اکتوبر 16, 2019

هو! نړۍ دې طالب وپیژني ..!

هو! نړۍ دې طالب وپیژني ..!

صفي الله رائد:

کلونه پس له کابل ښاره و وتم؛ له ملګرو سره په ګډه د یو دوست د واده لپاره د میدان ښار په لور وخوځېدم، داسې یوې سیمې ته چې له کولونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه، هو! دا ځل یو همداسې کلي ته روان شوم خو! نا آرامه، زړه او نازړه..؛ ځکه زه له یو داسې ښارۀ را وتلی وم چې اوسیدونکو یې د یاد غورزنګ په باب په پراخه کچه منفي ذهنیت خپل کړی و.
په چوکۍ کې ناست څو لحظې ډارونکو خیالونو یو بل لوري ته یو وړم:
ـ برخلیک به مو څه وي؟
ـ چیر‌ې به مو ښکته کوي؟
ـ څه به راته وایي؟ او چیرې به مو وړي؟ ایا دوی به موږ ووژني ؟!!
ـ اخېر ولې؟! طالبان ولې داسې کوي؟!

ناڅاپه موټر ودرېد.
ـ طالبان دي..!
له موټر ښکته شو..
داچې نن مې نو په لومړي ځل مخامخ د طالبانو لیدل ؤ؛ نو ځکه د دوی لیدو ته تر نورو زیاته زما تلوسه وه خو له ډېرواندېښنو سره مل..!
خو! داسې نه ؤ؛ دلته هر څه تغیر برېښېدل؛ هغسې نه ول چې اوریدلي مې ؤ، د دوی په باب چې په رسنیزو او سوداګریزو اعلاناتو کې کومې رنګارنګ انځوریځې کیسې خپرېدې او لیدل کېدې؛ ډېر زیات توپیر یې درلود.

داچې له نېژدې مې کله نه ؤ لیدلي نو زړه مې وکړ ترڅو له ټولو سره په لاس روغبړ وکړم خو! څو لحظې هک پک حیران ولاړ وم او یواځې ننداره مې کوله؛ د رنګارنګ موټرسایکلونو سربیره سرک د ښایسته ؤ ځلمکیو نه ډک او ډوک ؤ، دنګ قدونه، ړنګې، بنګې ځوانۍ یې ډېرې زړۀ راښکونکې وې.
تورو څڼو او په لاس رنګارنګ ښایسته ټوپکو یې د هر یوۀ ښکلا لا یو په دوه کړې وه. داسې لکه د رښتیني مجاهد اصلي انځور مې چې مخ ته وي، داسې لکه د یو حقیقي مجاهد انځور ته چې ګورم ..!

خو! نه پوهېدم؛ څنګه ومنم؟ څنګه باور وکړم؟ چې دا دومره ښایسته خلک دې طالبان وي؟؛ ځکه په کابل ښار کې د دې غورزنګ پر ضد رسنیزو اعلاناتو دومره وېرولی وم چې له کابل ښاره به بیرون نه وتم مګر دلته هرڅه برعکس برېښېدل؛ داسې ښکلی مخلوق او ښایسته انسانان مې چیر‌ې هم نه ؤ لیدلي هک پک ولاړ وم…!
د څنګ ملګري مې راته کړل: ګمان نه کوم چې دابه هغه جنګیالي طالبان وي چې د روانه جګړه کې ښکېل او موږ یې روزمره په اعلاناتو کې د تلوزیون پر مخ وینو؟؛ فکر کوم دا ښایسته غمي به د مدرسو طالبان او حافظان وي!
ـ نه، لیونیه د مدرسو طالبان ندي؛ ولې ته یې دا ټوپک او چانټې نه وینې؟
ـ موټروان راغبرګه کړه: تاسو لکه چې طالبان کله نه و لیدلي؟
ـ ستاسو دواړو خبره صحي ده؛ دوی، هم طالب العلمان دي هم حافظان او مجاهدین؛ ځکه دوی کې ډېری هم دیني زدکړې کوي او هم د جنګ لومړیو کرښو ته راځي؛ اوس خو نو اوړی دی؛ مدرسې رخصت دي ټول جهاد لپاره راغلي؛ دلته ګرځي.

هو! دا هماغه طالبان دي چې تاسو یې د کابل ښار په رسنیزو اعلاناتو کې وینئ(!)
وروسته یاد موټروان د دې برحقې مجاهدې ډلې د حقانیت څو نورې په زړه پورې کیسې هم وکړې..

دغې زړۀ راښکونکې ډلې سره یې یو مشر هم سرک ته راختلی ؤ؛ لږ هاخوا ملګري او څه نور کلیوال پرې راټول ول؛ نو زه هم ور روان شوم، تورو سترګو دنګي وني اوږدو څڼو ته یې د ډېرو سترګې ور آوښوتې؛ شونډې یې په مسنونه اذکارو ښورېدې دملګرو ترمنځ خاموش ولاړ و.
هو! دغه ځوان چې څمره په جمال کې پټ ؤ همدومره الله ته خوښ او دکمال څښتن هم ؤ.
ستړې مشي کې مې لاس ور وروړاندې کړ خو! هغه غېږۀ راته خلاصه کړه او په خندا خندا یې راسره ستړي مشي وکړه.
یوسف نومېدۀ، د ملګرو تر منځ په قاري صیب مشهور ؤ مګر مخابره کې به د یوسف په نوم غږونه پرې کېدل ، پر لیدو مې یې ذهن کې د حضرت یوسف علیه السلام دښایست، سیرت او صورت کیسې پرلپسې راټوکېدې..

هوکې، یوسف، په رښتیا چې د یوسف علیه السلام ریښتینی لاری ؤ؛ همدومره خوش اخلاقه، خوش طبعه او پاک زړی طالب جان ؤ؛ ناشنا اخلاق یې درلودل او یو نمونه انسان ؤ.

د دغو طالب ځلموټو ښایسته چلند او رویې په لیدو فکر یوړم، زړۀ او ژبه مې په دغو څو جملو اوړېدۀ راوړېدۀ:
ـ هوکې، همدوی د زړونو ګټونکي دي؛
ـ همدوی ددې خاورې اتلان دي.
ـ همدوی بریمن دي.
ـ همدوی پیاړي دي، همدوی غښتلي دي او همدوی د دې وطن اصلي بچي(طالبان) دي.
هوکې، موږ افغانانو د طالب حقانیت درک کړی؛ نړۍ او رسنۍ دې درواغ نه وایي؛ هو! نړۍ دې طالب وپیژني ..!

دبیا راتلو په هیله یې..
صفي الله “رائد”
۱، اکتوبر، ۲۰۱۹

Related posts