اکتوبر 19, 2019

ناکامې ټاکنې او د ولس شهکار

ناکامې ټاکنې او د ولس شهکار

د ورځې خبره

پرون د کابل رژیم هغه له رسواییو او سپین سترګیو ډکه ډرامه ترسره شوه چې نوم یې د ولسمشرۍ ټاکنې وې ، خو غرونه غرونه آفرینونه او ستاینې دي په هغه متدین ولس وي چې په خپل ایماني او افغاني غرور یې د استکبار له فرسوده پروژې سره بایکاټ او پریکون وکړ.

د افغان ولس د دیني او افغاني شهامت بل ستر مثال به څه وي چې د امریکا او ټول غرب له هلو ځلو ، مالي بډو او رسنیزو دباوونو او فشارونو باوجود له کابو ۴۰ میليوني نفوس څخه ایله یو نیم میلون هغه اشخاص اماده شول او په اسلام او افغان ضد لوبه کې يې شرکت وکړ؛ چې یا خو حکومتي دندې لري او یا غولیدلي او تطمیع شوي وو.

اسلامي امارت  په تېره يوه اوونۍ کې د بېلابېلو خبرپاڼو له لارې په هيوادوالو غږ وکړ چې په ياده اشغال او جګړه اوږدونکې پروسه کې ګډون ونه کړي او تحريم يې کړي.

زمونږ مسلمان او مجاهد ملت چې د تاريخ په اوږدو کې يې هر زبرځواک  او د هغوى بې ضميره غلامانو ته په مخ درنې څپېړې ورکړي ، دا ځل يې هم د اسلامي امارت غږ ته لبيک ووایه او د انتخاباتو په نوم شرمونکی پروسه يې په مطلق اکثريت رد کړه.

د ولس لخوا د انتخاباتو له تحريم څخه لاندې ټکي په څرګند ډول روښانه شول :

۱ــ ملت مو په اکثریت سره په هیواد کې د اشغال خاتمه او دلته قوي اسلامي نظام غواړي.

۲ــ د کابل په اداره کې غولیدلي افغانان بايد نور د بهرنیو په ملاتړ د خپل ولس له اسلامي غوښتنو سره لوبې ونه کړي او له پردۍ غلامۍ څخه لاس واخلي.

۳ــ دا چې بې پرې رسنیو او څارونکو سازمانونو هم تائید کړه چې په انتخاباتو کې د خلکو دګډون کچه ډېره ټیټه وه ، نو د افغان ولس له دې سرتاسري پریکون څخه اشغالګر جهت هم باید درک کړي چې افغان ملت اشغال او له بهر څخه را واردې شوې پروسې او دسیسې نه    ۴ ــ د اسلامي امارت مجاهدین باید د ولس د دې ستر شهکار قدر وکړي ، همدا ولس وو چې نن يې د د ښمن له سترې دسیسې سره په میړانه مقابله وکړه او  له پریمانه پیسو ، تبلیغاتو ، هڅونو ، دسیسو او فریبونو سره سره يې د هغوی له لومې ځان وژغوره.

Related posts