مرکز پلخمري هم ډیره موده کلابند وساته.
طالبانو په تیره میاشت کې د کابل د ګرین ویلیج، شش درک، د کندهار د نفوذي برید او نورو ولایاتو کې ګڼ شمیرځپونکي عملیات ترسره کړل. دغه راز یې د انتخاباتي ډرامې په ورځو کې په درست افغانستان کې خپل عملیاتي پلان په داسې اغیزناک ډول تطبیق کړ چې له امله یې دغه پروسه په بشپړه توګه خنثی او خپله حکومتي رسنیو اعتراف وکړ چې دغه انتخابات د پخوانیو ټولو په نسبت بې اعتباره او کمرنګه وو. خو دا چې مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزیر دی او د پولیسو عمومي مشري د ده په غاړه ده نوموړې ته به ور حساب کړو چې یوازې به تیره سبتمبر میاشت کې د ۱۵ ولسوالیو مراکز د طالبانو لخوا نیول شوي دي. له دې جملې د بلخ زارع، د بغلان ګذرګاه نور، د فاریاب قرمقل، د فراه بالابلوک، د سمنګان دره صوف پایین، د جوزجان درزاب، په کندز کې خان اباد، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو مراکز د طالبانولاس ته لویدلي.
خو هغه ولایت چې په دې ورځو کې تر ټولو د ډیرو فتوحاتو شاهد و، د تخار ولایت دی. په تخار ولایت کې مجاهدینو د خواجه غار، ینګي قلعه، درقد، بهارک او چاه آب ولسوالیو مراکز یو په بل پسې سقوط کړل. همد اوس مجاهدین د دې ولایت د مرکزي ښار تالقان دروازو ته رسیدلي او هره شیبه امکان لري چې دغه ښار د مجاهدینو په لاس فتح شي.
که یوې خوا ته په تخار، کندز او بغلان کې جنګي وضعیت د داندرابي د ځواکونو له کنتروله وتلی، بل اړخ ته د جوزجان په شورتېپه کې ګڼ شمیر عسکر او پولیس محاصره پاته دي. خو د دې ویجاړ وضعیت په منځ کې مسعود اندرابي بیا هم د بریا او سوبې سندرې وایي او کوښښ کوي خلک په دې خبرو تیر باسي.
مسعود اندرابي، حمد الله محب، خوشال سادات اونور چې نوي د جګړې میدان ته راغلي، مخکې له دې چې د بریا نغارې وډنګوي لږ باید د جګړې تیر اتلس کلن پس منظر ته هم سر ورښکاره کړي. دوی باید پوه شي چې د طالبانو خوځښت کوم معمولي او موسمي حرکت نه دی چې دوی یې د پوځي عملیات یا بمبار په زور ځپلی شي. بلکې دا د اولسي پرګنو سراسري جهادي قیام دی چې په ځپلو یې د ناټو او امریکا په شان نړیوال ابرقدرتونو ستړي شوي او په پای کې یې ورته د تسلیمۍ سر خم کړی دی. نو په کار ده چې دغه نوي په بازار راغلي ماشیني جنرالان یې لږ سړه وخوري او له خپلو لاپو او دعوو سره دې پام کوي.

Related posts