دسمبر 10, 2019

د اولس لخوا د ټاکنو د تحریم پيغام او دلالتونه

د اولس لخوا د ټاکنو د تحریم پيغام او دلالتونه

د اونۍ تبصره:
د تېرې شنبې په ورځ ( د سبتمبر ۲۸ مه) په افغانستان کې د ګوډاګي رژیم لخوا د ولسمشرۍ د ټاکنو په نوم هغه پروسه ترسره شوه چې له څو میاشتو ورته تبلیغات او ترتیبات روان ول. دا ټاکنې یوازې د هیواد په هغو ښاري سیمو کې ترسره شوې چې اجیر رژیم ورباندې واک لري. د افغانستان اتیا فیصده خاوره چې د ښارونو اطراف او کلیوالي سیمې تشکیلوي او مطلق اکثریت نفوس په کې میشت دی، ټاکنې ځکه په کې ترسره نه شوې چې دغه سیمې ټولې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر واک لاندې دي.
په باقي پاته شل فیصده مناطقو کې هم سلګونه مراکز د بیلابیلو خنډونو له امله تړلي پاته شول. لوژیستکي نقصانات، تخنیکي ستونزې، د پروسې پیچلتیا او دکارکوونکو نابلدي نورې هغه ستونزې وې چې دغه پروسه یې له جدي خنډونو سره مخ کړه. اما هغه عامل چې ددغې پروسې جعلیت او عدم اعتبار یې په ډاګه کړ هغه د اولس لخوا سرتاسري پریکون او په پروسه کې له شمولیت څخه انکار و.
رسنۍ، خبریالان او د ټاکنو څارونکي سازمانونه په دې خبره اتفاق لري چې دغه ټاکنې دافغانستان په تیرو اتلسو کلونو کې تر ټولو بې اعتباره او د خلکو د کم مشارکت له امله بې سارې وې.خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو وښودل چې د ټاکنو په ورځ د رایې اچولواکثر مراکز خالي ولاړ دي. په ځینو مراکزو کې چې خلک ښکاري هغه هم د کاندیدانو نماینده ګان یا څارونکي دي،د خلکو د کم ګډون او د رایو د بې ساري کمښت له امله د تپل شوې دموکراسۍ متصدیان مجبور شول تر څود خپل حیثیت د ساتنې په خاطر صندوقونه له جعلي او تقلبي رایو ډک کړي.
د افغان اولس لخوا د ټاکنو له دروغجنې پروسې سره پریکون د ټولو هغو جهتونو پر مخ کلکه څپېړه ده چې غواړي د زر ، زور او تزویر په مټ زموږ په مؤمن اولس خپلې ناسمې نسخې تطبیق او اشغالګرانه پروسې ورباندې ومني. دغه سرتاسري اولسي پریکون اشغالګرو ته دا پیغام لري، چې دوی له یوه ویښ، بادرکه او باعزمه ملت سره مخامخ دي. هغه ملت چې یوازې د خپلو اصولو او معیارونو تابع دي او هیڅوک یې د خپلو مقاصدو لپاره نه شي لوبولی.
د اولس لخوا د ټاکنو سرتاسري تحریم ګوډاګیانو ته هم وښودل چې اولس د دوی له اجیرانه اعمالو بې زاره دی او هغه پروسې په رسمیت نه پیژنې چې د اشغال دوام ته زمینه برابروي. اولس په دې باور لري چې د اشغال په سیوري کې ټاکنې هیڅ معنی نلري. ځکه نهایي پریکړه به بیا هم د هغه چا لخوا کیږي چې د ټاکنو مصارف ورکوي او په مقابل کې یې د نهایي پریکړې حق له ځان سره خوندی ساتلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه یې چې د یوې رسمي اعلامیه په صدور سره له خپل مؤمن او متعهد اولس څخه مننه وکړه، د خپل ولس په لوړ سیاسي شعور ویاړي او د اشغالګرو او داخلي غدارانو د حتمي شکست نښه یې ګڼي. دغه راز په اشغالګر اړخ هم غږ کوي چې نور د دې اولس په وړاندې له تیر ایستونکو هڅو لاس واخلي، لکه څنګه چې په تیرو اتلسو کلونو کې ستاسو ټولې تیر ایستونکې هڅې په اوبو لاهو شوې په راتلونکې کې هم باید د کومې پایلې تمه ونه لرئ.

Related posts