اکتوبر 18, 2019

له ټاکنو سره د ولس څرګند پریکون څه په ډاګه کړل؟

له ټاکنو سره د ولس څرګند پریکون څه په ډاګه کړل؟

م. نعمت الله – سابق

ټوله نړۍ او دننه په افغانستان کي ټول جهتونه د کابل بلواکه ادارې په شمول پردې یوه خوله دي چي د هیواد د هر ولایت په مرکزي ښار کي د رایه ورکوونکو شمېر د «نیست» سره برابر و، د څو محدودو ولسوالیو پرته اکثره ولسوالۍ د طالبانو په کنترول کي دي او پاته یې د محاصرې په حالت کي قرار لري؛ چېري چي عسکر نسي کولی په ارامه فضاء کي پیره وکړي نو هلته به د رایي ورکولو صندوقونه د څه لپاره اېښودل کیږي!
د کابل رژیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل لومړني راپور کي ویلي چي په کابل کي ۴۴ زره او په کندهار کي ۲۵ زره کسانو رایه ورکړې ده، هرومرو دلته یوه رایه په لس حساب سوې ده ځکه چي که رشتیا همدغه شمېرې وای اوس به یې د کندهار رایه ورکوونکي تر یولک زیات ښودل خو دا چي هیڅ انتخاباتي اسناد نه لري نو همدا شمېره هم پر دوی ډېره ده چي اصولاً یې ثابته کړي.
تاسو د کابل او کندهار ښارونو نفوس ته فکر وکړئ، هغه سیمو ته فکر وکړئ چي د کابل ادارې تر واک لاندي دي او هلته کیدای سي د طالبانو بریدونه هم نه وای سوي خو بیا هم د ولس پریکون څه په ډاګه کوي؟ کابل تر څلورنیم میلیونه زیات نفوس لري او کندهار پنځه سوه اوه پنځوس لکه شاوخوا نفوس لري، یعني تر پنځه میلیونه زیاتو افغانانو کي فقط اویا زره افغانانو د کابل ادارې د احصائیې له مخي رایه کارولې ده، چي دا د غربي دسیسې یو څرګند شکست او د افغانانو ویښتوب په ډاګه کوي چي دلته رایه هیڅ اهمیت نه لري بلکه د لویدیځ انتخاب به پر افغانانو د پخوا په څېر تپل کیږي.
دا چي ولي په دومره لوړه کچه افغانانو ددې انتخاباتي پروسې څخه پریکون وکړ، څو لاملونه یې په لاندي توګه دي:
لومړۍ: د طالبانو د سیاسي ډګر بریا یې عمده لامل کیدلی سي، د هیواد دننه ځیني سیاسیونو په ښکاره د انتخاباتي پروسې کلک مخالفت وښود او نور افغانان یې هم دې ته وهڅول چي دغه غربي دسیسه شنډه کړي ځکه چي په هیواد کي شپه او ورځ قتلونه روان دي، خلک په بمباریو او چاپو کي په بې رحمانه توګه وژل کیږي او دلته د واشنګټن غوراوی د افغانانو تر رایه ډېر اهمیت لري، هغوی چي کوم څوک وغواړي دلته به یې واکمن کوي، سوله او جنګ دواړه د هغوی په واک کي دي؛ د سیاسیونو په دې پریکون کي د قطر د سیاسي دفتر بارز رول تر سترګو کیږي.
دوهم: طالبان داځل په نظامي ډګر کي هم تر پخوا ډېر جدي ښکاریدل، د طالبانو د نظامي کمېسیون په شمول ځینو کمېسیونونو پرلپسې اخطاریه اعلامیې نشر ته وسپارلې او د ولس څخه یې کلکه غوښتنه وکړه چي باید د ټاکنو د بهیر سره خپل پریکون اعلان کړي، د رایو مرکزونو ته ور نسي او نه دي هم د پردیو د دسیسو لپاره خپل ځانونه قرباني کوي بلکه پر خپلو کورونو دي ارام کښیني، هغوی ټولي لويي او کوچنۍ لاري د ټاکنو په ورځ وتړلې او ښارونو ته یې پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول.
درېیم: پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو او عامو افغانانو کمپاین د ډېرو خلکو ذهنونه بدل کړل، فعالانو افغانان پوه کړل چي دلته هیڅ رایه د اهمیت وړ نه ده بلکه د پخوا په څېر به یوځل بیا نوی جان کیري راځي او دلته به ددوی د خوښي یو کس ټاکي، دلته مصارف ټول امریکا کوي؛ معاش، ټانګ، توپ، مرمۍ، انتخاباتي توکي او هرڅه د امریکا لخوا واردیږي نو هرومرو به انتخاب هم د هغوی وي، نو باید افغانان ځانونه بېځایه ستړي نه کړي او نه هم غربیانو ته دا بهانه په لاس ورکړي چي د افغانستان ټاکل کیدونکی حاکم د افغانانو په خپله رایه راغلی دی.
څلورم: وروستۍ ټول وژني هم د ولس د پریکون یو د عمده لاملونو څخه شمېرل کیږي، په ننګرهار، هلمند، فاریاب، لوګر، فراه او ځیني نورو ولایتونو کي د بهرنیو ځواکونو او د کابل رژیم د ځانګړو پوځیانو روان وحشت او د ولسي خلکو په نښه کول افغان ولس په غصه کړی، دوی ته دا څرګنده سوې چي دلته ددوی په رایه راتلونکی واکمن سبا ددوی د سر سوداګر دی او هرومرو به یې په غربي بمونو وژني، کورونه، بازارونه او مسجدونه به یې نړوي او دوی به دې ته اړ کیږي چي خپل کلی او وطن پریږدي.
د زوریدلي ولس دغه غوصه او د نورو وسره شرکت ددې لامل سو چي خلک باید انتخابات تحریم او د سولي لپاره کار وکړي، دلته سوله تر هرڅه مهمه ده، سوله هغه څه کولی سي چي انتخابات یې نسي کولی؛ هغه سوکالي، ارامي او د هیواد په هر ډګر کي پرمختګ دی.

‏2019‏/9‏/29

Related posts