اکتوبر 18, 2019

د جعلي ټاکنو تحریم

د جعلي ټاکنو تحریم

د ورځي خبره:

نن دیرغلګرو او ګوډاګي رژیم له لوري په اصطلاح ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې ، له تېر یو کال راهیسې دې ټاکنو ته تبلیغات روان و او د ترسره کولو لپاره یې ملیونونه ډالر ځانګړي شوي وو. اسلامي امارت له مجاهد ولس څخه وغوښتل چې په همدې جعلي- امریکایي ټاکنو کې ګډون ونه کړي، ځکه هغه څوک به د واک پر ګدۍ نصب کیږي چې اشغالګرو ته وفادار وي او د ګران هیواد پر مصالحو امریکایي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

وروستي رپوټونه ښیئ چې ډيرو کمو خلکو ټاکنو کې ګډون کړی، حتی په کابل ښار کې هم ډیرو خلکو ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې، د ټاکنو په نوم پروسه یې د خلکو دخطاء ایستلو یوه لومه بللې او په دې باور دي چې همدا ټاکنې یې له شته ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون لار نه ده،داسي راپورونه او انځورونه هم خپاره شول چې د ټاکنو په لویو لویو مراکزو کې د ورځې تر پایه د ګوتو په شمار کسانو رایې اچولې.

کومو کسانو چې رایې کارولې، هغوی بیا پر پراخې درغلۍ او تخنیکي ستونزو اعتراف کړی چې له امله یې استعمال شوې رایې په غربي ډیموکراسۍ کې هم مردودې ګرځي.

دافغان مومن ولس لومړیتوب د ګران هیواد خپلواکي او د اسلامي نظام حاکمیت دی، همدا پاک او عالي اهداف د ډیموکراټیکو ټاکنو له لارې نشي ترلاسه کیدای.

 ولس داسلامي امارت امر( دټاکنو تحریم) ته لبیک ووایه، له ټاکنیزې پروسې سره یې پریکون وکړ،ولس په دې باور دی چې داشغال په سیوري کې ټاکنې هیڅ ارزښت نه لري، له ټاکنو څخه د یرغلګرو موخه پر خپلو مظالمو او وحشتونو پرده اچول او دخپل وحشیانه اشغال تداوم دی.

اسلامي امارت له مجاهد ولس څخه مننه کوي چې د ټاکنو په نوم امریکایي پروسه یې په خپل پریکون سره ناکامه کړه،یرغلګرو او اجیر رژیم ته یې ثابته کړه چې دخپلو واقعي استازو( مجاهدینو) بشپړ ملاتړ کوي او  داشغالګر او ګوډاګي دښمن په فرمایشي او جعلي پروسو باور نه  کوي.

Related posts