اکتوبر 18, 2019

ديموکراسي، اشغال، انتخابات

ديموکراسي، اشغال، انتخابات

فاتح افغان:

پرديپال افغانان د اشغال د تيرو اتلسو کلونو تر ټولو سترې لاسته راوړنې؟ «ولسواکي» باندې وياړي، له همدې امله دغه تش په نوم افغانان د اشغالګرو ډول ته ناڅي او د ديموکراسی سندرې غږوي.

خو موږ وليدل چې له غرب څخه راوارده شوې او په زور تپل شوې ديموکراسۍ يوازې د هغو سفاکانو او وحشيانو د رنګ ښه ښودلو لپاره کارول کيږي چې بې ګناه ولسي وګړي بې رحمانه توګه په شپنيو چاپو او بمبارونو وژني.

په اشغال شويو هيوادونو کې همدغه دوهم نمبر ديموکراسی چليږي او د ولس په ارادې او احساساتو ملنډې وهل کيږي.

تف لعنت دې په داسې ډيموکراسۍ چې له امله يې هره ورځ زموږ په کورونو کې ماتم وي او افغانان د وير په ټغر ناست وي، هره ورځ چاپې او بمبارونه دي او هره ورځ په لسهاو افغانان وژل کيږي.

ديموکراسی هم خپل شرائط لري چې مهم يې دا دی چې ذمامدار به د ولس غوښتنو ته جوابده وي اما د تپل شوې ديموکراسی ډول ته نڅيدونکي د خارجي قوتونو او اشغالګرو په اشارو لوبيږي، او  سمتي، نژادي او مذهبي اختلافاتو اور ته لمن وهي.

ډيره دردآوره دا ده چې همدغه رټل شوي ګوډاګيان له افغان ولس څخه غواړي چې له فساد، نفاق او ظلم سره بيعت وکړي او غلو، خائنانو او غلامانو ته رايه ورکړي.

د اشغال له لومړی ورځې څخه همدا څو منحوسې څېرې دي چې اوړي راوړي او ټوله تکيه يې د صليبيانو په ټوپک ده، او په چوکۍ د پاتې کيدو لپاره اشغالګرو ته د تعظيم سر خم کوي، له خپل ولس سره په جګړه دي او د ټولو لاسونه د ولس د هغو وګړو په وينو سره دي چې اشغال نه مني..

د رښتونې سولې په لار کې خنډونه ايجادوي او يوازې د کاذبي سولې د شعارونو په پورته کولو بسنه او کفايت کوي.

هوکې همدغه منحوسې څېرې به بيا د پخوا په څير په جعل او تزوير واک ته ځان ورسوي، ترڅو د افغانانو غميزه څو کاله نوره هم اوږده او ناخوالې يې نورې هم زياتې کړي.

خو لله الحمد د نورو دسيسو په څير د اشغال دغه دسيسه هم خنثی او شنډه شوه او له انتخاباتو سره د ولس پريکون وښوده چې دا خالصه يرغليزه پروسه وه، او وار له مخې جوته ده چې هغه خلک به پکې بري ته رسيږي چې اشغالګرو ته زيات وفادار دي.

آیا کوم د عقل خاوند به دا ومني چې اشغال ضد سياستمداران دې په ټاکنو کې ګډون وکړای شي او د بري چانس دې ولري؟

دغو انتخاباتو په شرعي او قانوني لحاظ هيڅ مشروعيت نه لاره ځکه دغه انتخابات د هغه حکومت له لوري اداره شول چې په نړيواله کچه يې په اداري او مالي فساد کې لومړی مقام خپل کړی و او صليبي اشغال ورته د آکسيجن او تنفس حيثيت لري.

د دغو انتخاباتو د عدم مشروعيت دلائل په لاندې ټکو کې خلاصه کيدای شي.

  • د دولت پر ټولو بنسټونو د اشغالګرو واک او کنترول
  • له انتخاباتو سره په قاطع اکثريت د افغان مسلمان ولس پريکون
  • له خپل وطن پرته پرديو هيوادونو ته د کانديدانو وفاداري
  • د انتخاباتي کميسون بلواکي او پرديتوب
  • په انتخاباتي پروسې کې پراخې درغلۍ، فساد، جعل او تزوير
  • ځينې کانديدانو ته د دولتي وسائلو، مطبوعاتو او کارمندانو تسخير

لنډه دا چې له هغو انتخاباتو به څه د خير تمه ولرو چې له تمويل نيولې، تر شميرنې او اعلانونې پورې ټولې چارې يې امريکايې اشغالګر اداره کوي او د افغان مسلمان ولس هيڅ درد نشي دوا کولی.؟

Related posts