اکتوبر 20, 2019

د نوموتې اتل مجاهد شهید صابر شاه میوند ژوند ته کتنه:

د نوموتې اتل مجاهد شهید صابر شاه میوند ژوند ته کتنه:

لیکنه:فیض صمیم

الحمد لله لاهله، مذل الشرك بقهره ومصرف الأمور بأمره، ومستدرج الكفار بمكره، وجعل العاقبة للمتقين بفضله امابعــــد:

أعوذ بالله مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ  . بِســـْمِ الله الرَّحْــمَنِ الرَّحِيــــــمِ . وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ .

د کنعان ښارونه مه راپسې ګورئ:

اوس د کلي هدیره کې زما کور دی؛

ددې امت د نابودي فکر دي څوک نکوي!

هوکې!

امریکایان او ملګري يې خپل زر ، زور او مکر ته غره ؤ ، دوی داسې فکر کاوه چې په وحشي بمباریو ، قتل عامونو ، په زندانونو کې په سختو تعذیبونو او شکنجو به غیرتي افغانان و ویروي او له خپلې برحقې داعيې څخه به يې منصرف کړي.

په زرو به يې وجدان واخلي او په سپيڅلي اسلام باندې به د افغانانو د باور منګولې د شیطاني مکر په مټ  سستې کړي، خو لله الحمد څومره چې د دوی ظلمونه او وحشتونه او مکرونه زیاتیږي، هومره د غیرتي افغانانو وینې په جوش راځي ، ایماني جذبې يې زیاتیږي او د صلیبیانو او د دوی د غلامانو په مقابل کې هم د ژوند له ښېرازیو تیریږي او هم خپل شیرین اولادونه سرښندنې ته وړاندې کوي.

افغانانو!

مرګ حتماً راتلونکی دی، د ذلت او غلامۍ له یوې پيړۍ ژوند څخه د غیرت او سرلوړۍ یو ساعت ژوند بهتره دی، د سرښندونو میدان ته را ودانګئ ! جهاد ته مخه کړئ ! اشغالګر صلیبیان له خپلې خاورې وشړئ !  ژوند به مو د عزت په سنګرونو کې وي، مرګ به مو سپیڅلی شهادت وي بیا به هم مړه نه واست ، هم به د الله تعالی په نزد د تل لپاره ژوندي یاست او هم به په دنیا کې د مؤمنانو په زړونو  او د تاریخ په پاڼو کې د تل لپاره ژوندي واستزړونو.

اوس که یو طرف کفري لښکرو دمسلمانانو د له منځه وړلو لپاره لښکر کشۍ کړي ، ټلوالې او اتحاد یې جوړې کړي ، د وارسا او دناټو په نوم یې په مسلمانانو ډله یيزې حملې کړي،

خو بل طرف بیا داسلامي نړۍ له غیږي سرشار او فداکار حماسي ځوانان را وټوکېدل او د معاذ، معوذ، خالد بن ولید، عمیر بن الحمام، محمد بن قاسم، موسی بن نصیر، یوسُف بن تاشفین او صلاح الدین ایوبي (رضی الله عنهم ورحمهم الله اجمعین) ځلانده تاریخونه يي را ژوندي کړل.

دوی په دې لړ کې داوسنۍ ناټوګۍ پر وړاندې په پوره متانت، میړانه اوغیرت ودریدل، اګر که له عمرونو کم ؤ خو فولادي  عزمونو یی له پامیر او شمشاد سره ډغرې وهلې او د همدوی متین عزمونه ؤ، چه د وخت فرعون (ډونالډ ټرمپ) یې خبروته مجبورکړ.

همـــــداسي ؤ!

راځئ د حق د لارې له همداسې یوه لاروي سره څو شیبې پاتې شو او د زړه په سترګو ددۀ ویاړونه او کارنامې وګورو او په لاره یې د تللو کلک هوډ وکړو.

د پکتیکا ولایت  د مرکز ښرني  ځلانده ستوری او نامتو مجاهد، د کتاب ، منبر ، سنګر او قلم  خاوند ، دحکومت او ریاست په چارو پوه ، د جهاد او سنګر نه ستړیدونکی مبارز ، د علم ،تقوا  او زهد څښتن،  د وفادار کاروان نه رژیدلی ګل، د پکتیکا ستر مبارز، دیني او جهادي شخصیت ، دتورې او قلم څښتن،  اتل قهرمان  شهید قاري صابر شاه میوند تقبله الله د حضرت خان اکا ځوی او د مرحوم حاجي رحیم خان  لمسی په ۱۹۸۹میلادي او / ۱۴۱۱ هجري سپوږمیز کال کې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرني  د زړې شرني په ملککي  کلي کې په یوه دین دوسته او شهید پروره کورنۍ کې زیږیدلی دی.

زده کړې:

شهید میوند صیب ابتدایي زده کړې  د پکتیکا په علي بابا لیسه کې وکړې، دیني ابتدایې زده کړي ، مروجه فنون يې  په بیلابیلو استادانو  تر شرح جامي دهغه وخت له نامتو عالمانو څخه ولوستل، همداراز یې د قرآن کریم حفظ تر شلمې سپارې حفظ کړ!

جهاد یې:

شهید میوند صیب د صلیبیانو د اشغال سره سم زده کړي ودرولي او د جهاد میدان ته یې په پوره متأنت را ودانګل د خپلي سیمي مجاهدینو سره چې مشري یې حاجي وفادار کوله د جهاد اهمه فریضه پیل کړه، د اسلامي امارت په لیکو کې یې  د فعال رکن او د یوه تکړه مجاهد په حیث فعالیت پیل کړ . د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندي یې بیلا بېل مسئولیتونه سر ته ورسول!

نوموړي په خپلو ملګرو کې بېل مقام خپل کړ!

په تقوا ، شجاعت ، امانتدارۍ ، اخلاص او اخلاقو کې یې بېل نوم درلود او دا واقعت وو چې په شته ملګرو کې یې مثل نه تر سترګو کېدل.

دندې او مسئولیتونه یې: نوموړی میوند د وفادار په ملګرو کې د مرکز ښرني د یوې فعالي دلګۍ سرپرستي په غاړه درلودله او همدا راز یې دوه کاله د مرکز ښرني نظامي مسئولیت او درې کاله یې ملکي مسئولیت په پوره امانتدارۍ او متانت سر ته ورسول، اوس مهال یې د مرکز ښرني د کمیسون د رئيس په حیث خپله دنده پر مخ بېوله.

د نوموړي جهادي کارنامې د قلم له وس او طاقت نه وتلي دي ، نوموړي په اتلس کلنه مبارزه کې  د هیواد او اسلام دښمنانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړلي او تل به یې په دښمن کارنده او عملي بریدونه کول د مرکز ښرني اکثر لنډغر اربکیان او د هغوۍ پوستې د نوموړي په قومنده کې له منځه لاړې، لنډه دا چې د پکتیکا په مرکز کې به چې د دښمن پر ضد  کوم عملیات مجاهدینو تر سره کول نو شهید میوند صیب به پکې رکن فعال ؤ.

شهید میوند صیب  د جهادي مبارزې ترڅنګ د شعر او قلم خاوند هم وو او دخداى (ج) د لارې يو غښتلى مجاهد هم ؤ، دۀ به د حضرت عبدالله بن مبارك په څېر نيم كال درس، نيم كال جهاد كاوه ، د صليبيانو پر ضد يې نه يوازې وسله واله مبارزه كړې، بلكه په خپله ژبه  يې هم د مجاهدو ځوانانو احساسات راپارولى او ددين او هېواد له دښمنانوسره يې ډغرو ته هڅولي دي .

شهید میوند صیب  خورا نرم اخلاق درلودل او دملګرو او همزولو سره یی لوړ اخلاقي کردار ادا کاوه،  اوجهادي تکلیفونه یې په خورا ورین تندی زغمل.

شهید میوند تقبله الله ددین او وطن ددښمنانو په وړاندې دزهرو په څېر تریخ او مسلمان ولس او مجاهدینو په مخ کې د نرم زړه خاوند ؤ. تل به یې په مبارکو شونډو مُسکا خوره وه.

د ښو اخلاقو خاوند ؤ ، هر چا به چې ولیده نو دا فکر به يي کاوه چی له ما سره به یې تر بل هرچا  زیات تعلق او مینه وي.

شهادت: دا ستره هستۍ هم له دې پاني او بد مرغه نړۍ وکوچیدله ، هغه څوک چې په نه شتون یې ټول ملګري د یتیم پشان احساس کوي بالاخره د ۱۴۴۱ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرم د میاشتي په ۲۶ د چهارشنبي په شپه د بزدله دښمن په چاپه کې د غزني ولایت د شلګر په ولسوالۍ کې د جوی چار په ساحه کې له اوږدۀ مقاومت وروسته د شهادت لوړ مقام ته ورسید او د اجل داعي ته یې لبیک ووایو.

هغه د میړاني او ننګونو دنګ منار

هغه د بې ساري قربانیو سمبول

هغه د غیرت او شجاعت مصداق

میوند د میوندۍ ملالي ثقه ورور د غر پشان تاند زلمی ونړید !

او تر شا یې د نوموړي له لوري روزل شوي ګڼ مجاهدین د انتقام شیبي شماري.

په مېنه یې یوازي یوه میرمن او والدین او وروڼه د تل لپاره یوازي پریښودل.

اِنَّالِلهِ وَاِنَّااِلَیْهِ رَاجِعُوْنْ.

اَللّهُمَّ تَقَبَّلْهُ

نحسبه کذالک والله حسیبه.

Related posts